کور / خبرتیا او پيغامونه / پښتو ادبي قنديل مشاعره جوړوي

پښتو ادبي قنديل مشاعره جوړوي

دپښتو ادبی قندیل مسلم باغ تر څارنې لاندې به
د اګست په دويم ماښام په مسلم باغ ښارګوټي کې یوه درنه مشاعره کېږي
پرون دپښتو ادبي قندیل مسلم باغ دټولو غړیو شاعرانو له خوا
دټولنې دمشر حاجی عبدا لحق صاحب په مشرۍ کښې یوه غونډه وشوه چې د قران كريم په سپېڅلو ايتونو پيل شوه .
وروسته دتنظیم دتګلارې او کړنلارې په اړوند تفصیلي وینا وشوه او ټولو غړیو د ټولنې پر کړنلاره باور او اطمینان څرګند کړ او دا پریکړه یې وکړه چې د اګست په دويم ماښام
چې د هفتی ورځ را ځي او په دا سهاربه یې يكشنبه وي دپښتو یوه درنه مشاعره کیږي.
دپښتو ادب ټو لو مینه والو ته دا بلنه ورکوو
چې په همدې مشاعره کې ګډون وکړي.


دمشاعرې دځای دپاره دمسلم باغ هایي سکول ټا کل شوى دى .
د اړیکو دپاره پر دې پته تماس ونیسئ
m.ali.omure@gmail.com
ګرځنده تلیفون شمیره
03438005877