کور / تازه خبرونه / دناټو ځواکونو قوماندان: ايران دافغان دولت مخالفينو ته وسلې ورکوي

دناټو ځواکونو قوماندان: ايران دافغان دولت مخالفينو ته وسلې ورکوي

په افغانستان کې دناټو ځواکونو يوه لوړ پوړي چارواکي ديوې خبري ناستې په ترڅ کې ايران تورن کړ چې دافغان دولت مخالفنيوته وسلې ورکوي .


په افغانستان کې دناټو ځواکونو عمومي قوماندان سترجنرال ډان ک .مکنيل (DAN K.MCNEILL ) دتلې په ٢٦مه،په کابل کې خبري ناستې ته وويل چې  ددوى ځواکونو څه موده وړاندې په هرات کې دوسلو اومهماتو يو کاروان نيولى و چې پکې بار وسلې ايرانۍ ښکارېدې .


له بلې خوا دايران دبهرنيو چارو دوزارت اقتصادي مرستيال شيخ عطار هم په همدې ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته ويناوکړه او وويې ويل چې هېواد يې دافغانستان په نااراميو کې هېڅ لاس نه لري .


نوموړي په داسې حال کې چې په ښکاره يې دناټو ځواکونو دقوماندان ننۍ  خبرې ته اشاره کوله زياته کړه چې افغانستان ته يې هېڅ ډول وسلې نه دي استولې.


ديادونې وړ ده چې دا لومړى ځل نه دى چې په ايران باندې دافغان دولت مخالفينو ته وسلو ورکولو او يا له هغوى سره دمرستې کولو تورونه لګېږي  خو دايران دولت تل داسې تورنه رد کړي دي .


سوما