کور / تازه خبرونه / طالبانو ومنله چي د ماسکو غونډه کي ګډون کوي

طالبانو ومنله چي د ماسکو غونډه کي ګډون کوي

لراوبر ټکی کام

تر دوه ځلي ناکامو هڅو وروسته اوس په دريم وار د روان میلادي کال د نومبر د میاشتې په (۹) مه نیټه د روسيې هیواد د مسکوپه ښار کې د افغانستان په اړه یو کنفرانس جوړیږي چي دا ځل ښايي د طالبان او د افغان دولت استازي دواړه ګډون پکښي وکړي.

طالبان وايي”په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت سیاسي دفتر ته هم بلنه رسیدلې او منل شوې ده”

طالبانو په دې اړه اعلاميه کي زياته کړيده چي: “په یاده غونډه کې به د اسلامي امارت د سیاسي دفتر یو لوړ پوړی هېئت ګډون کوي؛ خو یوه خبره وضاحت ته اړتیا لري، هغه دا چې دغه کنفرانس له کوم جهت سره د مذاکراتو کنفرانس نه دی، بلکې په دغه کنفرانس کې به څيړنیز او هر اړخیز بحث کيږي چې څرنګه د افغانستان مسئله له سوله ایزې لاری حل او امریکايي اشغال پای ته ورسیږي”.

دوی وايي:” په دې اړه به بیلابیل جهتونه او اشخاص خپل، خپل نظریات او دریځونه بیانوي، د اسلامي امارت استازي به هم د امریکايي اشغال د پای ته رسیدو په ګډون د مسئلې په ټولو اړخونو او همدا شان ګران هیواد او سیمې ته د امن او ټيکاو راګرځیدو په اړه به خپل نظر او دريځ ګډونوالوته واوروي.

افغان دولت تر اوسه پوري د طالبانو د ګډون د شرطونو په اړه غبرګون نه دی ښوولی خو عام افغانان که څه هم د څلورو لسيزو جګړو د يوه مهيم عامل په توګه د ماسکو او روسيې د نومونو اوريدلو سره حساس دي خو بيا هم د سولي په موخه د طالبانو او دولت مخامخ خبرو ته خوشبين ښکاري.

#سوله #طالبان #ماسکو #روسيه