کور / سياسي / موقت حکومت او عامه ذهنيت

موقت حکومت او عامه ذهنيت

ليکوال:   اکرام الله صافی

 

هغه سياسيون چې د موقت حکومت خبري کوي، دوي خپلو شخصي ګټو ته  په ملي ګټو برتري ورکوي،  تل يې د ملت په سرنوشت لوبې کړي دي او اوس هم د بهرنيو اجيري کوي، عامه ذهنيت  او افغان غيور ملت ورته د خاينانو په سترګه ګوري.

موقت حکومت د يوې سياسی خلا د رامنځ ته کيدو په معنی دی، چې حکومتی قوانين او فرمانونه د ځند سره مخوی، سياسي، ټولنيزې،اقتصادي،ژبني او لساني ستونزی رامنځ ته کوي او هغه بهرنې دښمنان چې د باثباته او پرمختللي افغانستان څخه په خطر کې دي، تل په کمين کې ناست دي، چې څنګه د افغانستان سقوط زمينه ورته مساعده شي، نو موقت حکومت د هغوي خوب په حققت بدلول دي.

اي خاينینو!

عامه ذهنيت او افغان ملت به ستاسو شومي موخې او کثيف پلانونه درشنډ کړي، ستاسو په نوم افغان ملت او تاريخ شرميږي، وخت لاتير ندې چې عامه مخضر کې د افغان ولس او ملت پروړاندي توبه تايب شئ سياسي پوهه بايد تر لاسه او سياسي شعور مو راويښ کړۍ چې سياسي مسايل په ښه ډوله تخليل او تفسير کړۍ، د نظام د پياوړتيا، خپلواکې او ځمکني بشپړتيا، اسلامي او ملی نواميسو ساتلو ته متعهد او ژمن شئ، نور د ملت په زحمونو مالګې مه شيندئ ، راشئ د افغان ملت په زخمې زړونو او زحمونو مرهم ولګوۍ.

د نظام ساتنه ،خپلواکی، ځمکنۍ بشپړتيا، اسلامی او ملي ارزښتونه د افغانانو سرې کرښې دي، ورڅخه ځان او مال په بدل کې دفاع کوي او هر څوک چې نوموړي ازرښتونه د خپو لاندي کوي عامه افکار او ملت ورته  د دښمن په سترګه ګوري، او هغه څوک چې نوموړي ارزښتونو څخه د  سر او مال په قيمت  دفاع کوي، قرباني ورکوی ملت يې ملي اتلانو په نوم يادوي، چې د  تاريخ پاڼې پری روښانه او ځلانده دي.

د طالبانو تحریک وياند زبيح الله مجاهد څخه هم په خپل وار منندوې يم چې د شمشاد تلويزون سره يې په مرکه کې ويل چې مونږ د موقت حکومت ايجاد غوښتونکې نه يو او داسې کړنې به ونکړو چې د هيواد استقلال او ځمکنۍ بشپړتيا وګواښوي.

 هيله او ازرو مو داده چې حقيقي سولې لپاره افغان حکومت د سولې خبرو کې دخيل شي، اوربند اعلان شي، هر څوک چې د نظام او هيواد پرمختيا غواړي په ولسمشريزو ټاکنه کې ونډه واخلي او د ديموکراتيکو لارو څخه چې هر څوک د ملت له مخې انتخاب شي، د خپل هيواد زغيم وټاکو  او نور يې سياسي ملاتړوکړو.

د يو پرمختللی او سوکاله افغانستان په هيله