کور / رسنۍ / خبريال دولس ږغ او د ټولني هینداره!

خبريال دولس ږغ او د ټولني هینداره!

لیکنه: حافظ احمد نصرت

په ولسواکو نظامونو کې رسنۍ یا ژورنالېزم دولت د درې ګونو قوو په څېر څلورمه قوه بلل کیږي او خلک ورته خورا درناوي کوي.

افغانستان چې کلونو جګړو او ناخوالو ځپلی دبیان ازادي پکې ډیره مخینه نه لري ولې نړۍ کي یې بیا تاریخي مخینه ډیر کلونه په بر کې نیسي.

تېرو څو کلونو کي دبیان ازادي ، ژورنالېزم او خبریالي ډیر په سرعت او چټکۍ سره افغانستان کې پرمختګ وکړ چي ساری یې په ګاونديو هېوادونو او سیمه کې نه لیدل کیږي

ژورنالېزم هغه سپیڅلی،مقدسه،دباور وړ،دولس دخدمت مسلک یا رشته ده چې پکې ټولنه او هېواد ته ډیر خدمت کیدلای سي.

دافغانستان زړورو،په هېواد مینو خبریالانو په سختو شرایطو دبدن او ځان په قربانۍ سره وکولاي سول چې دبیان دازادی ږغ اوچت او د ژورنالېزم ډیوې بلې وساتي او خپلې ټولنې دردونه،ستونزې او غمونه دخپل سپیڅلی مسلک په ژبه تر مسولو چارواکو ورسوي.

لکه څنګه چي ویل کیږي خبریال دټولنې هینداره ده او دولس ږغ دی دې کې شک نسته ځکه ټولنه خپل راتلوونکی دخبریال په څیره کي لیدلای سي.

ژورناليست هغه څوک دی چې  تل د رښتيا و له کبله د خلکو په زړونو کې ځاي لري ژورناليست داسې څوک دی چې دوست او دښمن ورته يو دى ، خو که  په دغه خبره هرڅوک وپوهيږي د دندې پرمهال خبريال ته يوازې د واقيعتونو خپرول اهميت لري که دغه  رښتيا، دده په زيان هم پای ته ورسيږي .

ژورنالېست هغه څوک دى چې له ژورنالېستيکي اصولو څخه د پوره خبرتيا پر بنسټ چمتو خبرونه او رپوټونه اورېدونکو ته وړاندې کړي.

نه داچې اوتي بوتي وغږوي او داسې فکر وکړي چې هرڅه وايي سم دي او خلک نه پوهيږی . دابه سم قضاوت نه وي چې تاسو ټولو خلکو ته په سپکه سترګه وګوري او ټول تر ځان کښته وبولي .

هغه څوک چې خلکو ته هر سهار ناوړه پيغا مونه رسوي . دا ناوړه پيغامونه که له يوې خوا خواشينوونکي دي خو د رسنۍ د خبرونو ارزښت لوړوي او د اورېدونکو د پام وړګرځي . که دا خراب خبر دې په رښتيا ، دقت او ژورنالېستيکو اصولو سره وړاندې کړ نو د خلکو په زړونو کې ځای نيسې.

خبریال قرباني ورکوي ځان خطر کي اچوي ولې ټولنې ته واقیعت دخپل سر په بدله کي رسوي چې دا کار ډیری کسان نسي کولاي.

دې وروستیو کې افغان ولسمشر دکب ۲۷ مه دخبریالانو دملي ورځی په نوم ونومول چي دا کار یې دستایلو او دبیان دازادۍ او افغانستان کې دژورنالېزم دلا باوري کولو او افغان خبریالانو ته دقوي روحیې د ورکولو په معنا دی.

زه د یو خبریال په توګه دافغان ولسمشرمحمد اشرف غني  ددې کار ننګه او ملاتړ کوم او ترې مننه کوم چي دنورو قشرونو په ‎څیر یې خبریال ته هم ورځ ځانګړې کړل.

دبیان دازادۍ او ژورنالېزم د ډګر اتلانو ملي ورځ مو مبارک سه

په درنښت

حافظ احمد نصرت

۱۳۹۷/کب/۲۷