کور / خبرتیا او پيغامونه / اتم مارچ د مترقي او دموکراټيکو غورځنګونو ازمايښت

اتم مارچ د مترقي او دموکراټيکو غورځنګونو ازمايښت

د ښځو د ازادۍ مارچ ، اتم مارچ
(د مترقي او دموکراټيکو غورځنګونو ازمايښت!)

موږ آزادي غوښتونکي (مترقي) ښځي د پاکستان په هر مزاحمتي غورځنګ کي برخه اخيستې او په لومړۍ کرښه کي د خپلو حقونو لپاره دريدلي او جنګيدلي يو.
موږ دا هم وينو چي د ښځو د برخي اخيستني په اړه د مزاحمتي غورځنګونو د ملګري او ملاتړي موږ ته په کوم نظر ګوري!
د مارچ د ښځو د ورځي پر بنسټ “د ښځو دموکراتيک فرنټ” د خپل کانګريس د بنسټ ايښودني پر مهال چي په مارچ کي په اسلام جوړ سو، چي په هغه کي نه يوازي له پاکستانه دباندي د ښځو دموکراټيک بنسټونو برخه اخيستې وه بلکي نورو ازادي غوښتونکو او د ښځو حقونو مدافعينو ټولنو او ارګانونو هم برخه لرله.

دا وار موږ د مارچ اتمي پروګرام د ښځو د حقونو د نورو مدافعو ټولنو سره يو ځای په ګډه جوړوو.
دا وار به د ښځو د ازادۍ ورځ په حيدرآباد، اسلام اباد، کوئټه او فيصل اباد کي په شانداره توګه لمانځل کيږي او همدا شان به په مردان کي هم د زحمتکښو ښځو د لويي غونډي په بڼه ولمانځل سي.

تاسو ټولو ته د برخي اخيستني او زموږ سره د همږغۍ بلنه درکوو.

اتم مارچ ۲۰۱۹
پتي او وختونه:
حیدر آباد: شہباز بلډنگ 1:00 بجے
ٰکوئټه: پریس کلب 3:00 بجے
اسلام آباد: اسلام آباد 3:00 بجے
مردان: ال سویرا ہوټل، مالاکنډروډ، 11:00 بجے
فیصل آباد: پریس کلب 2:00 بجے

په درنښت
عصمت الله شاه جهان