کور / خبرتیا او پيغامونه / دنوی کال په مناسبت دمبارکی پيغام

دنوی کال په مناسبت دمبارکی پيغام

سويډن .مالمو

د۲۰۱۹ ز کال دمارچ ۱۹

نوی کال مونېک مرغه اومبارک شه .

درنوهيوادوالو،فرهنگيانو اوفرهنگپالو!

تاسواوستاسودرنو دوستانوپتمنوکورنيودنوی ۱۳۹۸ هجری شمسی کال دراسېدوله امله دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيله وړاندي کوم.

وطنداران شرافتمند،دوستان وفرهنگيان گرامي !

به مناسبت فرارسيدن  سال نوخورشيدي، صميمانه ترين وگرمترين تبريکات قلبی خويش ارابه شما هموطنان گرامي وفاميلهاي محترم تان  مبارک باد ميگويم .آرزومندم سال نو یک سال پرسعادت وکامگاري براي ملت ستمديده وبلاکشيده ماباشد.

زموږ هيوادوال دژوند دداسي زورونکی حالت سره لاس په گرېوان دي  چي دسړی پرخوله دمبارکی ويلو او خوښی خبره نه راځي،خودبلې خواکه هرڅه ددې ويرقربانی کړواوله خوښيوسره خداي په اماني وکړو دښمن به مو خوشحاله کړی وي . ددې لپاره چې ديوه غيرتی اونه ماتېدونکي ولس په توگه مونړيوالوته ښودلې وي بايد خپلودوستانو اوهيوادوالوته دټولوغمونو اوناخوالوسره دنوی کال مبارکی ووايو،په غم اوخوښيخکي لکه ديوه کورغړی گډاوسو.

درنو هيوادوالو!

دادی زموږکړېدلی ولس يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتوارزوگانواواميدو نوسره سترگي پر لاردی ،دوي يوازي يوڅه غواړي هغه سوله اودانساني کرامت خوندی ساتل .

له بدمرغه په تيرکال کي زموږدولس هيلي اوانتظار په ناهيليو بدل سو،زموږ خلکو سوله غوښتل ،مگر هغه رانه غله ،په ټول هيوادکي امنيت ټکنۍ دی،په بهر کي دروزل شوو لخوا زموږ په خاوره کي دځان وژنې پروسه او ترهگريز بريدونه په گړندی بڼه روان دي .دطالبانو اوله بهرنه را واردسووترهگروچې نوم یې ورباندي داعش اېښی انسان وژونکې ډله هم هره ورځ زموږ دهيوادپه کليواوبانډوکي داسلام په نوم دخپلوترهگريزو عملياتو اوبريدونو په طرڅ کې زموږ مسلمان اومتدين بيگناه ولس نه خوږ ژوند اخلی اوپه شهادت یې رسوي .

ددې پرځاي چې دوي دنوی کال په خوښيوکي برخه اخيستې واي اوس ئې کورنۍ دوير پر ټغرناست دي .

دابريدونه يوازي په څوسيمو کښي نه دی راښکېل ،له بدمرغه دافغانستان په گوټ گوټ کې دسولي اوارامی دښمنان دخپلو بهرنيو بادرانو دشومو او افغان دښمنو ارزوگانو دپلي کېدوپه خاطر دغلچکی بريدونو لړ ی جاري ساتلې ترڅوزموږ بېگناه وطنداران له منځه  يوسي .

له بده مرغه په ټول هيوادکي امنيت،سوله اوثبات  ټکنۍ دی . دزورواکانو،جنگسالارواوتنظيم سالارو ترمنځ دراتلونکي حاکميت ترلاسه کولوپرسرسيالي ددوي ترمنځ په درب روانه ده .دوي په هيڅ صورت نه غواړي له دولتی حاکميته گوښه اوسي،ځکه خوپه خپل ټول قوت،بهانه اولجاجت دخپلوگټودساتلوپه موخه دولس هرډول قربانۍ ته اماده دي .اوهغه نړيوال چې ځانونه دافغان ولس دوستان بولی ددې نارواسياليو،چنه وهلو اوزورآزموينوداسي ننداره کوي .

زموږ گاونډيان په ځانگړې توگه پاکستان او ايران دافغانستان په وړاندي خپل دوه مخی اوافغان دښمنه سياست پر مخ بيايي .دوي نه يوازي داچي په  وسلوسمبال دلته دوژنې اوورانۍ لپاره راليږي بلکې په افغانستان کي دننه له خپلو ټولو امکاناتونه دافغان ولس دزورونې لپاره دډول،ډول سياسي،اقتصادي اوپوځی فشارنه پراخه استفاده کوی .

موږ تراوسه لاهم ديوې روښانه راتلونکی،سولي اوثبات  داسي کومې  نښې نښانې نه گوروچي انسان ورته اميدوار اوسي .

ددې ټکی په پوهېدوسره چې جگړه دافغاني مسلې دحل لاره نده دنوی کال دمبارکي پدي پيغام کې يوځل بيا په تکرار دجگړې دټولوغاړو نه هيله کوم چې خپل منځۍ  دسولي اوتفاهم   لاره غوره کړي .

زموږ دهيوادداڅوسوه کلن تاريخ ددې شاهد دی چې دجگړې او ټوپک په زورهيڅ کومه ستونزه نشي حل کېداي،ددې لپاره چي دافغان وژني اوهيواد ورانونې مخه نيول شوې وي،راشی پخپلوکې سره جرگه شواودپر ديوله مداخلې نه پرته خپل غمځپلي هيواد ته سوله راولو،ټول په يوه اواز دافغانستان بيارغاوني ته ملاوتړو دويرانی اوبې اتفاقی پرځاي  ولس ملي يووالي اوخپل منځی تفاهم ته راوبولو .

دافغانستان ددولتی چارواکو اوپه ځانگړې توگه دښاغلي ډاکتر اشرف غنی نه په کلکه غوښتنه کوو خپلو ملي دندوته جدي پاملرنه وکړی . په دولتی اداروکې دلوړې کچې ادادري فساد،زورزياتي،رشوت اوپه محلاتو کي دبېگنا خلکو زورونې ته خاتمه ورکړي .

دادمنلو وړنده چي دبهرنيانودميليارډوډالرو مرستو په ترلاسه کېدوسره لا تر اوسه زموږ هيواد په ټولو برخو کې دنړيوالودتوليدی توکو دخرڅلاو بازاردي، اوياپه نړيواله کچه لومړی هيواديو چي دبيکارانو شمير ور ځ تربلي مو په زياتېدودی .

په افغانستان کي دکرهڼي ،مالدای اوباغداری پرمختگ اوپياوړتيادسوداگريزوچارو اوصنعتی پرمختگ ودي ته جدي پاملرنه اودبهرنيو محصولاتودتوريدپر وړاندي یې حمايه اوهراړخيزه همکاری دافغاني چارواکو ملي اودولتي دنده بولو .

موږ افغانان ترهرچازيات زورېدلي اوکړېدلي يو،له د ې امله سولي امنيت اوسوکالی ته تر هرڅه زيات اړتيالرو.

دا اړينه بولو چي دافغانستان دروښانه راتلونکې  اودافغانستان کي دسولي اوثبات  په خاطر دټولوخوابدو خواوو په گډون ديوه افغان شموله نړيوال کنفرانس دجوړېدوامکانات  په افغانستان کښي دننه برابرشي  . اوپدې کنفرانس کي ټولوافغانانوته هرچيري چې اوسی،دهرې نظر يې اوعقيدي خاوندانو اوپيروانوچې دي دپراخ اوفعال دگډون امکانات  برابرشي .

دافغان ولس دښېرازي،بسياينې اوخوندي ژوند دتامين په هيله  اميدواريو چي ۱۳۹۸لمريزکال دافغان کړېدلي ولس دغميزودپاي کال وی اوافغانان وکولاي سی دخپل منځی تفاهم اوجوړ جاړی پر بنيا دکورنی بې گټی اوبې بنياده افغان وژونکې جگړې ته دسولی ،ثبات اويوپرمختللی افغانستان دجوړېدوپه هيله دپاي ټکی کښېږدي .

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور