کور / تازه خبرونه / پاكستان : چاته اجازه نه و ركوو چي په قبائيلى سيمو بريدونه وكړى

پاكستان : چاته اجازه نه و ركوو چي په قبائيلى سيمو بريدونه وكړى

اسلام اباد


 پاكستان امريكا ته په يواحتجاج ليك كښې وئيلى دى چې دپاكستان پوځ هيچا ته اجازه نه وركوى په قبائيلى سيمو بريدونه وكړى دافغانستان او پاكستان په سرحد دترهګرو مخنيوى دټولو ګډ كار دى دپاكستان پوځ په پاكستان كښې دننه دترهګرو خلاف عمليات كوى، پاكستان غواړى چې دترهګرۍ خلاف په جنګ كښې دامريكا سره نيژدې اړيكې ولرى داخبرې دپاكستان دپوځ مشر اشفاق پرويزكيانى او چيئرمين جوائنټ چيف اف سټاف كميټى طارق مجيد په پينډۍ كښې دامريكا دمركزى قوماندان جنرل مارټن اى ټيمپيسى سره په كتنو كښې وكړې او وې وئيل چې مونږ دترهګرۍ خلاف مبارزه كښې دلومړۍ ليكې رول اداء كوو خو ائتلافى ځواكونو ته اجازه نه وركوو چې په پاكستان كښې عمليات وكړى