پکتيا کې دوه روغتيايي مرکزونه جوړيږي
23
د پکتيا ولايت په دوه بيلابيلو سيمو کې د دوو کلنيکونو بنسټ ډبرې د دريم په ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کيښودل شوې
په اړه يې د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريس دين محمد درويش لراوبر ته وويل دغه دوه کلينکونه چې يو يې دولايت مرکز اړوند د سپايې کلي او بل يې ددغه ولايت د اريوب ځاځيو د ګل غونډی په سيمه کې جوړيږي .
نوموړي زياته کړه په دواړو کلينکونو باندې دولکه شل زره امريکايي ډالر لګول کيږي چې د عامې روغتيا وزارت د ځانګړي بودجې لخوا ورکول کيږي .
درويش وايي چې ددغه روغتيايي ځايونو په جوړيدو سره په سيمه کې د سلګونه کورنيو ستونزی چې د روغتيا په برخه کې ورسره مخ وې لري کړی شي .
د ده په وينا دولت په پام کې لري سږ کال په پکتيا ولايت کې په پراخه پايمانه د بيارغونې پروژې پلي ، چې له مخې به يې په ميليونه امريکايي ډالر په روغولو ولګول شي .
په روان کال کې په پکتيا ولايت کې دا څوم روغتيايي مرکز دی چې د عامې روغتيا وزارت د ځانګړي بودجې له مخې روغول شوي ، او د خلکو په واک کې ورکول کيږي.