کور / تازه خبرونه / په فراه ولايت کي د ملي اردو چورلکه رالوېدلي ده

په فراه ولايت کي د ملي اردو چورلکه رالوېدلي ده

د دفاع وزارت وايي، تېره شپه د فراه ولايت په خاک سفید ولسوالۍ کي د ملي اردو یوه چورلکه رالوېدلې ده او څلور  کسان پکي  وژل سوي دي.

د فراه د والي ویاند وايي، تېره شپه د افغان پوځ یوه چورلکه چي ياد ولايت ته ئې مهمات لېږدول ، د خاک سفید ولسوالۍ په رنج کلي کي بېړنۍ ناسته کړې ده او  وروسته د  اورلګېدنې له کبله چورلکه تخریب سوې چي دوه پیلوټان او دوه نښه ویشتونکي پکي وژل سوي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش هم ياده پېښه تاييدوي او وايي: “تېره شپه د ملي اردو یوې چورلکي د فراه خاک سفید ولسوالۍ کي بېړنۍ ناسته کړې. الوتکه کي مهمات چاودلي چي له کبله یې الوتکه کاملا ویجاړه سوې او څلور واړه سپاره پکې وژل سوي دي.”

خو د طالبانو  ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کي ویلي دي، چي دا چورلکه د طالبانو له لوري ويشتل سوې ده.