کور / تازه خبرونه / کرکټ : افغانستان له مالیزیا لوبه وګټله.

کرکټ : افغانستان له مالیزیا لوبه وګټله.

نن دافغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په مالیزیا کې له کوربه هیواد سره د سیالۍ په ترڅ کې دغه هیواد ته کلکه ماتې ورکړه ، افغانستان مالیزیا ته ۶۶ منډو ماته ورکړه ، په سر کې دافغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بېټېنګ وکړ او په پنځوسو اورونو کې یې ۲۶۳ منډی جوړی کړی، کریم خان صادق ډیر ښه بېټېنګ وکړ او ۷۹ منډی یې په یوازی ځان جوړی کړی ، کریم خان صادق دلوبې اتل ستوری یا مین اف دی میچ وپيژندل شو ، مالیزیا بیا په خپل بېټېنګ کې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو ۱۹۷ منډی په ۴۶ اورونو کې جوړی کړی.