کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پښتانه دې یې له محققه نه بلکې دمحقق له قومه زده کړي

پښتانه دې یې له محققه نه بلکې دمحقق له قومه زده کړي


 


ګران ورور امرخیل صاحب په خپله لیکنه کې ډیرو مهمو ټکو ته اشاره کړې وه ، دا موږ ټول ځوروي خو راځی داصلي علتونو ریښې پیدا کړو .  زه وایم پښتانه دې یې له نورو زده کړي. ولې؟


ځکه چې اول پښتون باید ځان په دې پوه کړي چې په څومره اوبو کې ولاړ دی؟  تاسې به هم راسره همغږي یاست چې پښتون په نړۍ کې یوازینی اکثریت قوم دی چې مظلوم دی . ولې؟ ځکه چې نه پوهیږي چې رښتیا هم مظلوم دی. موږ باید لومړی په دې پوه شو چې څه یو؟ پښتون همدا اوس په څو جبهو کې له خپله ځانه سره په جګړه بوخت دی . له ځانمرګو یې را واخله تر بیلابیلو کیڼو او راستو تنظیمونو او ګوندونو او حکومت پلوه کسانو پورې ټول یو دبل پرضد دي او یو بل وژني . اتفاق خو یوې خواته پریږده!!!


پښتون لالا لکه دعاشورا په ورځو کې شیعه خپل ټول قوت پر خپل ځان ختموي .


ما خپله توره دخپل ورور په زړه کړه ماته خدایه


چې دښمن راغی زه په دوه لاسه وم پاته خدایه


دډاکتر نجیب الله په وخت کې واکمن پښتانه په دې نه پوهیدل چې سره یوشي او خپلو خلکو ته توجه وکړي ، کله چې احمد شاه مسعود دوستم مزاري او دهیواد نورو دښمنانو ددوی پر ضد اتحاد وکړ او له چوکیو یې را واچول بیا پوه شول چې  : او هــــــو دا زموږ تر څنګ خو زموږ دښمنان وو  او موږ خو پښتانه یو!!!


پښتنو مجاهدینو هم تر نورو خپل حکومت پلوه پښتانه ډیر ووژل او خوارو زار کړل او تر اوسه دا لوبه روانه ده . اوس هم اورم چې وایي : ورک یې کړه دا فلانی کمونیست دی…. ورک یې کړه دا اخوانی دی …او.. او….


دا حالت چې ګورﺉ زموږ له خپله لاسه دی، دا دپټي سر دی ، پټی نور هم سوره وردی.


که موږ همداسې یو لا به ډیر نور ‌‌ذلت هم ووینو.


له محققه یې مه زده کوﺉ هغه چې دمخقق په یوه غږ دکابل لارو کوڅو ته په زرګونو زرګونو راوزي له هغو یې زده کړﺉ!!!


له هغو ازبک ملایانو او مجاهدینو یې زده کړﺉ چې ټول په یوه غږ ددوستم کمونیست تر شا ولاړ دي.


زه یې پیژنم چې څومره بې دینه کسان دقوم په نوم د مسعود او دهغه دوروڼو تر شا ولاړدي.


او ته پښتون لا لا یا کمونیزم ګټه یا عرب یا پاکستان یا امریکا یا …


خبرې به ډیرې ترخې وي؟ خفه کیږﺉ مه زموږ حالت تر دې زر ځله تریخ دی.


امرخیل صاحب لیکلي چې په پښتنو کې دلسوز او صادق او … رهبر باید پیدا شي .


وروره پکې پیدا شوي خو پښتنو هغه یا اخوانیان یا کمونیستان  یا افغان ملتیان یا دنورو ګوډاګیان او … بللي  او پسې اخیستي یې دي .


که ووایم چې همدا کرزی نو په څه دی دا نه شي کیدای موږ یې دخپل زړه سواند او صادق مشر په توګه ومنو نو تاسې به سمدلاسه دامریکا دجاسوس ټاپه را باندې ولګوﺉ  نو زه هم نه وایم څراغ به پسې واخلو چیرته به یو بل وګورو  خو قسم به سره کوو ټول به له شا پسې ځو.


دا هم ګومان نه کوم خوشحال بابا خو مفت نه دي ویلي چې:


پښتانه واړه بد خوی


کور په کور کوي غورځی


چې یو سر کړي پکې پورته


بل یې ووهي مغزی


په موږ کې ځکه رهبر نه پیدا کیږي چې ویریږي هسې نه چې لارویان یې مغزی ونه وهي .په موږ چې څه کیږي ډیر یې زموږ له خپله لاسه دي .


دښمن په زوره ننوت په کور دپښتانه


همدغه کار یې هم وکړ په زور دپښتانه


څا لاکه دښمنان چې یې سر وړي هغه مهال


مشغول لکه ماشوم کړي په څه ورور دپښتانه


دستي دپښتانه په وجود ولګوي غاښ


چې هر یخزڼی مار تود شي په اور دپښتانه


درویش ورپسې ټول عمر اخیستی و، څراغ


خو چیرته یې ونه لیده غمخور دپښتانه


پرون چا راته په تیلیفون کې د پدرام د کرغیړنو خبرو او کوچیانو دمظلومیت په اړه ډیر سر وټکاوو ما همدا خبره  ورته وکړه ، چې ډیر زموږ له خپله لاسه، دی حیران شو.


ما ورته وویل په کابل کې به څومره پښتانه اوسیږي؟


ویې ویل لږ ترلږه ‍ دوه ، دوه نیم میلیونه


 ماورته وویل نو یو لک خودې راووزي مظاهره دې وکړي !!!


زما ملګری بې ځوابه پاتې شو .


ما ورته وویل وروره موږ هسې ځان ته غره یو . که دا اوس تاته ووایم چې راځه سبا دمظلومو کوچیانو او یا دهیواد ستر ویاړ غازي امان الله خان ته دتوهین په اعتراض مظاهره ده  نو ته به حتمآ راته ووایې ، والله سبا ضرور کار لرم…


نو وروڼو آسپه چې غورځي د میګوي په زور غورځي


نن سبا چې محقق ، دوستم ، رباني ، فهیم او … داسې  بړیږي له شا  ددوی په اصطلاح اګاه قوم ور پسې دی.


زموږ په کرزي اول په کندهار او بیا په پکتیا او غزني کې برید وشو.خو پر فهیم یې په شمالي ولایتونو کې دګلونو باران جوړ کړی و، که دا فهیم زموږ دقوم وای خرې به مو پرې پوولې وای؟ 


او که دا کرزی، ډاکتر نجیب، اشرف غني احمدزی، مجروح،او … نو ټول به حدااقل نه وو ورپسې دریدلي؟


خبرې ډیرې دي ، زما په نظر دحل لارې:


عاجلې لارې چې زما فکر ورته رسیږي :


         څو صادق او بې غرضه او مرضه پوه کسان دې دټولو سیاسي ډلو ، ټولنو، شوراګانو، ګوندونو او اشخاصو تر منځ بیړنی ډیالوګ پیل کړي له ټولو څخه دې یوه ګډه قوي جبهه جوړه کړي.


         ټول دې یو ګډ دریځ غوره کړي ، همدا اوس موږ نیمایي داوسني حکومت ضد یو، نیمایې نیمه پلویان یو، او نیمایې نور سر پرې ورکوو. ولې یو ګډ دریځ ونه لرو.چې یو وار ټول سره یو شو بیا به خدای ټول کارونه اسانه کړي.


او نورې لارې چې له موږ څخه همیشنی او صادقانه کار غواړي هغه په هیواد کې دښوونې اوروزنې عامیدل دي  چې زموږ خلک اول دنورو غوندې اګاه قوم شي او موږ ټول په دې پوه شو چې څه وو؟ څه شوو؟ او څه به شو؟  او خپلې اړتیاوې درک کړو.