کور / خبرتیا او پيغامونه / د ولسمشر محمد اشرف غني له پاملرني او همکارۍ د منني پيغام

د ولسمشر محمد اشرف غني له پاملرني او همکارۍ د منني پيغام

دافغانانو د غم شريکۍ او خواخوږۍ د کلتور مطابق زه د محترم ريس جمهور څخه مننه کوم چي زما همسنګره او نژدې ملګري ستر جنرال شهيد عبدالرازق خان ته يې د خپلواکۍ ملي اتل لقب ورکړ.

په کابل او کندهار کي د دوو سړکانو او دپوليسو اکاډمي ور پر نامه کولو، تادين خان ته د تورن جنرالۍ د رتبې منظوري او د کندهار د امنيې قومندان په حيث يې ګمارنه او دکندهار امنيت ته د اوليت حق ورکولو ژمني ددې څرګندونه کوي چي ولسمشر د جنوب غرب حوزې په خاص ډول د کندهار سياسي او ستراتيژيک موقعيت او مقام ته ارزښت ورکوي او د ولس د استازو او مشرانو خبري ته د قدر په سترګه ګوري.

زه د محترم ريس جمهور محمداشرف غني ددې ژمنو د ژر تر ژره عملي کيدو په هيله له نوموړي څخه د زړه له کومي مننه کوم.

دا دجنوب غرب حوزې د ټولو شهيدانو و کورنيو ته يو ښه زيری دی او هغوی ته څرګنده سوه چي د بچيو قرباني يې له نظره نه غورځول کيږي او اوس به خپل ننګيالي بچي نور هم د انګريزانو او نورو پټو او ښکاره ورانکارو د استخباراتي جګړې پر ضد ددوی د ګوډاګيانو او پاکستان د تروريست دولت او پوځ د افغان دښمنه جګړې لومړۍ کرښي ته د خپل هيواد د دفاع لپاره وهڅوي چي نور مو هيواد له تورتمونو او ناورين څخه په امان اوسي.

موږ په خپلو غيرتمنو سرتيرو او اتلو شهيدانو وياړو او په پای کي يو وار بيا د محترم ولسمشر له پاملرني څخه مننه کوم.

په احترام

جنرال حمدالله نازک

د ډنډ ولسوالۍ پخوانۍ ولسوال او په زابل و هلمند کي د ملي امنيت پخوانی ريس