کور / شعر / دپښتوشاتړي(Suffix) دژبښودله مخه

دپښتوشاتړي(Suffix) دژبښودله مخه

ليکنه: محمد سرور وکيلي

شاتړو ته په لاتیني (Suffix) وایي. دغه (سوفیکسو)ته په پښتوکي ځیني شاتاړي،شاتړي، وروستاړي اوځیني ئې بیاشاګوني بولي. خودلته د شاتړي داصطلاح څخه کاراخست سوی دی. داټوله سمي اصطلاحګاني دي اومانائې د(سوفیکس) سره یوشی ده.

شاتړي په پښتو ژبه کي بیخي ډېر دي،چي تریوه (ویینلیک) یاني مقالې ئې ځایښت ډېردی.     دلته یواځي د درو(ښاتړو) کتنه دژبښود یاني (ګرامر) له مخه کوو.

دغه درې شاتړي دغه دي. لکه: [ تون  ـــــ ګر ـــــ  ګړی ]

لومړی «تون» څېړو: د«تون» ګړه یا(وییکه)یونرینه یاني مذکر نوم دی،چي مانائې ده خوی،عادت، طبعیت اوخاصیت. په ټولنه کي،چي څوک سم خوی نه لري اویابېله عادته کار وکي؛نو ورته وایي: « بلا دي پر دابدتون سه.» یاورته وایي: « تون دي واوړه.» یاوایي: «احمدسم تون نه لري.»

که«تون» ته یوازي دشاتړي له مخه وکتل سي؛ نو «تون» دپاړسي ژبي د (پسوند) سره لکه: [ ګاه  او ستان] ماناښندي. یاني ترډېره بریده که دنامه سره راسي ځای یاني مکان ښیي.لکه:

پوهنتون = دانشگاه ــــــ  الفت صاحب وایي:دادنیایوپوهنتون دی*شاګردن ئې ولسونه

 زېږنتون = زایشگاه ــــــ وړکتون = کودکستان ــــــــ روزنتون = پرورشگاه ــــ  روغتون = بیمارستان ــــــــ درملځای یادرملتون = داروخانه ـــــــــ کتابځای یاکتابتون = کتابخانه ـــــــــ مرستون ـــــــــ نندارتون ــــــــ  مېږه تون ـــــ حمیدمومند وایي:

یووړخط صبروآرام زماله دله * څه آرام په مېږتون کاغزاله

رحمان باباوایي: ددنیاهوس په ماباندي حرام شو*دهوسۍ هسي کړم شپه په مېږتون

دپیوست څخه پیوستون ـــــ  رحمان بابا وایي:

که پخوا تراشنایي وای بېلتون* مابه نه وو له چاکړی پیوستون

دمړه څخه مړتون ـــــــ دستنېده څخه ستون مانا رااوښتل، راګرځېدل .دی له کابل نه دکندهارپرلور ستون سوی. ستون اسم مکان نه جوړه وي بلکي یوفاعلي مذکرنوم جوړ وي،چي نه مؤنث لري او نه جمع.

رحمان بابا وایي: په نیمګړي دادخبردفلک نه وم * چي به بیاشي په ستنه راڅخه ستون

دبېل څخه بېلتون چي داهم یونرینه فاعلي نوم دی،چې ښځینه نه لرې اودغسي نور. حمیدمومندوایي: زه خسته په مرګي حال ستاله بېلتونه*درقیب کره وهې ته نوبتونه

رحمان بابا وایي: که پخواترآشنايي وای بېلتون*مابه نه وو له چاکړی پیوستون

د«تون» شاتړی چي دنامه سره راسي نرینه (نومځای) یاني اسم مکان جوړه وي لکه څرنګه چي موپورته ولیدل. هغه نومان چي په «تون» سره راغلي وي جمع یاني(ډېرن) ئې په (ونه) سره کیږي. لکه: پوهنتون یو نرینه یاني مذکرنوم دی ډېرن یاني جمع ئې «پوهنتونونه» ټوله هغه نومان چي په «تون» سره راغلي وي جمع ئې دغسي لکه پورته چي وښوول سوه کیږي.

دغه نومان مذکر دي خو مؤنث یاني ښځینه نه لري استثنالري څرنګه چي پورته وښوول سوه.

بل شاتړی «ګر» دی. «ګر» یو ږغتوری  هم دی. چي وايي: (کمیس ئې ګر ګر څیري سو.)یا وایي:       (هندوانه ګرګر ماته سوه.)که «ګر» دشاتړي په ډول راسي نود نامه څخه فاعلي مسلکي نوم جوړه وي،چي هم نرینه اوښځینه نومان ځني جوړیږي اوهم جمع لري. لاندي به ئې وګورو:

د«ګر» شاتړی دپاړسي د[گر] سره یوشی دی مانائې اوګرامري څرنګواله ئې ټوله یوشی دي.

که «ګر» دیوه نامه سره راسي نرینه کړونکی نوم یاني فاعلي مذکرنوم جوړه وي. لکه دکښت سره چي راسي «کښت ګر» اودغسي نور. کښتګرنرینه مسلکي نوم دی. ښځینه ئې کښتګره ده. دکښتګري جمع ئې (کښتګري یاکښتګراني اونرینه جمع ئې کشتګران) دي. اودغسي نور. دبازۍ څخه بازیګرــــ

رحمان باباوایي: رنګارنګ بازي کاندي*داآسمان دی بازیګردسِحّرڅخه سحرګر

ــــ  خوشال باباوايي: چي تسخیرپه توروسترګوکادزړونو*سیه چشمي سحرګري نه دي څه دي

رحمان باباوایي: په ساعت کي سړی مړهم ئې ژوندی کا*طایفي دي دخوبانوسحرګري

دکار سره = کارګر ؛ په پاړسي کي هم کارگرــــــ  اوسپنګریا آهنګرـــــــ په پاړسي کي هم آهنگر ـــــــ میسګرــــــ لوګرـــــــ زرګرـــــــ سوداګرــــــ یرغلګرــــــ وېشګرــــــ پلمه ګرـــــــ کوډګرــــــ خټګرــــــ     حیله ګرـــــ دسِتم څخه ستمګر

حمیدمومند وایي :         دفلک په څېر یک لخته*ستمګرمه شه بېداده

دغه نومان چي د«ګر» دشاتړي څخه جوړيږي نرینه یاني مذکروي. ښځینه یاني مؤنث ئې کله چي په پای کي دګړي لنډه یاروښانه «هـ» ورکړه سي ښځینه نوم جوړه وي. لکه: دمیسګر څخه میسګره ـــــ دلوګر څخه لوګره ــــــ دزرګر څخه زرګره ــــــ یرغلګر څخه یرغلګره او دغسي نور. ددغو ښځینه نومانو ډېرن یاني جمع ئې په لنډه یالویه «ي» راځي. لکه: دمیسګره څخه میسګري   دلوګره څخه لوګري. اودغسي نور. درښتین صاحب (پښتوګرامر)جزء اول ۷۸مخ

درېم شاتړی یا(Suffix)«ګړی» دی. دغه شاتړی په (خپلواکه) ډول سره دساعت،مهال،وخت اودم یا لحظه ماناښندي اوکه دتوري یانوم په پای کي راسي نوم بدله وي. دغه شاتړی داسي نه دی لکه هغه دوه نور شاتړي چي دنومانوڅخه ئې بل نوم جوړاوه اوپه ټولو نومانوکي به یوډول راتله.

«ګړی» په لهجویاګړدود کي داسي کارول کیږي: «دیوه ګړي لپاره راسه!»؛ «یوګړی ودرېږه.»:

«لنډې» ده،چي وایي: [جانانه ځه خدای خودي مل سه*ماته ګړی په ګړی مه وایه چي ځمه]

د «و» سره چي راسي «وګړی» مانا انسان ‏،بشر،سړی.

رحمان بابا وایي: چي بې تایه په زړه بله هواګرځي*ترمقصود به ونه رسي وګړی

دنیم څخه «نیمګړی» مانا کار نیمکاره دی. یاکار چي خلاس نه وي نیمګړی دی.

رحمان بابا وایي: دانیمګړی سړی ننګ هم دخپل نام کا*ته خوخدای ئې چي په هیڅ نه ئې نیمګړی

دنیمګړی بله ماناناقص هم دی.

رحمان بابا وایي: که ترې ولوښته شاهان او سلطانان*هیڅ نیمګړی په چانه شوداجهان

خوشال بابا وایي: نه چي هسي حکم نازکړې په وګړي*په تاڅه دچاپوره دچانیمګړي

دوزې څخه «وزګړی» د وزو منده ته وایي ـــ جمع ئې وزګړي.

دځان څخه «ځانګړی»نرینه ستاینه ده مانا جلا،خاص،ځانته ـــ ښځینه ئې ځانګړې. دمنځ څخه «منځګړی»مانا دجوړي سړی،درېم کس،د دوو په منځ کي دجوړي سړی. نرینه نوم دی. ښځينه ئې منځګړې ــ جمع ئې منځګړي.

د دم څخه «دمګړی»نرینه قید زمان دی یاني نرینه مهالي تړونکی. مانااوس مهال،دغه اوس،دم درهاله، دغه دستي.

دکښت څخه «کښتګړی» نرینه نوم دی،چي مانائې ده کښتګر،بزګر،کروندګر.ښځینه ئې ده کښتګړې یاکښتګړه. جمع ئې ده کښتګړي.   دزور څخه «زورګړی»        نرینه نوم دی،چي مانائې ده زورور،غښتلی،ځواکمن. ښځینه نوم ئې زورګړې اوجمع ئې ده زورګړي. ددرېم څخه «درېمګړی» مانادرېم کس اونرینه نوم دی. ښځینه نوم ئې درېمګړې اوجمع ئې درېمګړي. اونوردغسي. څرنګه چي لیدل کیږي هغه نومان چي له«ګړی»د (شاتړي) نه راځي جمع ئې په لنډه لویه «ي» سره راځي او ښځینه ئې په اوږده وړه «ې» سره راځي.   درښتین صاحب خدای بخښلي (پښتوګرامر) «جزء» اول ۱۸۴ مخ وګوری.

.