کور / سياسي / ‎قاتله کړۍ! 

‎قاتله کړۍ! 

‎لیکنه : مینه منګل
‎څلوېښت کاله کېږي چې د افغانستان په ملت همدا یو څو قاتله کړۍ را نازلې شوي هره ورځ دا ملت وژني ، ناموس ته یې لاس اوږدوي، مال ته یې ترې وړي، ځمکې ترې غصب کوي، کورونه ترې نیسي ، عزت ترې وړي خو بیا هم دا ولس ورسره مل دی او زنده باد او مرده باد ورته وايي.
‎د کورنیو جګړو پر مهال په کابل کې تنظیمې ‌‌‌‌‌‌ډلې او جګړې وې ، هغه نه جهاد وه نه حقه جګړه کابل او کابلیان د غلو او چپاولګرو لاس ته ورغلی وو، او  چپاولګرو ساعتیرۍ کولې ، د چا به چې ساعت نه تېرېده ، سړی به یې له سرکه را کش کړ او سر به یې ترې پرې کړ او رقص مرده به یې پرې کوله او یا به یې په سرونو او غوږونو کې مېخونه ور  ټکل ، د ښځو د وجود غړي به یې پرې کول او خوند به یې ترې اخیسته ، کابل مېشتو پيغلې لوڼې کور کې نه شوې ساتلی ځکه چې دمقاومت شوقیان خبر نشي که هغوی خبر شوي وای چې دې کور کې پيغلې دي نو په زور به یې ترې راباسلې.
‎په دشت لیلې کې زرګونه بېګناه افغانان  په شهادت ورسېدل او ددوی ګناه هم نه وه معلومه تر ننه چا ددې جنایت څخه پرده پورته نه کړه چې دا افغانان ولې ووژل شول؟  ، اکثرو جهادي ‌‌‌‌‌‌ډلو د جهاد په نوم د افغانستان له جګړو یې د یوه محفل په څېر خوند واخیست .
‎تر هغې را په دېخوا طالبانو په یوه نا څرګنده ، او بې هدفه جګړه د یو میلیون څخه ‌‌‌‌‌‌ډېرو افغانانو ژوند واخیست .
‎نن ورځ همدا ملت څوک د مسعود د مرګ د کلیزې ویر کوي، څوک د حقاني د مرګ ویر کوي، څوک د مزاري د تلین ویر کوي، او څوک یې په پاتې شونو پسې زنده باد نارې وهي.
‎دا ملت به نور هم خوار شي، ځکه چې سترګې یې د تعصب مرض ړندې کړې دي نن ورځ هم د خپل عزت او مال لوټ کوونکو پسې دي او ملاتړ یې کوي.
‎موږ افغانان کبرجن یو ،کنې اوس مهال  داسې یو دولت لرو چې زموږ د سر او مال پوښتنه پکې کېږي ، او کولی شو د محاکمو او نورو ارګانونو له طریقه د خپلو حقونو غوښتنه وکړو .
‎ولې هڅه کوو چې دا نظام ړنګ کړو او ددې هېواد سر نوشت بیا د قاتلینو په لاس ورکړو.
‎که دولتي چارواکي مو زورواکي له مریو رانیسي چې ددې ملت حق ترې راوباسي همدا ملت سرکونو ته راوځي لارې بندوي، ملي شتمنیو ته اور ور اچوي او دولت چلنج کوي.
‎که چېرې دولت مو ناکاره چارواکي له چوکۍ لرې کوي همدا موږ ددې ناکارو په ملاتړ سرکونه بندوو.
‎هېواد کې د بدلون چانس لرو ، او دا بدلون راوستلی شو که موږ ټول په ګ‌‌‌‌‌‌ډه وغواړو
‎موږ بیا دا چانس نشو تر لاسه کولی راځئ چې د دولت سره همکار شو او دې هېواد کې د غلو ، قاتلینو، غاصبینو په وړاندې ودرېږو او د یوه پياوړي نظام د پاره کار وکړو تر څو د هېواد په حالاتو کې بدلون راولو .