کور / خبرتیا او پيغامونه / دښوونکي دورځي په مناسبت په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولني دمبارکي پيغام

دښوونکي دورځي په مناسبت په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولني دمبارکي پيغام

ښونکې ورځ دي مبارک !

فرخنده باد روز معلم !

د ښوونکي نړېوال ورځ دي دنړۍ اغلو اوښاغلو قدرمنو ښوونکوته مبارک وي!

د ښوونکي نړېوال ورځ  چې هرکال داکتوبر پر پنځمه  په نړيواله  کچه لمانځل کيږي دهيواد اونړی ټولواو سنيواوپخوا نيوښوونکو ته دزړه له کومي بارکي وايو .

پدې باوريم هرهغه انسان چې قلم اوکتاب ته لاس ور وړاي سي دادښونکی دبې ساري زياراوزحمت  نه هېريونکی برکت دي .

همدا اوس موږ ټول دسرپه سترگو ورته گوروچې زموږ دهيواد ټول ښوونکی دژوندله کومو ستونزو،کړاونو اواقتصادي ناخوالوسره لاس اوگريوان دي،خوبياهم دژوندپه سختو شرايطوکي دخپل هيواد راتلونکی اوجگړه ځپلي  نسل روزي .

ښوونکى غواړي په خپله پوهه دټولې نړۍ اولادونه سالم وروزي  اوهغوي دټولنيز ژوند دبرياودتروروستيوکچو ورسوي.

ښوونکی ټولنې ته هغه روزل شوي اولادونه وړاندې کوي، کوم چې په راتلونکې کې د يوه هيواد ټولي سياسي ،ټولنيزي او اقتصادي  چاري سمبالوي .

دښوونکی د لار ښوونې له برکته ماشوم ته هر ډول برياليتوبونه ورپه برخه کېږي، دځمکې څخه تر اسمانه په هوا کې تگ اوراتگ  دا د معلم د سالمې روزني برکت دی .

د ښوونکی له  درناوي سره زمونږ د ټولنې راتلونکي  پرمختګ تړلی ، اوس چي ورته گورو که د ښونکي مقام  هرڅو مره وستايل شي اويا یې تشريفاتي يادونه وشي بيا به هم د ښوونکي حق نشو اداکولاوى .

موږ لوستونکي ټول  دښونکی ديوشاگردپه توگه پرموږ دښوونکی احترام اودرناوي فرض بولم اوددې فريضې د اداکولو لپاره بايد دټولوعملي امکاناتونه په عام ډول استفاده وسئ،ترڅوزموږ ښوونکی ددټولنيزدرناوی اوددولتی چارکو لخوادمالي اومادي حمايي دپاملرنې وړ وگرځي .

دهيوادغېرتی ښوونکو! يوځل بياتاسومقدسوشخصيتونوته ددرناوي په توگه په سرټيټولوسره ددې  مبارکي ورځې له امله دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيلې وړاندي کوم .

د ښوونکی درناوی هغه وخت جوتيږي، چې په ټولنه کې د هغه  ددرناوي لپاره په دولتي اوټولنيزه کچه عملي  کاروسي .

وړانديز مو دادی چې موږبايد په عمل کي د ښوونکي  مقام ته درناوى ولرو، ځکه دښوونکی درناوی زمونږ د آبدي ژوند يوه لويه سرمايه اوتاريخي پانگونه ده .

په سويډن کي ددوستی فرهنگي ټولنې دمشرتابه په استازيتوب  حبيب الله غمخور