کور / تازه خبرونه / د کندهار د پوهني رياست کي مثبت بدلون راځي

د کندهار د پوهني رياست کي مثبت بدلون راځي

‎د کندهار پوهني ریاست له پاره نوی رئيس ټاکل سوی دی
د پوهني وزارت مس‌ؤلین وایي، دوی ته له پرله پسې شکایتونو رسېدلو وروسته د کندهار پوهني ریاست له پاره نوی رئیس ټاکلی دی.

د پوهني وزارت وزیر محمد میرویس بلخي نن د کندهار له یو شمېر اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چي د پوهني ریاست به له سیاسي او قومي سیالیو څخه ژغوري.

ورغلو کسانو په پرله پسې توګه غوښتنه کوله چي باید د پوهني ریاست له فاسدو او په اخلاقي فساد ککړو کسانو څخه وژغورل سي.

دوی همدا راز غوښتنه وکړه چي په یو شمېر ښځینه ښوونځيو کي نارینه مس‌ؤلینو پر ځای باید مېرمني په دندو وګمارل سي، څو روان حالت قابو کړه سي.

د رهبرۍ تغیر، د امرینو او مدیرانو تغیر او تبدیل، د معاشاتو کمښت او پر وخت نه ورکړه، د کتابونو نه شتون، د تعمیرانو کمښت، د مسلکي ښوونکو مقررول، د لیلیې رغول، د مدرسو نه راجستر، خیالي ښوونکي، خیالي ښوونځي او داسي نوري هغه ستونزي وې چي له وزیر سره، سره له ثبوتونو شریکي سوې.

ورغلو کسانو همدا راز غوښتنه وکړه چي باید ژر تر ژر یو پاک او با صلاحیته هيئت کندهار ته واستول سي څو د څېړني پر مهال فاسد اشخاص عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژني.

د پوهني وزیر ښاغلي بلخي وویل، دوی به ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر د اسلامزي په نوم هغه رئیس معرفي کړي چي د سې بي آر په پروسه کي د کندهار له پاره بریالی سوی دی.

د ښاغلي بلخي په وینا، دوی ته تر دې مخکي هم د کندهار د پوهني ریاست اړوند د اداري او اخلاقي فساد اسنادونه رسېدلي وو.

هغه دا هم وویل، دوی پر یوه نوي سیسټم کار کړی، تر دې وروسته به ټول ښوونکي او نور مامورین به بایومټریک کېږي.

ښاغلي بلخي وویل، د ښوونکو د ظرفیت لوړولو پروګرامونه ئې هم پیل کړي او تر څنګ ئې امتیازي معاشاتو لړۍ هم پیل کوي.

د دغه مس‌ؤل په وینا، د مدرسو له پاره پر نصاب کار کوي او پر دې هم کار کوي چي د ښوونځي او مدرسې تر منځ واټن له منځه یوسي.

ښاغلي بلخي همدا راز وویل، تېر کال ئې د پوهني ریاست له پاره نوی رئيس ټاکلی و خو د کندهار یو شمېر کسانو ئې مخالفت کړی و.

بلخي له ناستو کسانو او ټولو کندهاریانو څخه جدي غوښتنه وکړه چي باید د نوي رئیس تر شا ودرېږي او د پوهني ‌‌‌‌‌‌ډګر په خپله له فساده او قومي ناندریو څخه وژغوري.

#یادونه: موږ تر دې مخکي د عمومي زده کړو له معین ښاغلي محمد ابراهیم شینواري سره هم په لسګونو مسایل او اسناد شریک کړي وو.

#دوهمه یادونه: د پوهني ریاست موضوع زموږ تر جدي څار لاندي ده او دې برخه کي ټول موانع له منځه وړو.

#درېیمه یادونه: تر دې وروسته موږ د کندهار اړوند لویي ستونزي مخامخ له چارواکو سره شریکه کوو او حل ورڅخه غواړو.