کور / #PTM / په خوست او پکتيا کي د ارمان لوڼي ياد غونډي وسوې

په خوست او پکتيا کي د ارمان لوڼي ياد غونډي وسوې

د خوست او پکتيا مدني فعالانو د بشري حقونو له سازمان او نړيوالي ټولني څخه غوښتي چي د ارواښاد ارمان لوڼي قضيه دي وڅېړي.

پرون پنجشنبه په خوست او پکتيا ولايتونو کي ګڼ شمېر مدني فعالانو او ولسي وګړو د ارواښاد ارمان لوڼي د وژني د څلوېښتمي ورځي يادغونډه ولمانځل.

د غونډي ګډونوالو له نړيوالي ټولني او د بشري حقونو له سازمان څخه وغوښتل چي د ارمان لوڼي قضيه دي وڅاري او د هغه قاتلينو ته دي سزا ورکړي.

د غونډي ګډونوالو وويل، چي د ارمان لوڼي وژنه د پښتنو د ټولوژني تسلسل دی او پاکستان غواړي د پښتانه د وژني او ځورني له لاري د خپلي مبارزې راوګرځوي.

د غونډي يو سمبالونکي او په پکتيا کي د ګام مدني بنسټ مشر افضل زيار وويل:” ارمان لوڼی په افغاني خاوره په لوی افغانستان باندي د عدم تشدد ماډرنېست سياستوال و، چپ د پښتنو هغه حق ئې غوښته چي تراوسه پورې له پنجابي دولت څخه نه و ترلاسه سوی.”

د ګردېز يو بل اوسېدونکی منوچهر وايي ”هغه څوک چي ددغو مسايلو لامل دي هغوی بايد په نړيوالو محکمو کي محاکمه سي، څو نور خلک ددغو مبارزو ځوانانو د لارې خنډ نه سي.”

ارمان لوڼی څلوېښت ورځي وړاندي د پاکستاني پوځ په اشاره د پوليسو له لوري هغه مهال ووژل سو، چي کله نوموړي په لورلايي کي د پښتنو پر وړاندي د زورزياتي پرضد لاريون کي ګډون وکړ.

د څلوېښتو ورځو په تېرېدو سره لاهم د پاکستان حکومت د ارمان لوڼي د وژلو قضيه نه ده ثبت کړې.

خو برعکس پرون ئې د هغه کسانو پر ضد مقدمه درج کړه کومو کسانو چي د ارمان لوڼي د مقدمې د درجولو غوښتنه کول.

په خوست کي هم ګډونوالو د نړيوالي ټولني څخه غوښتنه وکړه چي د ارواښاد لوڼي د قضيې څارنه دي وکړي او د هغه قاتلينو ته دي سزا ورکړي.

د غونډي يو ګډونوال فريدالله قربان وايي”زه فکر کوم پاکستانی رياست په دې سره غواړي چي د پښتنو دغه روحيه او يا دغه مبارزه چي دوی د پي ټي اېم په چوکاټ کي را پيل کړې ده وځپي، دوی اصلا نه غواړي چي د پښتنو حقوق ترلاسه سي يا د پښتنو دغي مبارزې ته درناوی ولري.”

د پښتونخوا، کابل، خوست، پکتيا، کوئټه او د پاکستان په لويو ښارونو کي د ارواښاد ارمان لوڼي د څلوېښتمي ورځي يادغونډي مراسم ترسره سول.