کور / سياسي / که زه کاندید وای

که زه کاندید وای

نظامی دوکترین

ليکنه: نجیب منلی

ملي امنیتي ځواکونه هغه وخت واقعاً «امنیتي ځواک» بلل کېدای شي چې لازم امکانات ولري او یوازې هغه وخت واقعاً «ملي» کېدای شي چې امکانات یې د ملت په استازولۍ د ملي حکومت په واک کې وي.

سره له دې چې په تېرو، څه کم، دوه لسیزو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د زرګونو ځوانانو د سر په بیه وکړای شول چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او د ولسواکۍ نظام په ساتلو کې نسبتاً بریالی نقش ولوبوي خو له دې امله چې د دغو ځواکونو تمویل سل په سلو کې په بهرنیو مالي امکاناتو کېږي، له درندو قربانیو سره سره، هم د ملت ډېری وګړي او هم د هېواد سیاستوال وېره لري چې د بهرني ملاتړ له ختمېدو سره به دغه ځواکونه له ناکامۍ سره مخ شي.

د نوي نظام د جوړېدو له ورځې تر دې دمه افغان حکومت پر نړۍواله ټولنه تکیه کړې او لا نه دی بریالی شوی چې د هېواد د بهرني او کورني امنیت په اړه خپلواک، د ملي ارادې ممثل، سیاست ولري. د هېواد د بهرني او کورني امنیت د تامین له پاره د یوه ريښتیني نظامي دوکترین نه شتون، که له یوې خوا پر نړۍوالو د بشپړې اتکا زېږنده ده، له بل لوري په کور دننه د هېواد او نظام د ساتنې د مسوولیت د منلو له پاره هم ستر خنډ دی.

نظامي دوکترین د اصولو هغه بنسټیزه مجموعه ده چې د هېواد د ملي امنیت د ساتلو په خاطر ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د عمل چوکاټونه ورکوي. نظامي دوکترین د یو هېواد اقتصادي، سیاسي، علمي، ټولنیزو، رواني، تاریخي او تخنیکي اوضاعو ته په کتو د هغه هېواد د وسله والو ځواکونو موخې او وظایف په ګوته کوي او دا مشخصوي چې د خپلو موخو د لاسته راوړلو او وظایفو د اجرا له پاره څه ډول، په کومو امکاناتو د جنګ تابیا ونیسي.

د نظامي دوکترین تر ټولو مهم ټکی دا دی چې یو ملت څنګه په یو ګواښوونکي نړۍوال چاپېریال کې خپل موجودیت تعریفوي او ځان تثبیتوي. کله چې د افغانستان پر نظامي دوکترین فکر کوو نو لازمه ده چې لومړی دا خبره مشخصه کړو چې افغانستان له کومو ګواښونو سره مخ دی او څنګه کولای شي دغو ګواښونو ته مناسب ځواب ووایي.

۱ – ګواښونه

۱.۱ – بهرني ګواښونه

افغانستان شپږ ګاونډیان لري چې د هر یوه له خوا افغانستان ته متوجه ګواښونه بېلې بېلې بڼې لري. همداراز د سیمې هېوادونه (روسیه، ترکیه، د خلیج هېوادونه، هند) په افغانستان کې ګټې لري (یا د ګټو درلودلو احساس لري) چې د افغانستان پر امنیت او خپلواکۍ باندې په یو نه یو ډول اغیز ښندي.

د افغانستان او سیمې منځمهالو ګټو ته په کتو، چین او د افغانستان شمالي ګاونډیان (تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان) د هېواد د پولو خوندیتابه ته د پام وړ ګواښ نه پېښوي. له دې هېوادونو سره پر پولو عمده ګواښ د قاچاقبرانو او تروریستي ډلو تحرکات دي چې غالباً د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې ځوابېدلای شي.

افغانستان او ایران په خپلو منځو کې د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه کومه جدي ستونزه نه لري. ایران هم اوس د افغانستان پر سیاستونو د مستقیم اغیز درلودلو له پاره هڅې کوي او هم به په راتلونکې کې همدا وړ سیاستونه ولوبوي. دا موضوع د افغانستان امنیت ته جدي ګواښ بلل کېدای شي خو ځواب یې تر ډېره سیاسي او استخباراتي اړخونه لري. د افغانستان اوبه د ایران له پاره د پام وړ شتمني ده. ایران به په راتلونکې کې په هره ممکنه لار په افغانستان کې د اوبو د مهارولو پروژو ته خنډونه جوړ کړي. د ګډې پولې دواړو خواوو ته د قاچاق د لارو شتون او د سیمې په وګړو کې له مرکز څخه د فاصلې اخیستلو د تمایلاتو موجودیت کېدای شي چې په محدوده کچه، خو د ریښتیني ګواښ په توګه، د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله د پوځې برخورد له پاره زمینه برابره کړي.

افغانستان او پاکستان د ډیورنډ د کرښې پر سر اوږد تاریخي کړکېچ لري. د پاکستان له ایجاد څخه راوروسته، پاکستان همیشه خپل امنیت د افغانستان له بې ثباتۍ سره تړلی بللی دی او په افغانستان کې د سیاسي او نظامي ثبات د مختلولو له پاره یې له هرې ممکنې وسیلې استفاده کړې ده. د پاکستان نظامي استخبارات په افغانستان کې د تقریباً ټولو تخریبي عملیاتو تر شا دي. د کرښې پر سر پاروونکي اقدامات کله کله محدود وسله وال برخوردونه رامنځ ته کوي.

د ایران فعال عسکري ځواک ۵۳۴ زره تنه دی چې څه باندې څوارلس ملیارده ډالره (د کورني ناخالص تولید ۳،۱٪) لګښت لري. د پاکستان فعال عسکري ځواک ۶۵۳ زره تنه دی چې نېږدې یوولس ملیارده ډالره (د کورني ناخالص تولید ۳،۵٪) لګښت لري. د دواړو هېوادونو د پوځونو بشري او مالي ځواک او تسلیحاتي وړتیا د افغانستان له پوځي ځواک سره د پرتلې وړ نه ده.

ممکنو متوجه ګواښونو او د قواوو تناسب ته په کتو، د وړاندوینې وړ راتلونکې کې، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ماموریتونو کې له هېڅ ګاونډې هېواد سره مخامخ نظامي ښکېلتیا د تصور وړ نه ده. افغانستان باید د خپل ځمکو او پولو د خوندیتابه له پاره له مخامخ نظامي اقداماتو پرته پر نورو لارو چارو غور وکړي.

له ګاونډیو پرته یو شمېر نور بهرني هېوادونه د افغانستان پر خاوره د منافعو درلودلو احساس لري. دا هېوادونه هڅه کوي چې د استخباراتي لوبو له لارې د افغانستان پر کورنیو سیاستونو اغیز ولري. هغه ګواښ چې له دې درکه افغانستان ته متوجه دی مستقیماً د افغانستان جنګي ځواک نه ښکېلوي خو افغانستان ته په کار دي چې په استخباراتي ډګر کې دا ګواښ هم تر پوښښ لاندې ونیسي.

۱.۲ – کورني ګواښونه

د افغانستان امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ په کور دننه بلواګانې، اغتشاشونه او بغاوتونه دي. د دې تر څنګ، د افغانستان جغرافیایي موقعیت د اسیا او اروپا د جرمي اقتصاد (د نشه یي توکو قاچاق، د انسانانو قاچاق، د تجارتي مالونو قاچاق) د کاروباریانو له پاره خورا په زړه پورې دی او ستر جنایي بانډونه د افغانستان د سراسري امنیت له پاره د پام وړ ګواښ بلل کېدای شي. همداراز د بهرنیو استخباراتي کړیو تخریبي فعالیتونه د کورنیو ورانکارو پر مټ ترسره کېږي نو دا هم په کورنیو ګواښونو کې شاملولای شو.

۱.۳ – ګواښمنتیا (Deterrence)

پرته له جګړې د یو هېواد د دفاع تر ټولو غوره لار دا ده چې ممکن تعرض کوونکی هېواد په دې خبره قانع کړي چې که تعرض وکړي نو ګرانه به ورته پرېوځي. عموماً هېوادونه د دې چارې له پاره داسې پوځي او تسلیحاتي امکاناتو ته مخه کوي چې ډېر ویجاړوونکي وي. اتومي وسلې د ګواښمنتیا تر ټوله عامه او منل شوې وسیله ده. هېوادونه د دې له پاره اټومي وسلې نه جوړوي چې عملاً ترې د جنګ په ډګر کې کارواخلي خو ممکن ګواښوونکی هېواد په دې پوهېږي چې که تېری وکړي نو دا خطر شته چې اټومي وسله پرې وکارول شي. د دې له پاره چې یو هېواد خپل خلک او خپله خاوره له اتومي ناورین څخه خوندي کړي نو زړه نه ښه کوي چې پر داسې هېواد برید وکړي چې اټومي وسله لري.

د افغانستان په ګاونډیو کې چین او پاکستان عملاً په خپلو وسله تونونو کې اټومي بمونه لري او ایران د اټومي وسلو د جوړولو تخنیکي وړتیا پیدا کړې ده او که څه هم نړۍوالو فشارونو تراوسه دې ته نه دی پرې ایښی چې په ښکاره اټومي بم و ازمېیي خو تصور کېدلای شي چې په نسبتاً نېږدې راتلونکې کې دا هېواد هم ورته وسلو ته لاسرسی پیدا کړي. د داسې بالقوه دښمن د ډارولو له پاره افغانستان نه پر متعارف نظامي ځواک تکیه کولای شي او نه پر لوړه نظامي تکنالوژي.

د دې له پاره چې د افغانستان ګاونډیان پر افغانستان یرغل کولو ته زړه ښه نه کړي نو په کار ده چې دا هېواد هم د ګواښمنتیا وسایل پیدا کړي. د ګواښمنتیا تر ټولو ساده وسیله له یو ستر بهرني ځواک سره ستراتیژیکه ملتیا ده. افغانستان کولای شي چې د خپلې خاورې د خوندیتابه له پاره له یو ستر نړۍوال ځواک سره د ګډې دفاع ستراتیژیک تړون ولري. دا ډول تړونونه که له یوې خوا د یرغل کوونکو هېوادونو پر وړاندې ښه دفاعي وسیله کېدای شي، له بل لوري دا ایجابوي چې خپل ستراتیژیک مل ته داسې امتیازات و مني چې هغه له افغانستان سره د خپل برخلیک شریکولو ته وهڅوي. په اوسنیو شرایطو کې امریکا د دې چارې له پاره ښه ستراتیژیک مل کېډلای شي خو د امریکا سیاستونو ته په کتو (په تاریخ کې څو ځله داسې شوي دي چې امریکا خپل ستراتیژیک مل په سختو شېبو کې پر میدان پرې ایښی وي) د ګواښمنتیا دا وسیله هغومره ډاډمنه نه ده چې تمه یې کېږي.

د افغانستان له پاره د ګواښمنتیا تر ټولو غوره وسیله د افغانستان نظامي تاریخ دی: هر کله چې کوم هېواد اراده کړې چې پر افغانستان د زور د اعمال له لارې مسلط شي، د افغانانو ملي مقاومت له ماتې سره مخ کړی دی. که افغانستان غواړي چې د هر ممکن نظامي یرغل پر وړاندې ځان ډاډمن کړي نو باید پر خپل نظامي تاریخ تکیه وکړي. د دې کار له پاره لازمه ده چې افغانستان داسې شرایط رامنځ ته کړي چې هر ممکن یرغلګر په دې مطمین و اوسي چې پر دې هېواد تېری به ورته تر حد ډېر ګران پرېوځي. د ملت د ازادي غوښتنې احساسات به د چا سترګو ته ودرېږي خو شاید بلاغواړی (ماجراجو) دښمن داسې وانګېري چې تش لاس ملت دومره هم ګواښمن نه دی چې د وچ نظامي ځواک پروړاندې ودرېږي (روسیې، پاکستان او امریکا دا تجربه وکړه؛ ایران د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دا خطر پر ځان و نه مانه). د دې له پاره چې د افغانانو د مقاومت وړتیا له بالقوه ګواښ څخه په یوه بالفعل ځواک بدل شي، د افغانستان حکومت کولای شي چې داسې یو احتیاطي ځواک ایجاد کړي چې ملت د دایمي تیارسئ په حالت کې وساتي، په ټول هېواد کې د سپکو وسلو زېرمه تونونه جوړ کړي چې که اړتیا پېښه شي ملت په خپله له ځانه دفاع وکړي او یرغلګر پر خپله بې پروایۍ پښېمانه کړي. د ګواښمنتیا دغه ملي، اماده خو نامنسجم ځواک کولای شي ډېر په اسانه د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا خوندي کړي.

۲ – د ګواښونو ځواب

د افغانستان کورني او بهرني امنیت ته متوجه ګواښونه د افغانستان د ضرورت وړ دفاعي امنیتي ځواک د بېلابېلو څانګو وظایف، ماموریتونه او جوړښت تعینوي.

د خلکو د ورځني امنیت ساتل، د حکومتي واک تعمیل او د قانون تنفیذ د پولیسو وظیفه ده.  او د بلواګانو، اغتشاشونو او بغاوتونو په قوت ځپل د ملي اردو کار دی. د بهرنیو استخباراتي لوبو شنډول د استخباراتي دستګاه د فعالیت ساحه ده.

پورته شمېرل شویو مواردو ته په کتو، د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو اوسنی ترکیب او تشکیل په هېڅ وجه د افغانستان امنیتي ستونزو او ننګونو ته ځواب نه شي ویلای. د مشخص، معقول او واقعبین نظامي دوکترین نه شتون د دې باعث شوی چې د افغانستان حکومت او ورسره بهرنیو ملاتړو په تېرو نېږدې دوو لسیزو کې د ستونزو پر وړاندې انفعالي غبرګون ښکاره کړی دی.

د ګواښونو او ننګونو ارزونه د افغانستان د نظامي دوکترین بنسټونه په دې توګه راڅرګندوي

  • د افغاانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او بهرني امنیت د تامین له پاره افغان دولت نه شي کولای چې پر نظامي ځواک تکیه وکړي. د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د افغانستان یوزینی معقول ځواب د هېواد د ګواښمنتیا په وسایلو کې دی. افغانستان باید، په هر ډول چې وي، داسې شرایط رامنځ ته کړي چې ګاونډیان د افغانستان پر خاوره د تعرض له پاره زړه ښه نه کړای شي. د دې چارې یوازینۍ ممکنې لارې له یوې خوا په نړۍواله کچه له سترو ځواکونو سره ستراتیژیکه ملتیا ده او په کورنۍ کچه د ولسي دوامداره، پلان شوي مقاومت د تنظیم په خاطر د دقیقو میکانیزمونو ایجادول، پالل او معرفي کول دي.
  • بغاوتونه او شورشونه، وسله وال پاڅونونه دوه اړخه لري. یو یې ډله ییز خوزښتونه دي چې فوري او قاطع ځواب یې د ملي اردو له کومانډو ځواکونو سره دی او دوامداره مدیریت یې د پولیسو او استخباراتو دنده ده. بل یې د هېواد په وګړو کې د نا امنۍ د احساس پیدا کول دي چې دا ډول شورشونه د پولیسي وسایلو په مرسته مهارېدلای شي.

له دې امله د افغانستان ملي اردو پراخه تشکیلاتو ته اړتیا نه لري. د افغانستان له پاره مناسبه ملي اردو د شاوخوا پنځوس زره پرسونل په ترکیب ځواکمن، متحرک او مجهز کومانډو ځواک دی.

  • د لویو جنایتونو او سازمان شویو جرمونو پر وړاندې د ملي پولیسو په چوکاټ کې د لسو زرو تنو شاوخوا یو مجهز، متحرک، روزل شوی ضربتي ځواک د غبرګون تر ټولو غوره وسیله ده.
  • د عاجلو پېښو له پاره د کومانډویي وړتیاوو درلودونکو پینځه زره تنو په ظرفیت د چټک غبرګون قوه کافي برېښي.
  • د جنایاتو او جرمونو د کشف، څېړنې او تعقیب له پاره د شاوخوا لس زرو تنو مسلکي پولیسانو په ترکیب مجهز جنایي پولیس په کار دي.
  • د استخباراتو او جاسوسي ضد فعالیتونو له پاره د ملي امنیت په چوکاټ کې د یوې مناسبې، خو محدودې، بشرې قوې تر څنګ د معلوماتو د راټولولو، تحلیل، ارزولو او پر سیاستونو د بدلولو یو پیاوړي، په عصري ټکنالوژۍ سمبال ټیم ته اړتیا ده.
  • د عامه نظم او هېوادوالو د ورځني امنیت او د قانون د تنفیذ له پاره د ۲۰۰۰۰۰ تنو په ظرفیت د سیمه ییزو، نا وسله والو او یو کم شمېر په سپکو وسلو سمبال پولیسو ځواک ته اړتیا ده.

د افغانستان د مشخصو امنیتي ګواښونو او ننګونو له پاره، د پورته یادو شوو بنسټیزو حقایقو په رڼا کې افغانستان کولای شي چې د یو نسبتاً ښه امنیت له پاره د شاوخوا دوه ملیاردو ډالرو کلني لګښت په بودجوي چوکاټ کې د اړتیا وړ مناسب نظامي ځواک ولري.

د افغانستان کورنی ناخالص تولید په ۲۰۱۸ کال کې ۲۱ ملیارده ډالره و. دوه ملیارده ډالره نظامي بودجه د ناخالص کورني تولید ۹٪ جوړوي. دا رقم که خورا لوړ هم دی خو د زغملو وړ برېښي. په پینځو کلونو کې د نظامي بودجې فشار د افغانستان پر اقتصاد د کورني ناخالص تولید شاوخوا ۵٪ ته راټیټېدای شي او کم له کمه د یوې لسیزې له پاره په همدې حدودو کې ثابت ساتل کېدای شي.

که احیاناً نړۍوالې مرستې بندې هم شي، افغانستان کولای شي چې خپلو امنیتي اړتیاوو او وړتیاوو ته په کتو، خپل نظامي ځواک له ملي سرچینو تمویل کړي او په دې توګه د سیاسي خپلواکۍ لومړی شرط، چې د یو پر ځان بسیا امنیتي او دفاعي ځواک درلودل دي، پوره کولای شي.

یو معقول، واقعبین او په ملي منافعو ولاړ نظامي دوکترین درلودل کولای شي چې د افغانستان نظامي ځواکونه په ريښتینې مانا ملي او خپلواک کړي او هېواد په پردي نظامي ملاتړ د بې باوره اتکا له حالته وباسي.