کور / تازه خبرونه / د ډنډ له ۶۰۰سېلاب ځپلو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل سوه

د ډنډ له ۶۰۰سېلاب ځپلو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل سوه


د دوشنبې په ورځ مرستیال والي عبدالحنان منیب لخوا په ډنډ ولسوالۍ کي د ورستيو اورښتونو له کبله د زیانمنو سوو کورنيو سره د مرستو د توزېع ‎لړۍ پيل سوه، چي پرمهال يې د ولایتي شورا وکيل عطاوالله عطا، د دغه ولسوالۍ ولسوال سکتوري رئيس او د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو ګډون کړی وو.
د دغه مرستو د توزيع پرمهال مرستیال والي وویل : د زیانمن سوو کورنيو سره ولایتي ادارې د امکان ترحده د مؤسساتو په همکارۍ مرستي ترسره کړي چي په دوام سره يې نن د پېښو پروړاندي د مبارزې د رياست لخوا هم په ډنډ ولسوالۍ کي د دغه مرستو پروسه پيلېږي، د هغه په وينا په دغه مرستو کي ( ۱۶ ) قلمه خوراکي توکي چي اړتيا ورته زياته وه شامل دي.


دغه راز نوموړي وویل : دغه مرستي ( ۶۰۰ ) زیانمن سوو کورنیو ته د منظمي سرو له مخي ورکول کېږي، د هغه په خبره : له مرکزي ادارې څخه یې هم د تېرو اورښتونو له امله د زيانمنو سوو کورنيو لپاره د نورو مرستو غوښتنه هم کړې.
ښاغلي منيب وويل : تر دا مهاله د ورستیو اورښتونو تلفات په تخميني ډول د (۷۰ ) تنه زخمیانو، ( ۲۵ ) تنه شهيدانو او څه له پاسه د ( ۶۰۰۰ ) زيانمنو سوو کورنيو يادونه کولای سو.