کور / د ډيورنډ کرښه / په بلوچستان کي بلوڅ بېلتونپالو ګڼ پاکستاني پوځيان وژلي دي

په بلوچستان کي بلوڅ بېلتونپالو ګڼ پاکستاني پوځيان وژلي دي

د ډيورنډ کرښي پوري غاړه بلوچستان کي بلوڅ بېلتونپالو جنګياليو پر پاکستاني پوځيانو ګڼ بريدونه کړي دي او په لسګونو پاکستاني پوځيان ئې وژلي دي.

بريد د بلوچستان د مچ ښار ته څېرمه د اورګاډي پر پټلۍ وسو، کله چي پاکستاني ځواکونه د پيښې ځای ته ورسېدل، د بلوڅ جنګياليو له لوري ورباندي چاودنه وسول چي ګڼ پوځيان ئې ووژل او په زيات شمېر نور ئې ژوبل کړه.

د چاودني سره هممهاله پر پوځيانو ډزي سوي او د بريد په پايله کي ډېر پاکستاني پوځيان وژل سوي دي.

د عينو شاهدانو له خولې چي په دې بريد کي ئې د ۱۳ پاکستاني پوځيانو مړي لېدلي او تر ۲۰ زيات پوځيان ژوبل سوه.

د سيمي خلګ وايي، چي د چاودني ږغ ئې تر ليري ځايونو پوري اورېدلی دی او په سيمه کي ئې د پاکستاني پوځيانو ګاډي ولېدل چي سوځېدلي وه.