کور / شعر / ځوانيمرګ او ارمانجن شاعر صميم يار

ځوانيمرګ او ارمانجن شاعر صميم يار

ليکنه: نور احمد قرآنمل

د قلم نوک مي دامهال د يوه داسي ځوانيمرګ شاعر د شعر کتني پر محور را وګرځېدئ چي د ګران او خواږه ملګري او په کندهاريو الفاظو ملفوف شاعر احمد موسى قانت سره مي د هغه ځوانيمرګ پر ژوند او شاعرۍ بحث درلودئ.

دې کيسې ته مي هغه وخت تلوسه نوره هم زياته سوه، چي موږ دواړو په ګډه د اطلاعات او فرهنګ رياست فرهنګي دېرې ته د لوى کندهار ادبي بهير د مشاعرو د لړۍ ترڅنګ د ځوانيمرګ عبدالنافع صميم يار د ژوند او شاعرۍ په اړوند وړانديز وکړ.

قدرمن عبدالقيوم مينه وال، ظريف شاعر بشيراحمد بشارت او دقيق احمد فاني دي ژوندي وي، چي د هغه د شاعرۍ په اړوند يې ياد سيمينار ته د مقالو کښلو ځيګر وټکاوه، زه خوارکى غريبک هم د دوى سر ه د اتڼ پښه برابره او دادئ د ځوانيمرګ شاعر عبدالنافع صميم يار د شعر او هنريت په اړوند خپلي ماتي او ګوډي څرګندوني شريکوم.

د ډېره وخته چي ما له هغه سره پېژندل، د پېژندني لړۍ مي هغه وخت ور سره ونښتله، چي کله مو د طالبانو د رژيم په وروستيو او د حامد کرزي د دورې په لومړيو کي د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست د هنر او ادب مديريت په مشاعرو کي ناسته- پاسته سره درلوده.

صميم يار د نري قد، د سپين رنګي جولې، پټي خولې، يا بې له ضرورته د خبرو د نه کولو اوصافو يې د انجمن تر نورو غړو ښه والى ور بخښلى وو، په خپل شعر مغرور نه وو او په سړه سينه به يې نقد ته هم غوږ نيوئ.

شاعري يې د زاړه کندهاري سبک په پيروي ښکارېدله، په شعر کي يې د زړو کليشه يي کلماتو او ترکيبونو ترڅنګ د خپل فکر محصول، نوي اصلاحات او کلمات د شعر په تشبيهانه او استعارانه ژبه درلودل، چي دا په شعر کي د ارواښاد صميم يار د فکر د نيلي ځغلولو او کارولو وس موږ ته راښيي، د شعر د پېژندني په اړوند چي د موسى قانت او قرآنمل په چاڼ کوم شعرونه د کتني او مقالې ليکني له پاره غوره کړل سول، د هغو اشعارو له جملې څخه ول، چي د صميم يار د کورنۍ له خوا د ټولګي په ډول غوره کړل سوي ول.

درنو لوستونکو!

د ارواښاد صميم يار د شعرونو محدودو ځانګړنو په اړوند د پېژندني په خاطر لاندي وضاحتونه د پام وړ دي:

مرکب کلمات:

په نثري او نظمي متونو کي د لغاتونو کارېدل، په عمومي توګه پر دوه ډوله کارولاى سو، چي يوه برخه د هغو کلماتو په مفهوم پېژنو چي په يوازي ډول د کارېدلو وړ وي، دغو کلمو ته د مجردو يا يوازي کلمو نوم ورکولاى سو، کېداى سي چي دا کلمې په اسمي، فعلي يا حرفي جوله وکارول سي، خو يوه کلمه د يوه فعلي، حرفي يا اسمي هدف د کارېدو په منظور همدا مجرده يا وچه کلمه چي په کارول سوي وخت کي بل مفهوم نه ځني زېږي او تغير کړل سي، بله کلمه ور سره ضميمه سي او يا بله کلمه ور څخه مشتق يا بېله سي، نو د مجردوالي اصلي صفت يې تغير پيداکوي او بل مفهوم ور څخه زېږي.

د ارواښاد صميم يار شاعر په شعر کي دا ډول ټولي کليشې يا په بله اصطلاح عادي بڼه لري، چي تقريباً د ټولو شاعرانو مجرد کلمات همداسي بلل کېداى سي.

کله چي د مرکبو کلماتو اوډني او پېژندني ته راځو، نو بيا پوهېږو، هغه کلمات چي د نورو کلماتو سره داسي مرکب پيوند سوي وي، چي د يوه هدف له پاره په ضميري، اسمي، فعلي، حرفي، حالتي، زماني او ربطي ډول کارېږي او دا مرکب کلمات د يوه هدف له پاره کارېږي، مرکبي کلمې يې بللاى سو. د دغو کلمو ډېر د استعمال موارد په هغو ځايونو کي وينو، چي (فعل او ضمير) دواړه په کلمه کي کارول سوي وي، لکه: (ځو- ځم) چي د ضمير او فعل مرکب ترکيب دئ، ور سره ترڅنګ د اوصافو په ترکيبي استعمال کي چي تر يوه زيات اوصاف په يوه ترکيب کي وکاروو، لکه: (ډېر ښکلى) چي د (ډېر) او (ښکلى) اوصاف دواړه په يوه کلمه کي کارول سوي وي او د مبالغې يو ډول يې ځان ته اخيستى وي.

دا ډول ترکيبات تقريباً هر شاعر ځان ته د خپل فکر د تومني او په شاعرانه چوکاټ کي د هغو د کارولو له پاره بېل- بېل راوړي، موږ د هر شاعر هنرمندانه استعداد او د هغه فکر تومنه او هنر د هغه په شاعرانه کلماتي ترکيباتو پېژنو.

د صميم يار د شعر ترکيبي کلمات که وکتل سي، هم د يوه ځيرک شاعر په توسن يې فاکدانه طرز له ورايه ښکاري، لاندي شاعرانه ترکيبات يې د ساري په توګه لولو:

(د ملعون لاره، د رحمت دريابونه، د عشق نشتر، د قلم ستوري، خړ حجاب، د فرقت ماتم، شفاف جبين، خماري فقير، د نور زمين، د بقاء لحظه، د وينو صرافي، د درياب نغمې، خادم الشوق، د الفت مهر او….).

پاراډکس: هنرمند شاعر صميم یار په خپل شعر کي پاراډکس ته ځای ورکړی، سره تر دې چي پارا‌ډکس کلمه يوه غربي اصطلاح ده، چي شرقي ادب ځانګړي افغان پښتني فرهنګ ته يې لاره کړې ده. دا اصطلاح عموماً د شعر په هغه مرکبو اصطلاحګانو کي کارول کېږي چي دوه متضاد يا متقابل صفتونه يا ستايني په يوه کلموی اصطلاح کي ځاى پر ځای او د يوه هدف له پاره وکارول سي، چي دا کړنه د صميم يار په شعر کي په ‌ډېرو مواردو کي زموږ تر سترګو کېږي، په دې مقاله کي یې څو بېلګي د مثال په ډول کارولای سو لکه:

د عقل براق، شمس قمر جبین، منصوري لمبې، فرشتې او ابلیس،

صورت او آئينه، د حسن لمر، تخت او بخت او….

شاعرانه انځور ګري:

هغه شاعران چي خپل شعر د هدف او پيغام په پرتله د ښکلا او انځور له پاره کاروي، د خپل شاعرانه ژانر مرکزيت د رياليزم په پرتله په رومانتسيزم کوي، چي  د حقيقت تر بڼي يې د رمان خيالي انځور رنګيني زياته وي.

ځوانيمرګ صميم یار په شعر کي Image يا تصويري ډول داسي کاروي، چي د پورته ادبي مکتبونو دواړي رسامۍ په شاعرانه الفاظو ترسيم سوي (ګج باڼو  کاږه واږه رازمي په خنجر وهي)

(سرې شونډي ګلاب او اور)

له انساني کالبوت څخه د روح د کښل کېدو څخه وروسته د عالم برزخ پر شتون مسلمان انکار نه سي کولای، خو کيفيت يې هغه وخت چاته معلومېږي، چي په هغه حالت کي قرار پيداکړي، چي ژونديو ته خيالي او مړو ته رښتينې بڼه ولري.

ځوانيمرګ صميم يار د خپل شاعرانه انځورګرۍ داسي يو تصوير انځور کړی چي سړی په ژوندوني د لحد غېږي ته بيايي او هغه نژدې جهان تصورات ورکوي لکه چي وايي:

د تور قبر په لېندۍ کي چي مي سترګي واړولې

د فناء په آئينه کي تصويرونه دي ځلېږي

يوه پاڼه د ظفر ده په ناز ناز فرشتو راکړه

يوه ناوې ښايسته ده پر سينه باندي رالوېږي

د پورته بيت ژانري ډول او د نوموړي شاعر د ژوندانه کړه- وړه که په فرضي يا حکمي ډول ځان ته ښکاره سي ښايي صميم يار د پورته بيت په توسن د خپلي ځوانيمرګۍ حالت په ژوندوني فرض کړى او يا هم يې پر روح دا اورېدله چي هغه د خپلي ځوانۍ له بهار څخه د ژمي تر پړاوه (پوختابه يا سپين ږيرتوبه) نه رسېږي.

ماته د هغه د ارمانجن ژوندانه د پسرلي د خزانې ياد په اړوند د ناپېژندل سوي ګوښه نشين، تر ما په عمر پوخ يار او نګار ځوانيمرګ نسيم صباح شاعرانه ترسیم سوى انځور سترګو ته درېږي، چي ویل به يې:

که جهان راته ګلزار سي

د اغزو ترمنځ ايسار يم

نو زه يو مړی بې لحده

د هر چا د اوږو بار يم

که د دار کړۍ را تاو سي

د نسيم صباح تر غاړه

ناظران به راته ګوري

نن خزان سبا بهار يم

ځوانيمرګ صميم يار زموږ د اوږو بار نه سو، هغه په دې پوهېدئ چي د دې غيور ملت په غېږه کي ډېر داسي سړي تر خاورو لاندي سول، چي مړينه نه ورته ښائېدله.

د انځور ګر شاعر صميم يار جسماني ډول او شاعرانه خيال د الفاظو د يو بشپړ تصوير په توګه رسم دئ، تر خاورو لاندي د يادي ځوانيمرګي ځوانۍ، ځوانيمرګي خاطرې به مي تر تاسو در رسولي وای.

د هغه د ژوند د وروستۍ شېبې او سلګۍ بسمل حالت به مي درته وړاندي کړی وای، خو چي جادويي قلم مي مل او هلته يې ور سره ملګرى وای.

زما د ژوندانه د رګانو ډېوه مړه سوله

ګرانه قرآن مله! ستا دي ياد وي په لفظونو کي

[i]  و ګورئ : طلوع افغان اونیزه، ۵۴ او ۵۵