کور / z_buitenland_news -- 5 / نن په اسټرليا کې ټولټاکني ترسره کيږي

نن په اسټرليا کې ټولټاکني ترسره کيږي

 
نن  ( د شنې ورځ)  په اسټرليا کې  ټولټاکني کيږي . د اسټرليا معتبروورځپاڼو ددې ټولټاکنوپر بهير باندي  لا مخ د وړاندي نظر ښودلی او د کارګر ګوند د مشر کوين راډ د احتمالي بري څخه يې ملاتړ کړی دی  .
په اسټرليا کې د ټولټاکنو دپاره يوه ورځ مخکې د نظر سنجيود راټولولو بهير ښودلې او اټکل يې کړی دی چې داسټرليا د برحاله  صدراعظم  جان هاورډ چې د اسټرليا د ليبرال ګوند مشر دی،نوموړی به دخپل سيال  د کارګر ګوند د مشر کوين راډ  په مقابل کې  ماتي و خوري .
د  سيدني ماړنينګ هيرالډ ورځپاڼي ليکلي دي چې د نظر سنجيو اکثريت د کوين راډ د بری غوښتنه کوي . دغي ورځپاڼي دخپلي اصلي صفحې پر مخ ليکلي دي چې : جان هاورډ ويوې معجزې ته اړ دی .
د “اسټرالين ” ورځپاڼه چې د اسټرليا ملي ورځپاڼه ده د۱۹۷۲ را هيسي يې د لومړي ځل دپاره دکارګر ګوند څخه ملاتړ کړ ی دی.
په سيدني کې د “ډيلي ټيلګراف” ورځپاڼه چې په خورا لوړ تيراژ سره خپريږي د لسو کلو په جريان کې يې د لومړي ځل لپاره  د کارګر ګوند څخه  ملاتړ کړی دی  .
خو دبلي خوا بيا په ملبورن کې د هيرالډ ــ سن  ورځپاڼي چې د اسټرليا د مشهورو ورځپاڼو څخه شمېرل کيږي  دجان هاورډ څخه ملاتړ کوي .