کور / راپور / پاکستاني چارواکو د (تحريک لبيک يارسول الله) مشر نيولی دی

پاکستاني چارواکو د (تحريک لبيک يارسول الله) مشر نيولی دی

پاکستان د تحريک لبيک يارسول الله مشر خادم حسين رضوي نيولی او نامالوم ځای ته ئې لېږدولی دی.

د تحريک لبيک يارسول الله په نامه ګوند دپاکستان يو مذهبي ګوند دی چي په دې وروستيو کي ئې په پلازمېنه اسلام اباد او ځينو نورو ښارونو کي لاريونونه وکړل.

دغه ګوند هغه وخت لاريونونه راپيل کړه چي د پاکستان ستري محکمې اسلام ته د سپکاوي په تور نېول سوې مېرمن آسيه بي بي ته برائت ورکړ او هغه ئې بې ګناه وپېژندل.

پر آسيې بي بي تور وو چي ګڼي اسلام ته ئې سپکاوی کړی دی. مېرمن آسيه په ۲۰۱۰ کال کي ونيول سوه او ځينو محکمو ورته د مرګ سزا واورل خو ستري محکمې هغه بې ګناه وبلل او له بنده ئې ازاده کړه.

د ستري محکمې د دغه پرېکړي په غبرګون کي د (تحريک لبيک يارسول الله) پلويان لارو کوڅو ته راووتل او د پاکستان د پوځ او دولت پر ضد ئې شعارونه ورکول. لاريونيانو د پوځ د مشر او عمران خان د کفر شعارونه هم ورکول.

د څو ورځو لاريونونو وروسته د حکومت او د تحريک لبيک د مشرانو ترمنځ پر دې موافقه وسوه چي حکومت به آسيې بي بي ته له پاکستان څخه د وتلو اجازه نه ورکوي او په مقابل کي به تحريک لبيک خپل لاريونونه پای ته رسوي.

خو وروسته آسيه بي بي له پاکستان څخه ايټاليا ته ورسېده او هلته ئې د عيسوي پاپ سره ګډ انځورونه واخيستل. د آسيې بي بي ايټاليا ته رسېدل د تحريک لبيک ګوند مشران په غوسه کړه او پاکستان حکومت ئې په دې تورن کړ چي پر خپله ژمنه ورسره پاتي نه سو.

تمه وه چي سبا يکشنبه د ( تحريک لبيک يارسول الله) ګوند په پلازمېنه اسلام اباد کي يوه ستره احتجاجيه غونډه وکړي او د حکومت د پرېکړي او په پر ژمنه نه  ختلو پر وړاندي خپل اواز اوچت کړي، خو د حکومت له لوري د ګوند د مشر خادم حسين رضوي نيول کېدل دا ښيي چي د پاکستان حکومت نه غواړي چي اولس ئې خپل اواز اوچت کړي او خپلو غوښتنو ته انعکاس ورکړي.