کور / هراړخیز / علي‌پور، ایران او د سني علما‌وو شهادت

علي‌پور، ایران او د سني علما‌وو شهادت

علي پور مشهور په قومندان شمشیر د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې څه باندې درې کاله مخکې د کوچیانو او هزارګانو له اخ او ډوب وروسته یې یوه غیر مسوله وسلواله ډله جوړه کړه. دده د خبرو په اساس پاکستاني طالبان د کوچیانو په جامه کې راځي او سیمې لاندې کوي او خلک وژني، او دی زیاتوي چې زه د دولت ملاتړی یم او د خپلو خلکو دفاع کوم، خو حکومت بیا وايي چې علي پور د عامه خلکو په ځورونه تورن دی.

پوښتنه دلته پيدا کیږي چې طالبان خو یوازې په تیرو دریو کلونو کې نه دي پيدا شوي بلکې اتلس کاله کیږي چې په سیمه کې فعال دی او افغانان وژني، ولې یو څوک په اخرو تیرو دریو کلونو کې وسلې ته لاس کړي؟ په داسې حال کې چې د طالبانو او هزارګانو تر منځ دا تړون هم شوی وي، چې موږ به یو پر بل کار نه لرو.

د علي پور ملاتړ په لمړیو کې یوازې د آیت الله واعظزاده بهسودی لخوا کیدو. واعظزاده بهسودی په کابل کې د حوزه علمیه دارالمعارف اهل البیت موسس دی. هغه نه یوازې مذهبي اړخ کې تبصرې کوي، بلکې سیاست کې هم غږیږي، یوه ورځ یې ویلي و چې امام خمیني اسلام ته دوباره ژوند ورکړ، بل ځل یې فرمایلي و چې د ایران اسلامي نظام په جهان کې د اسلام ابرو او عزت دی، دا ویډيو یې هم مشهوره ده چې د شهید مزاري سره مینه ددې ملت په وینه کې ده، یا هم دا چې په ډېر نږدې کې به د امام مهدي اخرزمان واکمني ووینو. ده په قم کې زده کړې کړېدي. پلار یې سید محمد سرور واعظ بهسودي، له نجف نه د اجتهاد سند درلود چې د نورمحمد ترکي په واکمنۍ کې مړ او ژوندی ورک شو.

له علي پور د بهسودي ملاتړ هغه شکونه ذهن ته راولي چې د فاطمیون مشری په افغانستان کې ورته سپارل کیږي یا سپارل شوې ده.

فاطمیون ډله نیمه وسلواله ډله ده چې د افغاستان له شعیه ګاڼو جوړه شوې او د سپاه قدس د افغانستان څانګه بلل کیږي. سپاه قدس بیا د سپاه پاسداران له پنځو څانګو ده. چې له ایران بهر عملیات تر سره کوي او د مسلمانانو یا شعیه ګانو له مقدساتو دفاع کوي.

ددې ډلې مشر عليرضا توسلي چې په ابو حامد باندې مشهور و، څلور کاله وړاندې په سوریه کې ووژل شو او په مشهد کې خښ دی.

دوه لوڼې او یو زوی ترې پاتې شول. دی د ایران او عراق په جنګ کې هم جنګیدلی و، د افغانستان په کورنیو جګړو کې هم جنګیده او د احمدشاه مسعود سره یې نږدې اړیکې درلودې. له دوه زره لمړي وروسته کابل کې اوسیده او ایران ته یې تګ راتګ کاوه او په اخرو ایران ته لاړ او له هغه ځایه یې سوریې ته او هلته یې د یوې ډ‌لګۍ مشري کوله.

له واعظزاده وروسته یې محقق، ناصري او نور هزاه توکمه ملاتړ کوي. د بامیان والي طاهر ظهیر الله وايي چې علي پور د ایران د سپاه پاسداران په ملاتړ غواړي فاطمیون ډله لکه د حزب الله لبنانۍ ډله غوندې کړي.

د بامیانو والي همدا رنګه احمد بهزاد، اکبری او د جنبش روشنايي غړي هم دده په ملاتړ تورنوي.

محمد محقق يې په غور کې یې د نیولو هڅه وغندله او عطا محمد نور هم غبرګون وښود .

د وخت د امنیت شورا مشاور حنیف اتمر هم د علي‌پور د نیولو په اړه ناخوښی وو چې داسې کړنې به سخت بد عواقب ولري، دا ډول کړنې پرته له دې چې د امنیت شورا کې پرې مشوره وشي تر سره کیږي.

ځينې شک کوي چې په غور کې د هرات له لارې له ایران مهمات راوړل شوي و چې قومندان علي پور ته وسپارل شی.

دا اوازې پخوا هم موجودې وې چې ایران غواړي د هرات، غور، بامیانو او میدان وردګو د بهسودو له لارې چې په دې سیمو کې هزارګان پراته دي تر کابل دشت برچي پورې لاره هواره کړي.

ویل کیږي چې په تیرو وروستیو کې د قومندان علي پور په مشرۍ د فاطمیون اویا کسیزه ډله کابل ته ننوتې ده چې په اورانوس هوټل کې په سني عالماو چاودنه او د افغانستان د عالمانو د شورا د رییس مولوي بصیر حقاني شهیدانول هم ددوی کار بلل کیږي.

دا چې ایران له دې کش مکش څه غواړي، د ایران امریکا، اسرائیلو او عربستان دوښمني او جګړه څومره دوام کوي، اوږدې خبرې دي، خو یوه خبره چې واضح کول یې په کار دي چې ایران له عراق، سعودي، اسرایلو، امریکا او عراق سره دښمني د شعیه‌ییزم په سر نه بلکې د تیلو د جګړې لپاره ده.

نذیراحمد نذير