کور / اقتصادي / اشرف غني نن د لاجوردو تاريخي لار رسما پرانيزي

اشرف غني نن د لاجوردو تاريخي لار رسما پرانيزي

تمه ده نن پنجشنبه به د افغانستان له طريقه د لاجوردو د تاريخي لاري صادرات پيل سي.

په ۹ لاريو کي بار  افغاني توکي به نن د افغانستان څخه د ترکيې پر لار وخوځېږي.

په دې هکله د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي پرون وويل، د لاجوردو تاريخي لار به د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر اشرف غني له لوري په هرات ولايت کي پرانستل سي. او په دې سره به افغانستان يوځل بيا خپل تاريخي موقعيت بيا راژوندی سي.

نوموړي وويل، د لاجوردو لار يوه له مهمو سوداګريزو لارو څخه ده او ددې لاري پرانستنه به د هيواد  په اقتصادي وده کي يو مهم پرمختګ وي.

مرتضوي تېره ورځ په يو خبري کنفرانس کي وويل: “موږ د سوداګرۍ په برخه کي د يو مهم پرمختګ شاهدان يو، د لاجوردو تاريخي لار به د ولسمشر له لوري د پنجشنبې په ورځ په هرات کي رسما پرانستل سي، په دې سره به د په سيمه کي د افغانستان تاريخي موقعيت بيا راژوندی سي”.

دلاجوردو لار چي د ورېښمو لار هم ورته ويل کېږي، له هرات ولايت څخه د ترکمنستان بيا د اذربايجان او وروسته د جورجيا هيوادونو څخه تېرېږي بيا د ترکيې له لاري د ازادو اوبو سره نښلي چي په دې سره د اروپا بازارونو ته ځان رسوي.

له دې لاري افغانستان اروپايي هيوادونو ته لار پيدا کوي او خپل توکي په اسانۍ د اروپا بازارونو ته رسولای سي.

افغان دولت او سوداګر تمه لري چي له دې لاري په ګټه اخيستلو سره به خپل توکي په ارزانه بيه اروپايي بازارونو ته ورسوي او افغان سوداګرو ته به ئې ګټه ډېره وي.

ددې سره سره کېدای سي له دې لاري په استفادې سره به د افغانستان سوداګريز ملګري نور هم ډېر سي.

د سوداګرۍ خونه وايي، د بديلو سوداګريزو لارو موندل د  افغانستان په اقتصاد کي خورا مهم رول لوبولای سي.

د دغې خونې د عامل پلاوي رئیس عتیق الله نصرت په دې اړه وايي:

​”د لاجوردو لار یوه ډېره مهمه لار ده، دا لار په ډاډمن شکل په کمه موده او کم وخت کيد افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا، د افغانستان د صادراتي مالونو په لېږد کي ډېر مهم رول لوبوي، د صادراتو د ډېرېدو او په یوه تولیدي هېواد د افغانستان د بدلېدو لپاره د همداسې اقداماتو اړتیا ده.”

د ټرانسپورټ وزارت هم دا لار د افغانستان لپاره مهمه بولي او وايي، هغه شرکتونه چي ددوی سره ثبت دي کولای سي چۍ له دې لاري خپل توکي اروپايي بازارونو ته ولېږي.