کور / #PTM / پ ټ ایم او ښکاره وړاندیزونه! 

پ ټ ایم او ښکاره وړاندیزونه! 

ليکنه: ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صلاح الدین سعیدي 
پښتون تحفظ موومنټ ( پ ت م) چې د پښتون ژغورنې ستره جبهه او حرکت دی. تقریباً لس میاشتې  پخوا د شهید نقیب مسید په شهادت قوت واخیست. دا ملي حرکت د پېنځو خواستو او مطالبو عَلَم بردار او ددې سیمې د افغان او مظلوم اولس مخکښ او ستره جبهه شوه او منظور پښتون قوي، ځواکمن او مدبر سیاست سره میلیونونه انسانان مبارزې او همغږي ته د پنجابي ، پاکستان ریاست پرضد بسیج شول او ستر شور او قوت شو او دی.
پنجابي ریاست هم بیده نه وه او په تمام قوت یې داخل او بهر کې، د پ ټ ام له داخله او بهر نه د مشکلاتو او ستونځو سره مواجه کړ او دا پروسه لا ادامه لري.
زمونږ د جهالت، خود خواهۍ ، شهرت طلبۍ تر څنګ د پ ټ م په داخل کې د ای اس ای د بریګدرانو او کر نیلانو حضور او د پ ټ م د هایجک هڅې او تحقق د هېواد په داخل او بهر کې او له هغې جملې انګلستان کې مستند وجود لري.
‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي داسې ښکاري زمونږ د طرحو او وړاندیزونو د اوریدو مرجع نه شته او مونږ هسې بې هدفه او بې موخې او ځای پر ځای پارو وهو. دا کشتۍ او دا موتور باید په حرکت راشي او خپل استقامت پيدا کړي.
مونږ نباید څوک د پنجاب د موخو لپاره  استعمال کړي او نشي کولای.
نو دادی بیا تکراراً وړاندیزونه کوم که څوک یې اوري نو لطفاً د رسیدو، موافق  او یا مخالف نظر راکړئ او زما وړاندیزونه بشپړ کړئ او داتأریخي فرصت بیا له لاسه مه ورکوئ.
١/ د پ ټ م اصطلاحات باید پښتو او دا پښتو اصطلاحات باید په کړنلاره او کاري اوصولو کې وکارول شي.
دا د پښتون ژغورنې غورځنګ باید اول خپله ژبه خپله وژغوري. دا د کور کمیټې او داسې نور اصطلاحات باید مروج پښتو شي.
٢/ د ټاکنو او تشكيل سازۍ اصول او قواعد باید روښانه شي.
٣/ مونږ څوک یو او څه غواړو؟ دا روښانه هم دي خو باید ولیکل شي او عام کړای شي.
د پ ټ م په چوکات کې د میشته هېوادو د قوانینو نقض نه غواړو او د پ ټ ایم کوم حاکمیت جوړول هم نه غواړو. نو دا اصول، موخې او اهداف چې تر ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډېره حده ښکاره دي باید ولیکل شي.
په دې برخه کې د پ ټ ایم نه پوره شناخت شته او د هغه پرمشکلاتو او ستونځو  خبر یو او دې کې مشکل نه وینو چې دا اسناد له لاندې نه پاس لاړ شي او یا له پاسه لاندې او په تدریج د راتلونکو ټاکنو نه د مخه نهایي کړای شي.
مونږ مرستې او د رسالت اداء ته آماده یو. او دا زه یواځې نه، بلکې سلهاو د توان خاوندان ددې کار د تنظيم لپاره آماده او تیار دي.

زما په شناخت پ ټ ایم یوه ستره جبهه ده او دې سترې جبهې کې افراد انفرادي او د یو حزب په توګه عضویت لرلای شي. دا کسان او احزاب به خپل هویت لري چې لري. خپل هویت او خپل ګوندي کړنلارې به لري، خو د پ ټ ایم په چوکاټ کې به د مشخصو اهدافو او ځانګړو موخو لپاره په توافق شوو اصولو کار او د تطبېق تعهد کوي او دا پوره پوره ممکنه ده.
مونږ د هغو ورنو او خویندو په مخکښۍ باور لرو چې هلته د پنجاب اور بل او ظلم ښکاره او مستقیم جاري دی.
په همدغه فهم او د همدې وړاندیزو د عملي کولو لپاره دا لیکنه وړاندې کوم.
زمان په سرعت روان دی او د ضایع‌کولو لپاره وخت نه شته.
۱۴/۱۰/۲۰۱۸
‌‌‌‌‌‌ډاکټر صلاح الدین سعیدي
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸