کور / سياسي / ټاکني او ناندرۍ یې

ټاکني او ناندرۍ یې

لیکنه: حافظ احمد نصرت

په ولسواکو نظامونو کي ټاکني یو اصل دی او ددې اصل له مخي حکومتونه او نظامونه جوړیږي خو په افغانستان کي لا تر اوسه پوري یو شمیر خلک دټاکنو په اصلي مفهوم نه پوهیږي.

پوهانو ټاکني په بيلابيلو ډولونو تعريف کړي دي چي ترټولواساسي اوعمده يې په لاندې ډول دي :

  • ټاکنې هغه عمليه ده چې په وسيله يى خلک منتخبو مقامونولکه ولسمشرۍ ، صدارت ، پارلمان اوداسى نوروته ، دکانديدانواوسياسى ګوندونو له منځه دخپل نظر وړاستازي غوره کوي.
  • په ټولنه کي دعمومي رايو له لاري ديوه منصب اومسؤليت دنيولو له پاره داشخاصو دغوره کولو رسمي بهير دى.
  • ټاکني اجرااتو (عملياتو ) هغه ټولګه ده چي دمشرانو دټاکلو اود څارونکيو دتعينولوله پاره دقدرت دڅاراومهارولو له پاره کارول کيږي .
  • ټاکني دسياسي اواداري موسسو اواجرايوي اوتقنيني چارواکو دټاکلو په وخت کي دخلکو دارادې اداره کول اوتامينول دي
  • داهغه حقوقي عمليه ده چې په وسيله يې خلک دخپلو استازيو په ټاکلو سره د خپلې ټولني په سياسي اداره کي برخه اخلي.
  • زما په اند ټاکني هغه بهیر او پروسه ده چې په مټ یې یو کس واک ته رسیږي او یو مسولیت ورته تر غاړه کیږي.

که څه هم چي پورتني تعريفونه دژبي له پلوه توپير لري ، خوټول يې په خپل ماهيت کي ګډ جهتونه سره لري چې هغه عبارت دي : په سياسي پريکړو کې دخلکو دآزادې ارادې دڅرګندولو له لاري،برخه اخيستنه اومنتخبًو مقامونواوارګانونو لکه دولسمشر، لومړي وزير ملي شورا، دولايتي شورا او دولسوالۍ

اوښاري شورا ګانو ته دغړيو اوداسي نورو ټاکلوته مشروعيت ورکول دي.

دغه تعريفونه نه يوازي يوه سياسي نظام ته دمشروعيت ورکولو له پاره يوميکانيزم لري ، بلکه ټولنيزاواقتصادي عدالت اويوه مسؤل حکومت ته درسيدو ترټولو اغيزمنه وسيله هم ده .

ځکه نوپه هغه هيوادونوکې چې ولسواک نظامونه لري ټاکني دچارواکو اوارګانونو په غوره کولو کې يوه منل سوې لاره ده اوهروخت ور څخه دحاکم هيات دبدلولو له پاره کاراخستل کيږي .

کله چي له ولسواکۍ نه خبرې کيږي ټاکني اودهغوډول ډول سيسټمونه دخلکو په فکر کې ګرځي، په عامه توګه ولسواکۍ هغه  حکومت دی چي په هغه کې سياسي مشران دآزادواو عادلانه ټاکنو له لارې دحکومت کولو مقام ته چي په حقيقت کي دخدمت کولو معنى لري رسيدلي وي له آزادو اوعادلانه ټاکنو پرته په ټولنه کې دولسواکۍ پلي کيدل ناشونې ده او دا دواړه يو د بل لازم اوملزوم دي

ټاکنو هم دنورو ټولنيزو اوسياسي پديدو په څير دتاريخ په اوږدو کې په تدريجي توګه لار وهلي اوخپل اوسني مفهوم ته رسيدلي دي چي دامريکا په متحده ايالتونو اونورو هيوادونوکې دپارلمان داستازيو اونورو انتخابي چارواکو دټاکلو له پاره وکارول سوې زموږ په هيواد کي آزادې اوعادلانه ټاکني ديوازيني اصل په توګه دولسمشر ،دملي شورا داستازيو ، دولايتي اودولسوالۍ شوراګانو دغړيو اوښاروالانو دټاکلو له پاره منل سوې دي .

دافغانستان داسلامي جمهوريت داساسي قانون په (٨٣)ماده کې راغلي دي ( دټاکنو په قانون کې بايد هغه تدابير ونيول سي چي ټاکنيز نظام ، دټول هيواد د خلکو له پاره عمومي اوعادلانه استازيتوب تامين کړي )د اساسي قانون دغه حکم څرګندوي چي دافغانستان اسلامي جمهوريت ټاکنو او ټاکنيز نظام ته

ډير ارزښت ورکوي اوهڅه کوي چې له ټولو اسانتياوو څخه په ګټه اخيستوسره دټاکنو بهير له کوم سياسي ، قومي ، ژبنيز، مذهبي او سمتي

توپير اوهمدارنګه له ټولنيزموقف اوداسي نورو پرته ترسره سي اوخلک په ټولو ملي او محلي  پريکړو په فعاله توګه ونډه ولري.

دا چي په افغانستان کي دټاکنو پروسه او سیستم ډیر نوی هم نه دی بلکی افغانان تر ډیره برید له دې سیستم او پروسي سره اشنا سوی ولي له لکه څنګه چي اړتیا ده هم هغه ډول موږ په ټاکنو نه پوهیږو دبیلګي په توګه د ولسي جرګي او ولایتي شوراګانو نوماندانو مو تر ولسمشر لوي او غټي ژمني ولس ته ورکوي.

دا چي دیو شمیر افغانانو سیاسي شعور سطحه ډیر ټیټه ده نو په دې خاطر په ټاکنه کي ژر تیروتنه کوي داچي اوس مهال دپارلماني ټاکنو ټاکنیز کمپاینونه خورا په کش کي دي او هر نوماند دلویو اوپراخو غونډو په جوړولو ولس ته هر ډول وعدي ورکوي او پارلمان ته دتللو  خوبونه ویني ولي کله چي بریالي سي بیا ډیر شناخته خلک هم نه پيژني.

پارلمان په هر هیواد کي تر ټولو مهم او ارزښتمن اورګان دی باید سالم او دملي فکر لرونکي کسان ورته بریالي سي زه دیو ځوان په توګه دخپلو خلکو او مشرانو څخه په ډير درنښت غوښتنه کوم ترڅو دهیواد مهم اورګان مقننه قوای ته داسي کسان ولیږي ترڅو دافغانستان ویاړ واوسي دهیواد دقوانینو په توشیح او تصویب،دحکومت دکړونو سم نظارت او په کابینه کي وړ او لایق اشخاصو ته د وزیر په توګه رایه ورکړي، کمیشنکار ونه اوسي او دخلکو په رایه لوبي ونه کړي تیر دوه ځلي دپارلمان نوماندان به درته ازمایل سوي وي هیله ده سمه ټاکنه وکړي او هیواد په ښه راتلوونکي کي خپل رول ادا کړي دځینو په تشو ژمنو،پیسو او غونډو غلط نه سي په پارلماني ټاکنو کي په هر ولایت کي لسګونو کسانو ځانونه نوماند کړي له مینځه یې وړ او لایقو کسانو ته رایه ورکړي، ستاسو رایه ستاسو راتلوونکي دی ستاسو ښه ټاکنه د یو ښه راتلوونکي پر لور دبریا هیلي ژوندي کوي.

په درنښت

حافظ احمد نصرت

لښکرګاه

۱۳۹۷/تله/۱۵/