کور / رسنۍ / په ويبپاڼو کي د خونديتوب نښه (https)بشپړه خوندي نه ده

په ويبپاڼو کي د خونديتوب نښه (https)بشپړه خوندي نه ده

د هايزه انلاين په نامه د ټکنالوجۍ المانۍ اداره وايي، د انټرنيټ کارکونکي بايد په هغه نښه ونه غولېږي چي د يوې ويبپاڼي د خونديتوب لپاره ځای پرځای سوې وي.

د خونديتابه دا نښه چي د ډېرو ويبپاڼو د ادرس چپه لوري ته د قلف په بڼه ښوودل کېږي، دا مانا ورکوي چي ګڼي دا ويبسايټ خوندي دی.

 خو د هايزه انلاين په نوم د ټکنالوجۍ اداره وايي، چي دا نښه په دې مانا ده چي د همدغه ويبسايټ او کارونکي ترمنځ مالومات په شفري بڼه لېږدول کېږي. په بل عبارت دا نښه ددې لپاره ده چي کتونکی وپوهېږي چي داخل سوي مالوماتو ته دريم شخص چي ( ترډ پارټي) ورته وايي لاسرسی نه لري، بلکي دريم شخص ته ددوی ترمنځ تبادله سوي مالومات د کوډونو يا شفرونو په بڼه مالومېږي او هغه استفاده نه سي ورڅخه کولای.

کارپوهان وايي، دا نښه په هغه ويباڼو کي هم کارول کېږي چي د درغلۍ او ټګۍ برګۍ لپاره جوړي سوي وي، نو ځکه پوره باور ورباندي نه دی پکار.

د المان د ټکنالوجي د خونديتوب کمېټه وايي، هغه ويبپاڼي چي په غير قانوني ډول مالومات راټولوي هم د دغه نښي ( https) څخه کار اخلي، ترڅو يو شخص په اسانه تېر باسي او د هغه مالوماتو ته لاسرسی پيدا کړي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چي په نامالومو ويبپاڼو کي د خپلو شخصي مالوماتو له خپرولو بايد ډډه وسي، ځکه ډېری ويبپاڼي د اصلي هغو پرځای غواړي له خلګو د هغوی شخصي مالومات، د بانک اکونټونه، د ټلفون شمېرې او نور مالومات ترلاسه کړي.

د جعلي ويبپاڼو د مالومولو لپاره بېلابېلي لاري سته، چي يوه ئې هم د مشهورو ويبپاڼو د نوم په لږ توپير سره بله جعلي پاڼه جوړه سوې وي او يا هم  د ويبپاڼي په پته او ادرس کي د اصلي ويبپاڼي د نوم ترڅنګ نمبرونه کارول سوي وي.

همداراز بايد په غيرباوري ويبپاڼو کي د پاسورډونو، کريډيټ کارټونو او نورو شخصي مالوماتو د داخلولو غوښتنه کېږي چي بايد د خپرولو څخه ئې په جدي توګه ډډه وسي.

کله کله د برېښناليک له لاري هم جعلي ويبپاڼو ته د داخلېدلو بلنه لېږل کېږي او هماغه ويبپاڼي ته د ننوتلو په صورت کي هککران پاسورډونو او شخصي مالوماتو ته لاسرسی پيدا کوي.

نو بايد هغه برېښناليکونه چي بې باوره وي او يا ئې د لېږلو سرچينه مالومه نه وي له لويه سره خلاص نه سي او له منځه يووړل سي.