کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پاکستان دافغانانو يوازنی دښمن نه دئ

پاکستان دافغانانو يوازنی دښمن نه دئ

په دې کې هېڅ شک نشته چې دافغانستان په ٢٨ کلنه غميزه کې چې له بده مرغه او س هم روانه ده دځينو لرو هېوادونو په ګډون ټول ګاونډيان لاس لري او يو يې  هم سپين باز نه دى خو په دومره توپير چې ځينو لېرو او ګاونډيو هېوادونو به په اصطلاح دافغانستان په ورانولو او ويجاړولو کې خپل ډېر رسالت !!  ترسره کړى وي  او ډېره ونډه به يې اخيستي وي او ځينو به بيا په دې اړه دخپلې سيالۍ آس ډېر نه وي ځغلولى . 


ځينې به د افغانانو دسرونو، وينو، خاورې ،دين ،مذهب او کلتور دښمنان وي ځينې به يې يوازې ددين او د خاورې دښمنان وي او ځينې په يې يوازې دکلتور او عنعنې دښمنان وي.


موږ وينو چې زموږ په ګاونډيو دښمنانو کې يو هم پخوانى شوروي يا اوسنى مسکو اودهغه له خېټې ناهضم شوي جمهوريتونه تاجکستان او ازبکستان دي. له شک پرته  ويلى شو چې مسکو دافغانانو تر ټولو ستر   او مکار دښمن دى .مسکو د افغانانو دسرونو، وينو، خاورې او هېواد، ننګ او ناموس ، دين، مذهب، کولتور او عنعنې او داسې نورو ټولو  ارزښتونو دښمن دى . دادروسانو او دهغوى دلاسپوڅو دپټو او ښکاره دسيسو ، موامرو دلاس وهنو پايله وه چې نن يې زموږ هېواد دې حالت ته راووست. داد روسانو دپټ او  ښکاره يرغل نتيجه ده چې څه کم درې ميليونه هېواد وال يې راته شهيدان او افغانستان يې په ګورستان او دنړۍ پر موزيم بدل کړ.  دهغوى پخپله وينا او اعتراف  داسې ناکاره تخم يې دلته شيندلى چې دهغوى دمحسوس پوځي حضور له نشتوالي څخه شپاړلس کاله وروسته يې هم افغانان له سلګونو کړاوونو او دردونو سره مخ کړل . 


دافغانستان او افغانانو ټول سياسي، اقتصادي ،  علمي او کلتوري بنسټونه يې له منځه يوړل او افغانستان کې يې دوينو لښتي وبهول .


زموږ بل لويديځوال ګاونډى په اصطلاح دايران اسلامي جمهوريت دى چې که څه هم په خوله د (پان اسلاميزم)  چيغې وهي خو په عمل کې يې جوته کړې ده چې دوى ته له  دين څخه مذهب يعنې له اسلام څخه شيعيت ډېر مهم دى، همدالامل دى چې نه يې له ايراني سنيانو سره   او نه يې هم له افغان مهاجرو سنيانو سره ښه سلوک کړى دى .


دې مسلمان ګاونډي !!  پر اړو، بې وطنو، مظلومو او مهاجرو  افغانانو ډېر ظلمونه وکړل . دمهاجرت دټولو اسلامي، ملي او بين المللي اصولو او مقرراتو پر خلاف يې  دافغانانو له کمپونو په سوځوونکو دښتو کې اغزن   سيستم راتاوکړ، په لويو ښارونو کې يې کار او مزدورۍ ته نه پرېښودل، کوچنيانو ته يې په ايراني ښوونځيو کې د زده کړې اجازه نه وه .  په ټول ايران کې افغانانو ته ددوهمې درجې مخلوق او غلامانو په توګه کتل کېدل د (پدر سوخته) چېغې به ورپسې وهل کېدلې ، په ډول ډول پلمو به يې خپلې اردوګاوې او تاڼې په افغانانو بنديانو ډکې کړې، يو افغان به په يوې فابريکې يا کورې (دخښتو بټۍ )  کې کلونه کلونه مزدوري کړي وي  ، پيسې او مزدوري به يې دکارله خاوند سره پاتې وي، کور او فاميل به يې په ايران کې وي او بې رحمه ايراني پوليس به يې ونيسي . څو مياشتې  به يې بندي کړي، ښه به يي ووهي وټکوي، دجيب نقدې پيسې او دلاس ساعتونه به ترې  واخلي اوافغانستان ته به يې رد مرز کړي  (راوشړي) .  چې دى به بيچاره دلته او کورنۍ يې بيا هلته به ايران کې ګدايي کوي، ډېر وخت يې کورنۍ له مړي او ژوندي هم خبر نه وي.  


ايران ، يوازې   په خپله خاوره کې دافغان مهاجرو په ځورولو بسنه نده کړې بلکې، دافغانانو په خاوره کې يې هم په تشنج  کې فعاله ونډه واخسته، مذهبي اقليتونه يې راته ولمسول دشيعه او سني تعصب ته يې لمن ووهله .  خپلو لاسپوڅو ته يې دافغانانو دوژلو او دافغانستان دورانولو  په غرض  وسلې، باروت او پيسې ورکړې چې ټوله دنيا پرې شاهده ده، او دا کار دجهاد او له روسانو او کمونستانو سره دجګړې او مبارزې په وخت کې نه، بلکې دافغانانو دخپل منځي جګړو پر مهال وشو، اوشواهد ښيي  چې ايرانيان اوس هم په افغانانو کې خپلو لاسپوڅو ته دافغانستان دورانولو لپاره وسلې او پيسې ورکوي. او بيا هم له بده مرغه چې په مهاجرو دايراني چارواکو ياد شوي ظلمونه تر اوسه لا په هماغسې درز کې روان دي.  همدا راز په افغانستان دايراني چارواکو کولتوري يرغل هم له چاپټ نه دى . دباميانو، مزار، دايکندي، پلخمري، هرات او کابل  کې کلي کورونه او ښارونه ټول دايراني کولتوري يرغل شاهدان دي په هره کوڅه کې ددوى په امکاناتو  او لمسونو دکولتوري مرکز په نوم د ايران  دکولتوري يرغل يوه نمايندګي شته ده چې موخه يې دافغانانو دخپل اصيل او منلي کولتور او مذهب پر ځاى دايرانيانو کولتور او مذهب ( شيعيت ) خپرول او ايراني کولتوري استعمار ته لار هوارول دي همدا اوس په پورتنيو سيمو کې ډېرو خپرونو ته چې په دري ژبه خپرونې کوي دايران دجاسوسۍ ادارې پيسې ورکوي .


همداراز يو بل هېواد چې که څه هم له افغانستان سره رسمي ګډه پوله نه لري خو دجغرافيايي  نزديکت له مخې يې له افغانستان سره راشه درشه له ګاونډيو هېوادونو څخه کمه نه ده هغه هندوستان  دى. دهندوستان چارواکو هم دافغانانو هغه ننګ او غيرت هېر کړى چې څو سوه کاله يې پر هندي راجپوتانو حکومت کړ ى او دافغانستان بيرغ د ډهلي پر تخت رپېده.  همدالامل وو چې له روسانو سره دافغانانو دجهاد پر وخت يې نه يوازې دافغانانو دا پاکه فريضه تاييد نکړه، له افغانانو سره يې دروسانو اودهغوى دمزدورانو پر ضد جهاد کې مرسته ونکړه بلکې عملاً دروسانو ترڅنګ ودرېدل ، د هغوى تېرى يې تائيد کړ  ، دروسانو او دهغوى دلاسپوڅو په واسطه دميليونو افغانانو وژل او ټپي کول يې دورسانو حق وباله، دمجاهدينو او دهېواد د رښتونو مدافعينود دښمنانو پر افغانانو تحميل شوي حکومتونه يې په رسميت  وپېژندل ،هغوى ته يې حوصله  او مورال  ورکړ . دکولتوري يرغل کچه خو يې دې حد ته رسېدلې  ده  چې نژدې  ده دافغانستان دلويو او  په اصطلاح  پرمختللو  ښارونو هر زلمى شاه رخ خان او سلمان خان او هره پيغله مادهوري او پريټي شي . 


زموږ يو بل ګاونډى چې له افغان سره تر بل هر ګاونډي اوږده پوله لري هغه پاکستان دى چې ځانته يې دپاکستان داسلامي جمهوريت نوم غوره کړى دى که څه هم دافغانستان په اړه دپاکستان له پاليسو هم شکايتونه شته دي او ځينې شکايتونه پر ځاى هم دي  چې څېړل يې  موضوع ډېره اوږدوي. خو اوس وينو چې په افغانستان کې ميډيا چې له بده مرغه  ديو خاص پاټکي او ديو خاص فکر دخاوندانو په واک کې ده دافغانستان دغميزې ټوله پړه يوازې او يوازې پر پاکستان ورغورځوي . په افغانستان کې په دولتي او نا دولتي خپرونو واکمنان   چې ځېنې يې دمسکو، ځينې يې دايران او ځينې يې دهند په اخور لوى شوي، هڅه کوي چې دخپلو بادارا نو دخوښۍ لپاره حقايق مسخ کړي  او په بې انصافۍ ټول مسووليت پر پاکستان ور واچوي . دوى دافغانستان ستر غليم او دافغاني غميزې بنسټګر (مسکو) دوست بولي ،  دايران په دومره فجايعو  سترګې پټوي. دهند جهاد ضد سياست او له روسانو سره دوستي تاييدوي خو پاکستان دافغانستان يواځينى دښمن بولي. زه دا نه وايم چې ګوندې  پاکستان بيخي بې ګناه او يا سپين چرګ  دى، زه وايم چې موږ بايد بې پلوه قضاوت وکړو، دهر چاتور ته تور او سپين ته سپين ووايو. ښايي په ځينو  مواردو کې دپاکستان چلند دنيوکې وړ وي خو دې کې شک نشته چې پاکستان له افغانانو سره ډېرې مرستې هم کړې دي . 


همداپاکستان و چې دروسانو پر ضد جګړه کې دمجاهدينو مورچل وو. همدا پاکستان وو چې دهغه وخت دلويې امپراطورۍ (شوروي اتحاد)  دښمنۍ ته يې غاړه کېښوده ،په خپل هېواد کې يې دبمونو چاودل او راز راز تخريبي کارونه وزغمل ، دپنځو ميليونو  مهاجرو بار يې په اوږه واخست، له مهاجرينو  او مجاهدينو سره يې( دايران پر خلاف)  دورورۍ په فضا کې چلند وکړ، هېڅ ډول بنديز پرې نشته او نه و،  تقريباً ټول هغه حقوق ورکړل شوي دي کوم چې پو پاکستاني ته ورکړل شوي .  افغانان هلته  هر کاروربار کوي او کولى شي . دزده کړې، سياسي، نظامي، اقتصادي …. فعاليتونو زمينه ورته برابره  وه او ده . پر افغانستان يې دکولتوري او مذهبي يرغل او داقليتونو دواکمنولو هڅه   نه ده کړې. نه يې پخوا له افغانانو ويزه او پاسپورټ  غوښتى او نه يې اوس غواړي افغانان يې خپل دوهم کور بولي ازاد ورځي او ازاد ترې  راځي .  نو ولې دچا پر احسان او نيکۍ سترګې پټي کړو ؟  ولې دهند او مسکو دخوښۍ  لپاره چې دواړه کفري هيوادونه دي خپل مسلمان ګاونډى خفه کړو ؟


له پاکستان سره مو دهند او مسکو پر خلاف ديني، کولتوري ، تاريخي ، ټولنيز ، سياسي او اقتصادي ارزښتونه شرک دي او هند او مسکو خو مو ددې ټولو ارزښتونو دښمن دى.  ولې نه وايو چې سمه ده پاکستان له موږ سره په فلاني ډګر کې  خيانت کړى خو مسکو مو ټول وطن  وران کړ  ، ايران مو ټول معنوي او مادي ارزښتونه  برباد کړل. 


افغان خو هېڅکله  احسان  هېروونکى  نه وي نو موږ ولې (احسان فراموشه)  شو. که څوک ووايي چې مسکو مو پخوا دښمن  وو خو اوس نه دى نو که داسې وي ولې مسکو همدا اوس هم په پټه او ښکاره دافغانستان په کورنيوچارو کې لاس وهي؟ آيا دروسيې ددفاع دوزير څرګندونې مو  هېرې شوې چې په افغانستان کې يې دقومي تعصب اور ته لمن ووهله، آيا همدا اوس هم په افغانستان کې په نظامي فعاليتونو کې روسۍ وسله نه کارول کېږي . زه  له پاکستان څخه دفاع نه کوم خو وړانديز مې دادى چې قضاوتونه مو بايد منصفانه او عادلانه وي .ددوست او دښمن توپير وکړو، حق ته حق او ناحق ته ناحق ووايو  ،ملي ګټې پر تنظيمي ، قومي او شخصي ګټو وړاندې کړو .  دروس ، تاجکستان، ايران، هند او ترکمنستان لپاره په ګاونډي پاکستان پسې قلمونه راوانخلو،  دا کار نه دافغانانو په ګټه دى  او نه دبين المللي  ټولنې په ګټه دى، که هند له پاکستان سره زړه بداوي لري نو بايد په هند يا پاکستان کې يې سره معلومه  او سپينه کړي.  افغانستان بايد دا ځل دهند او پاکستان دسړې جګړې ډګر  ونه ګرځول شي.  دافغانانو خپل غمونه ډېر دي دهمدې تحمل نه لري نور خو لا پريږده