کور / اقتصادي / په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د نړیوال بانک د پانګې اچونې چاپیریال د ارزونې په درجه بندۍ کې د افغانستان پرمختګ معیارونه اواغېزې!

په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د نړیوال بانک د پانګې اچونې چاپیریال د ارزونې په درجه بندۍ کې د افغانستان پرمختګ معیارونه اواغېزې!

ليکوال: لطف الحق نور پسرلی

نړېوال بانک دDoing Business  پروژې له لارې هر کال د سوداګرۍ مقرارتو او تطبیق په اړه د ۱۹۰ هېوادونه په ټاکل شويو ښارونو کې چې سیمې او د زون په کچه وي د درجه بندۍ په اصل سره څیړنیز راپور چمتو کوي.

د سوداګرۍ د چاپریال ارزونې پروژه په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې پیل شوېده، موخه یې کوچنيو او منځنیو شرکتونو د جوړولو څخه تر پایه  پورې د ځانګړو قوانينو او مقرارتو د تطبیق ارزونه ده، په یاده څیړنه کې وخت، لګښت، کاري پروسیچرونه او ګڼې نورې اړینې برخې چې په شرکتونو باندې عملي کېږی پوښښ لاندې نیسي .

د سوداګرۍ د چپریال اسانتیاوې ارزونې یواولس شاخصونه او معیارونه په لاندې توګه روښانه کېږي:

  1. د تشبث یا کاروبار پېلول (Starting a business): پدې شاخص کې د یو محدود المسوولیت شرکت جوړولو لپاره کړندلارې، وخت، لګښت او د پانګې اچونې ټیټه کچه څیړل کیږي.
  2. د ساختمان جوړولو جوازونه (Dealing with constructions permits): پدې شاخص کې د ګدام جوړولو لپاره د اجازه لیکنو ترلاسه کولو کې کړندلارې، وخت، لګښت، د کیفیت کنټرول او خوندیتوب مېکانیزمونه په پام کې نیول کېږي.
  3. برېښنا ترلاسه کول (Getting electricity): پدې شاخص کې د برېښنايي شبکې سره د اتصال او نښلولو لپاره کړندلارې، وخت، لګښت، او په سمه توګه د برېښنا رسولو او د تعرفو روڼتیا ارزول کېږي.
  4. د ملکیت ثبتول (Registering property): پدې شاخص کې د جایداد حقوقي صلاحیت انتقال کړندلارې، وخت، لګښت او د ځمکو مدیریت ادارې د کارونو د اغېزمنتیا څیړنه کېږي.
  5. پور ترلاسه کول (Getting credit): پدې شاخص کې د انتقالي شتمنیو د تضمین ټول قوانین، مقررات او د پورونو لارښوونیز سېستمونه څېړل کېږي.
  6. د لږه کیو (اقلیتونو) پانګه اچوونکو ساتنه (Protecting minority investors): دا شاخص موږ ته د اقلیتونو ونډه اخیستونکو د حقوقو ساتنه په خپلمنځي معاملاتو او شرکتونو په اداره کولو کې څیړي.
  7. د مالیاتو ورکړه (Paying taxes): پدې شاخص کې د یو شرکت مالیاتو ورکړې مقررات، پروسیجر، وخت او د شرکت د ښکیلتیا اندازه روښانه کېږي.
  8. د پولو په اوږدو کې سوداګري (Trading across borders) : پدې شاخص کې د نسبي مزیت لرونکو توکو د صادراتو او د نیمه کاره توکو وارداتو کې وخت او لګښت معلوموي.
  9. د قراردادونو اجرا (Enforcing contracts): پدې شاخص کې د سوداګریزو شخړو حل او د قضایي پروسو اغېزمنتیا، وخت او لګښت ارزونه کېږي.
  10. د افلاس حل کول (Resolving insolvency): پدې شاخص کې د یو دېوالی شرکت د بیاځلي فعالول او د قانون په چوکات کې د پورونو څخه د خلاصون وخت، لګښت او پایله څېړي.
  11. د کار بازار تنظیمول(Labor market regulation) : پدې شاخص کې د کار بازار د ګمارنې په مقرارتو او شرایطو کې نرمښت او د دندو کیفي معیارونه ارزول کېږي.

 په ۲۰۱۸ زېږدیز کال د لاندې څانګو د اصلاحاتو له کبله افغانستان د نړېوال بانک د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د پانګي اچونې چوپړ د اسانتیاوو په درجه بندۍ کې  پرمختګ کړی دی:

د کارو بار یا تشبث د پېل آسانېدل: پخوا د سوداګرۍ جواز د اخيستلو په بدل کې ۳۲۰۰۰ افغانۍ ( ۴۲۰ امریکايي ډالرو معادل) فیس ورکول کېده. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د افغانستان ناخالصه کورني تولیدات له مخې د وګړي کلني عاید کچه په کال کې ۵۸۵ امریکایي ډالره ښودل شوې وه. دا په دې مانا چې افغانانو د یوه کاروبار جواز ترلاسه کولو لپاره د خپل کلني عاید په اندازه پیسې ورکولې. خو اوس په یوه واحده اداري مرجع کې د اداري کړندلارو له عصري کېدو سره متشبثین کولای شي چې په ۲۱ ولایتونو کې د ۱۰۰ افغانیو په بدل کې خپل درې کالن سوداګریز جواز ترلاسه کړي.

په برېښنایي توګه د مالیاتو اظهارپاڼې سپارل: په یوځای ډول لوی مالیه ورکوونکي اوس کولی شي چې خپل مالياتي فورم پرته له فزيکي راوړولو په بریښناییزه توګه د لویو مالیه ورکونکو د آن لاین  ډیتابېس ته فورم  وسپاري. دغه آسانتیاوې د مالیه ورکونې په بهیر کې د کار پر چټکتیا، د اداري خنډونو له کمښت او د نا پېل شویو ستونزو سره د مخامخ کېدو په برخه کې د لومړنۍ آسانتیا رامنځته کړي دي.

د محدود المسوولیت شرکتونو د نوي قانون تصویب او توشیح: دغه قانون د ۱۳۹۶ کال د سلواغې میاشتې پر۱۷ مه نېټه توشیح شوی چې د کوچنیو پانګه اچونکو او د شرکتونو د حقوقي جوړښت، کړنلاره، فعالیتونه او مصونیت لامل ګرځي.

د افلاس او دېوالي کېدو د نوي قانون تصویب او توشیح: دغه قانون د دېوالي کېدو د حل او د دېوالی شرکتونو د بیا منسجم کولو په برخه کې آسانتیاوې برابروي او پور ورکوونکو مالي بنسټونو ته د شرکت د انحلال په جریان کې د هغوې د پورونو د بیرته ترلاسه کېدو په هکله وضاحت ورکوي.

پورونو ته لاسرسي: د افلاس او دېوالي قانون متشبثینو ته پور ترلاسه کولو د آسانه لاسرسي په خاطر آسانتیاوې رامنځته کړې. دغه قانون مالي پور ورکوونکو ته د شرکتونو د انحلال په صورت کې د قرضې د مبلغ د بیرته حصول په خاطر د مطلوبو شرایطو وړاندوینه کړې، چې په دې ډول د هغوې ملاتړ ته لومړیتوب ورکول کیږي.

پایله: د نړېوال بانک د پانګې اچونې چاپېریال د اسانتیاو په برخه کې پورتني اصلاحات د دې لامل شول چې افغانستان په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د ۱۸۳ درجې څخه ۱۶۷ درجې ته ځای په مثبت ډول لوړوالی وکړي، دا پرمختګ په داسې حال کې ترلاسه کیږي چې هېواد مو په ۲۰۱۴ زېږدیز کال د نړېوال بانک په درجه بندۍ کې ۱۷۵ ځای درلود ولې په بد بختي سره یاده درجه په ورستیو کالونو کې ونه ساتل شوه او د دې لامل شو چې د هېواد موقف د نړېوال بانک په درجه بندۍ کې په منفی ډول پورته شي، که چیرې د هېواد درجه بندۍ تاریخي سیر د نړېوال بانک د پانګې اچونې چاپېریال د اسانتیاو د ارزونې په راپورونو کې وڅيړل شي نو جوته به شي چې افغانستان اوس هم هغه لوړه درجې ته چې په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې یعنی ۱۵۴ ځای یې خپل کړی وه ندی رسیدلی.

پورتني اصلاحات او نړېوال بانک درجه په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې به هله مستقیمه اغیزه ولري چې د هېواد دننه د پانګې اچونې لپاره وړ چاپریال، پیاوړي اقتصادي بنسټونه لکه برېښنا، ترانسپورت، د کانونو څخه مثمر ګټه اخیستنه، فعاله صنعتې ښارګوټي، موثر مالي سېستم، مسلکي او فني کارګران او امنیت ورته برابر شوای وي، یواځې د قوانینو او مقرارتو اسانه کول پرته له چاپیریاله به د کورني او بهرني پانګې اچونې د جذب او پرمختګ په برخه کې پلان شوي پایله ونه لري.

درنښت