کور / د ماشومانو نړۍ / چارواکي:اروزګان کي د پوليو مثبته پيښه ثبت سوې ده

چارواکي:اروزګان کي د پوليو مثبته پيښه ثبت سوې ده

دارزګان ولایت دعامي روغتیا ریاست مسؤلېن خبر ورکوي چي په دغه ولایت کي تازه دګوزڼ یوه مثبته پیښه ثبت سوې ده.

ددغه ریاست مسؤلېن وايي که طالبان ټولو سیمو ته دواکسین د رسولو اجازه ورنه کړي نور ماشومان  به هم فلج سي.

ارزګان کي خلګ له دولت او طالبانو غواړي چي په ټولو سیمو کي ماشومانو ته دپولیو ضد واکسین ورسوي.

په اروزګان ولایت کي روغتیايي مسؤلېن خبر ورکوي چي ددغه ولایت دچارچینو ولسوالۍ په دروان سیمه کي یوماشوم پوليو يا ګوزڼ وهلی دی.

دعامي روغتیا ریاست رئیس خان اغا میاخیل وايي چي ياده سيمه د وسله والو تر واک لاندي ده.

د مياخيل په وينا چي د پوليو وهلي کورنۍ خپلو ماشومانو ته د واکسين د تطبیق کولو څخه تل ډډه کول.

دا په داسي حال کي ده چي له تیرو څو میاشتو راهیسي وسله والو طالبانو په اروزګان ولایت کي کور په کور دپولیو ضد واکسین مخه نیولې ده او یواځي ئې صحي کارکوونکو ته اجازه ورکړې چي مسجد په مسجد واکسین تطبیق کړي، خو روغتيايي کارکونکي وايي مسجد په مسجد د واکسين تطبیق ئې د اصولو خلاف دی او د وسله والو تر واک لاندي سيمو کي ئې د واکسين تطبيق بند کړی دی.

دعامي روغتیا ریاست رئیس خان اغا میاخیل وايي که دپولیو[ګوزڼ] ضد واکسین کمپاین پلی نه سي ممکن نور ماشومان  هم په فلج اخته سي چي پایلي به ئې خطرناکي وي.

ده له طالبانو وغوښتل چي د دوی له کمپاین سره مخالفت و نه کړي او ورته اجازه ورکړي.

په ورته وخت کي داروزګان ولایت اوسېدونکي هم دپولیو[ګوزڼ] خطرناکه ویروس اندیښمن کړي او غوښتنه کوي چي په سيمو کي دي د واکسين کمپاينونه ترسره سي.

ددغه ولايت اوسيدونکي له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چي د روغتيايي کارکوونکو د کارونو په وړاندي دي خنډ نه جوړوي.

دعامي روغتیا دریاست دمعلوماتو له مخي چي په اروزګان ولایت کي هرځل [یولک نوي زره]دپنځه کلنۍ څخه کم عمره ماشومان په پلان کي لري چي واکسین ئې کړي خو دنا امنیو له کبله هرځلي یولک ماشومان له دې کمپاین څخه بې برخي وي.

له دې وړاندي وسله والو طالبانو په اروزګان کي شاخوا ۵۹ روغتونونه هم تړلي وه چي وروسته بیا ځلي د خلګو پر مخ خلاص سول.

دیادوني وړ ده چي تر دې وړاندي داروزګان په ګاونډ هلمند او د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کي هم دپولیو[ګوزڼ] پیښي ثبت سوې، خو له ۲۰۱۴ کال راهیسي دا لمړۍ ځل دی چي په اروزګان ولایت کي دپولیو مثبته پیښه ثبتيږي.

راپور: احسان الله ولسمل