کور / خبرتیا او پيغامونه / په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولني دمشرتابه پيغام

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولني دمشرتابه پيغام

د۲۰۱۹ م کال دجنوري  ۱۴ مه

سويډن  –  دمالمو ښار

دمغز اوقلم دلوي څښتن  په نامه  !

دوياړځاي دی چې اوس افغانان لکه دنړۍ  نورولسونه  خپل علمی اوادبی شخصيتونه دهغوي په ژوندکي نمانځي .

په زياته خوښۍ موخبرتر لاسه کړ چي دآسترالیا دملبورن په ښار کښي یوشمیرافغان میشتوټولنو ( دافغان آسترالیا دبشردوستانو ټولنه،دګان کلتوری ټولنه اودافغان آسترالیا دځوانانو ټولني) په نوښت  دافغانستان دوتلي نوښتګر شاعر او لیکوال اوژورناليست  ښاغلي عبدالهادي هادي دعلمی او ادبي هڅودستايني  په  وياړ دشعر او آدب  نمانځغونډه  جوړه وی .

ترهرڅه وړاندي زموږ فرهنگی ټولني مشرتابه  تاسو ددې درني غونډي جوړونکو اوبرخوالو ته پدي ملي او فرهنگي چوپړ کي دلوي خداي له دربارنه دزياتو برياليتوبونوهيله کوو .

ددې  ستاين غو نډي  درنو برخه والو!

اجازه راکړئ  ددې پيغام  په مټ  تاسو اوستاسو له لارې ټول افغان ولس دعلم ،فرهنګ او ادب پالندویانو او مينه والو، په ځانګړې توګه ددې درنې غونډي کوربه اوپدې  پر تمينه غونډه کي راټول شويو درنواودقدر وړفرهنگيانو اوفرهنگپا لوته دځان اودلته په سويډن کې دوستۍ فرهنگی ټولني دمشرتابه  تاوده سلامونه اونېکي هيلي تر تاسوپوري درورسوم .

درنودوستانو!

موږ ستاسو پدغه فرهنگي لويه  غونډکي ځانونه ستاسواغلو او ښاغلوسره  شريک بولي اوددې پرتمينې ادبی ستاين غونډې کوربانه ووته ددې ستر وطنی کاراوفرهنگی تکل له امله په وطني اوافغاني مينه  دمبارکۍ په ويلو سره دلوي خداي له دربارنه ددې درنې غونډي دبريالي پاي ته رسيدواوتاسو ټولو فرهنگپالو او ادبپالوته دلازياتو برياوغوښتنه کوو .

ښاغلی عبدالهادي هادي  ددردونواونهيليوانځورگرشاعر  :

زموږ دمعلوماتو له مخې هادی صاحب د تنکی ځواني له   وختونو نه  بيا ترهمدا نن پوري د پښتو ژبی د پرمختګ او افغاني فرهنګ د بډايني لپاره زيار اوزحمت ايستلی دي اودخپل ورځني ژوند پوره برخه یې همدې چوپړ ته  وقف کړېده .

ښاغلي عبدالهادي هادي په اسټرلیا کي دپښتوشعر او ادب جلاوطنه ځلانده فرهنګی ستوری اوپېژندل سوې څېره ده .

عبدالهادي هادي لمړنۍ دنده د افغانستان په ليکوالو اتحاديه کې پيل کړه، خو په هېواد کې د حالاتو د ترېنگلتيا لامله دې ته اړوت چې د نورو گڼ شمېر افغانانو په څېر پاکستان ته کډوال شي . هلته يې په پېښور کې د افغانستان لپاره د بي بي سي راډيو په خپرونوکې د خبريال،ليکوال او پروډیوسر په توگه دنده پيل کړه، چې وروسته يې په کابل کې هم همدا دنده درلوده چې ۱۲ کاله يې دوام وکړ  .

ښاغلي هادي صاحب د ۲۰۰۲ ز کال له پیله او د ۲۰۰۳ ز کال تر پایه له بي بي سي راډیو سره د کار تر څنگ د لومړي ځل لپاره یواځې ادبیاتو ته د ځانگړې کړې “وریښم” په نوم مجلې خپرول هم پیل کړل .

له ۲۰۰۴ ز کال تر ۲۰۰۹ ز کال تر جولای مياشتې يې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ په  وزارت کي په مختلفو دندوگمارل سوی دی .پدې ټوله موده کې له ورسپارل سوو  دندو سره د یاد وزارت د ویاند اود اړیکه د میاشتینۍ مجلې مسول مدیر دنده هم په غاړه درلوده.

ښاغلی عبدالهادي هادي د ۲۰۰۹ ز کال په جولای کې استرالیا هیواد ته ولیږدید او په سیډني کې میشت شو چې د همدې کال په وروستیو کې یې په اسټرالیا کې د شمله په نوم یوازینۍ پښتو راډیو جوړه کړه چې تر اوسه یې خپرونې ښې روانې دي او سیدني میشتي افغانان یې په مینه اوري .

دنوموړي ليکوال چاپ سوی ادبي اوشعری اثار لکه : گل دشپې په څڼو کې،د اورونو پرتنابونو،مات غمي اوستا به باور نه راځي هغه  چاپ سوی دشعرونوټولگې دي چې دپښتو ژبې دشعری جونگړي دگلانو په توگه یې خپل ځانگړي ځاي ځانته  غوره کړی دي  .

د دې ټکي په پام کې نیولوسره چې دهرعلمي اوفرهنګي شخصیت دکار اوژونددټولواړخونو راسپړل اوڅېړل ديو پيغام په کچه یوڅه ستونزمن کاردي . دغې موخې ته رسېدو لپاره  موږ په دې باورلرو چې پدې درنه روانه  علمي او ادبی غونډه کي به  تاسوددې شاعر،ليکوال اوژورناليست دعلمی اوادبی هڅو دکار اوژوند یوشمېر اړخونو په اړوند دغونډي ددرنو برخوالو لخوا څېړنيزي ليکنې واوری .

ښاغلی هادي صاحب لکه بل هر ليکوال او ادبپال دخپل عمرپه اوږدوکښي ډير علمي  اوفرهنگی کارونه سرته رسولي ،په خپلو ليکنو اوقلمی هستونوکښي ئي دژبې اوافغان ولس سره مينه انځورکړېده .

موږ يوځل بياښاغلی عبدالهادي هادي صاحب ته چې دادرنه نمانځ غونډه یې په وياړ جوړه سوې پدي ملي او فرهنگي چوپړ کي دلوي خداي له دربارنه  ورته  دزياتو برياليتوبونوهيله کوو .

ومن الله التوفيق

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولني دمشرتابه  په استازيتوب

حبيب اله غمخور