کور / سياسي / دیموکراسي، زما او ستا برداشت!

دیموکراسي، زما او ستا برداشت!

ليکنه: دوکتور صلاح الدین سعیدی

د ټولو نه د مخه مونږ په پرون کې ژوند نه شو کولای. مونږ په نن او سبا کې ژوند کوو او خپلو امور، تیره او تیرې نه یاده باید په همدې استقامت او په یوپراخ لید لورې بناء او استقامت ورکړو. دحاکمیت مسئله، بهتر حاکمیت او د هغه د جوړیدو او بقاء مسایل د نورو سترو ملي مسایلو سره سره مهم او د پام وړ مسایل دي.

هغه حاکمیت ښه حاکمیت، درست او قوي حاکمیت دی چې د خلکو په خوښه او دخلکو لخوا جوړشوای، د خلکو له خوا مېنځ ته راغلای او دخلکو په خدمت او د هغه د ارزښتونو پالنه او روزنه د نړیوالو، عامو قبول ارزښتونو د  غیر قابل تردید اصول په توافق کې کوي. د حاکمیت او ملت ترمینځ فاصله نه وي او حاکمیت یو خارجي تحمیل شوای او دیسانت شوای موجود ونه ګڼي. د یوې درې حاکمیت نه وي او ټول ملت او د سیاسي ځواکونو استازي هلته خپل ستیج په طبعي ډول او نه د معاملې په ډول تر لاسه کړي.

داسې حاکمیت په افغانستان کې هم راتللای شي او دا ممکنه ده. دلته د مادي غُـربت او غنا خبر اصل نه دی. دلته د سیاسي ارادې سره، د ټولو صادقانه  هڅو سره د قوی ارادې څنګ ته د الله ( ج) په توکل او د قرباني په قبول عملی دی. هو هغه هېوادونه چې اوږده عنعنه دې برخه کې لري لکه د هند هېواد، نسبت مونږ ته به شرایط لږ فرق کوي خو اصل او بنیاد د انساني ټولنې یو دی.

مونږ بدې تجربې لرو او د دیموکراسۍ، حقوق بشر او جامعې معدني ( مدني)، انجو ګانو، آزادۍ او آزاد اقتصادي بازار  او … نه ډېرې بدې تجربې لرو او د ډېر ښو نومونو نه ډېرځلي بدې  او سوء استفادې شوي دي. ( مشخص تفاصیل لرم).

مونږ په کابل کې د حزب اسلامي د ۲۵/۰۹/۲۰۱۸ سیمینار او تنویري هڅّوچې  د جناب حکمتیار په فعال ګډون دایر شوای وه، په کلکه ملاتړ کوو او له ټولو سیاسي احزابو،  حلقـو،  اجتماعي او سیاسی بنیادو، علمی مراکزو اوفرهنګي کمیټو او د کابل له حاکمیته او میدیا نه  په کلکه غوښتنه کوو چې د داسې فرهنګی، سیاسي او تنویری کنفرانسونه او سیمینارنو، ناستې او هڅو  لپاره  پراخه زمینه سازي او مرسته وکړي او فعاله ونډه واخلي.

هو د وطن نه دفاع او د حق په عامولو او رسولو کې د علماءو او روحانینو، د ټولنې د مخکښانو او د حاکمیت برخه،  نقش او ستررسالت قایمقام نه لري.

د پورته ناستې او علمی سیمینار لاندې ټکي او مطالب د ستر ارزښت، زده کړې، عدالت او دیموکراسۍ د تحقق لپاره، د خلکو اوملت د حاکمیت، د افغان ملت او د  مسلمان امت د انتخاب په هکله د ځانګړي پاملرنې وړ دي. د داسې تنویري ناستو جوړول د ستر اجر او د الله (ج)  او ملت پر وړاندې د قدر وړ او ستر کار مثبت کار چې دادی ستاسې سره ددې مباحثو یو څو ټکي  او ورسره زما ملاحظاتو ته لاندې ستاسې توجه او پام اړول غواړم:

عام منطق او عدالت وايي چې جمهور رئیس  او یا وکیلان د خلکو او ملت لخوا یو شخص د یو رأی   پر اصل باید انتخاب شي.  د اوسني قومي سمتي، د حزبی او سازماني، دین  او مذهب خبره باید ټاکنو کې  په داسې استقامت روانه شي یو وګړی یوه رایه. هو دغه استقامت ته باید کار وکړو چې یو کس، یو وګړی یوه رایه.

عالم او ملا د ملت او خلکو د جهت ورکولو او انتخاب کې باید په تنویر او تشریح کې مرسته  وکړي اما دوی حق نه لري د ملت رایه ځانته تعویض کړي.

په دغه سیمینار کې د جناب حکمتیار صیب په طرحو کې د علماو دغه نقش د مؤثر حد نه لوړ او د ملت د تعویض هڅه ښکاريده.  داچې جمهوررئیس او وکیل عالم او ملا، د ټولنې مخکښ ته تعهد ورکړي او بیا د تخلف په صورت کې باید دوی ته ځوابګو وي د اساسي قانون او نورو نافذه او متداوله ښو قوانینو خلاف توقع ده.  په دې توګه د جمهوررئیس او د پارلمان د وکیل ځواب وینه غیر قانوني مرجع ته ده. جمهور رئیس او د ملت وکیل دقانون له مخې، قانوني مراجعو ته جوابګو دی چې په هغو کې هم ملا او هم د ملت  متفکر مغز باید حضور او مشروعیت له ملته تر لاسه کړای او د ملت استازی وي.  د جناب حکمتیار صیب به تأکید کې هغه د ولایت فقیه علایمو باندې تأکید کیږي چې د هغو نتایج په د ایران په اوسني سیستم که لیدل کیږي. د ایران د پارلمان یعنی د خلکو د استازي فیصله د شورای مصلحت نظام لخوا چې انتصابي ساختار او ارګان دی، هر وخت تجدید نظر اویا لغوه کېدای شي. د ایران د ټاکلي جمهور رئیس صلاحیتونه ډېر محدود او ایران د دیني او غیر منتخب دینی رهبر لخوا کاملاُ محدویدای او لغوه کېدای شي.

د ټولنې پیشتازان، منورین او د هغو سره مشورې، ناستې او د هغوی نظر په هر برخه کې د انتخابي ارګان او د اداری اول کس ته چې د ملت نه یې رایه او اعتماد لاس ته رواوړای د مشورې تر سطحې ډېر مهم دی اما دا مشورتي کمیټې او ټیمونه، چې ضروری او مهم هم دي، نباید د هیواد د مشروع، د قانون اساسی ساختارونه، د پارلمان  رسمي مراجع تعویض کړي.

دلته د جناب حکمتیار په تحلیل او سپارښت کې همدا د تعویض هڅه کاملاً ښکاره  محسوسیږي.

تېر کال  کله چې د وحدت ملي د حکومت د اجرائیه ریاست د مشاورینو د ناستې مجلل خبر مطبوعاتو ته ورکړل شو نو همدا مشکل راته په ګوته شو چې دلته د وزیرانو له شوراء نه  لوړ یو بل مقام او ساختار شته چې اصلی تصمیم نیوونکی دي. همدا مشکل په تأسف سره د جمهوري ریاست په کچه هم، هلته او دلته محسوس دی. د مَعیَنې ادارې او وزارت کار ددې پر ځای چې مربوط وزیر اود ادارې مسؤول کس مدیریت کړي، هغه مشاور او ملت ته غیر مسؤول کس له خوا تنظیم او مخ ته وړل کږي.  د سکتور وزیر په دغو مواردو کې خوار خبر هم نه دی. زه د متخصصینو او مشاورینو پر نقش تأکید کوم خو هغوی د مشخص بخش او وزارت د مشاور او همکار په توګه منم او ملت ته مسؤول او تصمیم نیوونکی د مشخصې اداری لمړی رسمي مسؤول او وزیر بولو او همداسې باید وي.

د جمهور رئیس د امنیتی سلا کار د صلاحیتونو ابعاد راته ډېر وسیع او غیر تعریف شوي او په ډېر مواردو کې د سکتوري وزیر او مشر بې صلاحیته کول ښکاري.  داچې سکتوري وزیر بې کفایته دی دا د داسې تعویض او اجراأت نه موجه کوي.

هو هماغسې چې په یاد  لرو، بهرنیو مشاورینو د افغانستان په تاریخ کې د امورو او وزارتو د امورو زمام په لاس کې لره. والي ( سر والي به ورته ویل کېده!) او وزیر سمبول او شکلي وه او په پایله او نتیجه کې حاکمیتونه تجرید شول،  مضمحل او ناکام شول. داسې تجربې او داسې سفارشونه  باید بیا نه تکرار شي او نه ورباندې تأکید وشي.

د افغانستان د تېرو غیر عادلانه انتخاباتو د ګنده ګۍ  نتایح او په تېره بیا د پښتنو په سیمو او د هغوی  په حق کې په تېر انتخاباتو او ټاکنو کې سازمان شوې درغـلۍ او تعدي او د غزني، دایکندي، د افغانستان د جنوبي ولایاتو په برخه کې د جناب حکمتیار وړاندې شوي  مثالونه د تخلف او تعدي، د حق تلفۍ ستر، واضح او تاریخی تور مثالونه دي چې دا تېرو او موجوده حاکمیتو کې د هغه بد تأثیرات او د هغه په نتیجه کې د افغانستان ضد ملی، اسلام ضد،  د افغان هویت ضد او لسهاو بدو فیصله او نتایجو موجب شوي.  داسې تورتاریخی بې عدالتۍ  دي  چې د تحمیل شوي  او دیسانت شوو رهبرانو د کړنو او د مشخصو اشخاصو او بهزادانو د  کار نتایج دي. که دا د عدالت آواز جناب حکمتیار صیب، جناب بشردوست صیب او یا جناب بارکزی صیب  او یا کوم بل مشر پورته کړي او یا کړای وي د حق او دملت او ريښتیني آواز اود ملت آواز دی او دې نه څوک انکار نه شي کولای او دا د ملت محبوب آواز دی.

د افغانستان په تېرټاکنو کې بې عدالتۍ، د مهاجرینو د حق تلفۍ او هغوی د ټاکنو نه محرومول د قبول وړ نه دي.

دا هغه مسأله وه  چې وار وار وطنوالو په داخل او بهر کې مطرح کړې او دا د افغانستان په ګټه ده چې بهر کې مېشته افغانان د خپل وطن په سرنوشت کې  ورته دسهم حق ورکړل شي. دنیا کې نور هېوادونه  د خپلو بهرمیشتو اتباعو او وګړو د جلب لپاره جدا او مستقلې ادارې او وزارتونه ایجادوي د بهر مېشتو وګړو ( دی اسپُـره- ۱) نقش او اهمیت په اوسني عصر کې ستر دی او دوی د مرستو او هڅو د جلب لپاره د افغانستان سفارت مې څه موده د مخه مستقل وړاندیز ورکړای. دا هغه مسأله ده چې ما پېنځه  کاله مخکې د جناب داکتر اشرف غنې ته په لندن کې د غرمې ډوډی کې په ناسته کې پرې تأکید درلود چې د تخنیکی معاذیرو له کبله په تأسف سره  د هغو تحقق رد  کړای شو.

د جناب حکمتیار د بحث د افغانستان د دیموکراسۍ د نورو نیمګړتیاو په هکله وه.

هو زما اوږدې لیکنې چې دیموکراسي اود آزاد اقتصاد بازار د قانون د حاکمیت نه پرته  مردود  او رټلو  دی مفصل تفاصل لري.

آزاد بازار د رقابت د توان د وجود نه پرته، د ښو او مدرنو قوانینو له وجوده پرته او د مافیایی حاکمیت په وجود کې،  مردود دی. دا یو څوپلونه او پُلچکونو باندې آزاد بازار خلاصه کول د منلو نه دی.   په دې برخو او په دې برخه  ډېر مفصله مطالب  او مستندات وړاندې شوي او مطبوعاتو کې شته.

زما په آند د مشکل  ویل او دحل درستې لارې او طرحې دواړه باید د بحث وړ مرکزی خبرې شي. مونږ ډېر ځلي مشکل، کړکېچ  او معضل وایو اما د حل په لارو لږ متمرکز کیږو او یا هغه د حل لار نهایي بلو چې خپله موخوښیږي او د بحث فرصت او یا اوریدو علاقه نه شته. دا د کار ستره نقیصه ده.

هو دیموکراسي او دخلکو حاکمیت د تحقق لپاره  افغانستان او ورته هېوادو کې کار سترې نیمګړتیاوی لري.  هو د کار واک د بل په لاس او بل یې تمویلوي او هغه هماغه غواړي چه هغوی یې اداره او استقامت ورکول په لاس کې ولري. زه چا سره د دښمنۍ  او تقابل تشویق نه کوم. زما هڅه د افغان ولس ګټې، منافع او مصالح د نورو د منافعو او مشروعو مصالح سره داسې مطابقت ورکول دي چې د تقابل په صورت کې هرافغان د افغانستان او افغان ولس منافع او ګټو ته اولویت ورکړي. دا یواځې په نیکه اراده او مَلِکۍ هم نه کیږي. دا په پوهه، تجربه، علمیت، درایت، تعهد، شجاعت او سرښندنه  کیږي او سرښندنه غواړي.  هو دا ممکنه ده خو قرباني هم غواړي.

هیڅ کس او هیڅ شخص او رهبر جامع الکمالات نشي کیدای او نه شته. خلکو او دانشمندانو او علماو ته پوره غوږ ايښودل او خپل ځآن کې د حق او درستې لارې د تفکیک ملکه قوي کوي او په دې لار کې د خیر او عالمو، متعهدو انسانانو ته سیستم او  لارې برابرول او ملاتړ کول، چې بیا خپله ملاتړ شي، هغه مسایل او تدابیر دي چې همیشه باید په نظر کې ونیول شي او ورته کار وشي.

د حزب اسلامي  او جمعیت اسلامی او یا هر ګوند او سازمان نږدې والی چې د ګټو پر بنیاد ولاړ وي او هلته ګټې  د ملت او اسلام ګټې وي، دحق او  انسانیت ګټې وي، مونږ يې ملاتړ کوو. په یقین چې دا تصامیم ډېر سخت او د څو جانبو لرونکي تصامیم دي خو شهامت او جرئت او سالم جرئت او شهامت په کار دی.

هو ملت او د ملت موقف ددغه او یا هغه حزب، سیاسی شخص او حاکمیت سره د هغو د  برنامو او مواضعو پر بنیاد ولاړ دي. که دا برنامو او مواضعو کې تغییر راشي چې ملت هغه ته خیانت ته کښته کیدل وي او به هر قیمت د ځان مطرح کول وي، نو ملت به داسې حرکات و غندي او داسې کسان به مخ تورن پاتې شي. ملت معمولاُ په حاکمو احزابو ډېر نیوکې لري او ډېر شیان شته چې دغه حاکم احزاب یې باید جواب ووایي او مسؤولیت به غاړه واخلي.

د وطن د سیاسی تشکیلاتو او اساسی قانون د تغیر او بهترولو په هکله مشخصې طرحې لرم چې نمونه يې وړاندې کوم.

د افغانستان په شرایطو کې د اوس لپاره ریاستي نظام مؤثر او بهتر نظام دی د افغانستان د تجزیې مخنیوی کوي. زه په دې باور ېم چې د قانون د حاکمیت ساختارونه باید تقویت شي، امنیتی ادارې باید مسلکی او غیر سیاسي او تقویت شي. خو د انتخابات برخه کې پارلماني انتخابات او ټاکنو  کې د افغانستان وکیلان  او بیا دغه وکیلان په خاص میکانیزم د افغانستان جمهور رئیس انتخاب کړي.  دغه  د پارلمان جمهور رئیس د هغه حزب او سازمان مشر چې شوراء کې اکثریت لري د صدراعظم په توګه شورا ء ته معرفي کړي او د شوراء څخه رایه ترلاسه کړي. د په مجموعي ډول او انفرادي ډول کېدای شي. په پارلمان کې د مثبت دیسکرمینیشن پر بنیاد د افغانستان د وضعې په نظرکې نیولو سره د هر هغه سیاسي حزب چې پارلمان کې یې مثلا لس راېی ګټلې وی کولای شي یوه ښځینه وکیله  دغه ګوند انتصاب کړي. یعنې د پارلمان ۲۵ فیصده باید  پارلمان کې د هغه احزابو لخوا انتصاب شي چې  معینې رایې یې له ملته ګټلې وي.    دا بحث نور جزییات هم لري خو د  مستقیمو ټاکنو شمېر او مصارف زیاد  دي چې په دې توګه د ریاست جمهوری انتخابات په  پارلماني انتخاباتو  کې مدغم شي.

د ولایتي اداره له مېنځه وړل او د ولایتي ادارو صلاحیتونه مرکز او ولسوالیو ته کښته کول هغه بل بحث دی چې هم باید مطرح کړای شي.

د افغانستان په داخلی چارو کې د ایران او پاکستان ناخواله او جنایتکارانه مداخلې د منلو وړ نه دي او د جناب حکمتیار صیبب په تأکیداتو او تحلیل کې یواځې ایران ته ګوته ونیول شوه.

باور لرو چې د افغانستان سیاسی ستیج د پخیدو خواته روان دی او سیاسي احزاب او مشران به ددې ۲۰۰-۳۰۰ احزابو او سازمانو پر ځای ۵-۹ حزبو او سازمانو شمېر ته راغونډیږي او د برنامې،  وطن او ملت ته د خدمت پر اصل او د اسلام او عقیدې د خدمت په اصل راټولیږي او خپل رسالت به اداء کوي. دا کال له پاسته نه شي تحمیلېدای او  نه تحمیلیږي. دا کار باید د حاکمیت د تشویقي بستو او تدابیرو سره یو ځای خپله دا احزاب له کښته پیل کړي.

پای

۱)

Diaspora:د یو ملت سترې کُتلې او منورین چې بهر کې مېشته دي او د خپل وطن او اصل په باره کې فکر او مرسته کول غواړي. (بالمفهوم او هدفمنده ترجمه، تفسیر او تعریف).