کور / هراړخیز / عاقل او بالغ

عاقل او بالغ

 لیکوال: محمد اکبر پیمان

زما پلار حاجي محمدشریف خان ډیر خیر خوا سړي دي، خیر خوا په دي معنا چه ټول عمر یي د خلکو د ستونځو او دعوو په حلولو کي تیریږی.  کله چه ددو تنو ترمنځ څه جنجال او خوابدي پیښ شي ښاغلي خان ډیر نا ارامه وي او غواړي چه دا ستونزه ژر تر ژره حل شي. زما به همیشه له پلار سره په دي خبره بحث وو چه خپل ټول وخت خلکو ته مه ورکوه لږ ځان ته هم توجه کوو.

خپل کارونه رانه پاته ټول میرات دي

ستا غمونه سرخوړلي دومره زیات دي

د کلي کار له هرکار نه ورته محترم دي او زما خبره د پښتو په کلچر کي د زوي خبره ده او د زوي خبري ته غوږ نیول تقربیآ ګنا بلل کیږی.  زما د پلار یو بل امتیازه دادي چه  لیک او لوست یي زده  دي او د چا خبره سواد داره دي. کله چه به چا خپل پټۍ (مځکه) چاته په اجاره ورکاوه اویا به یی خرڅاوه نو خط به يي زما په پلار لیکه. ما هغه وخت ښوونځۍ نوي پیل کړي وو او لږ لږ په لیک پوهیدلم ، لیکونه يي په دري ژبه لیکل او یوه جمله چه زما تر اوسه په یاد ده – اقرار میدارم من بنده الله احمد که عاقل و بالغ میباشم…- دا جملي د دیرولیکونو لمړني کرښي وي او ماته به سوال پیدا کیده چه ولي په هر لیک کي د عاقل او بالغ خبره لیکي. خو اوس پوهه شوم چه ولي په هرلیک ددي خبري لیکل اړین دي. ځکه په شریعت کي یوازي عاقل اوبالغ سړي/ښخه کولاي چه ملکیت وپیري او یا يي وپلوري. خو نن ماته دا سوال په بل ډول او تر پخوا لا په خطر ناک ډول مطرح کیږي هغه دا چه ایا موږ په رښتیا سره عاقلان او بالغان یو؟

دا خبره نو د کولو ده په ځان د عاقل شک نه راځي او که زه درته نابالغه ښکارم.

یاره چه لیوني درته ښکاره نه شم نه زه عاقل یم او نه هم ته بالغ يي، نه یوازي دا چه زه او ته نه يو بلکه زموږ د خلکو یوه لویه سلنه (۹۶٪) راته زما په ستا په شان ښکاري، یعني نه عاقلین دي او بالغین.

ماته خو ته ټیک نه ښکاري او که خلک خبر شي  چه ته دا ډول مظخرفات وایي نو قسم په خداي که دي چه دومره دي وډبوي چه که دي د خپل کلي سپي هم وپیژني.

د خوشحالي خبره خو دا ده چه زه نور په کلي ژوند نه کوم او په  ښار کي مو سپي په نشت حساب دي. خو البته نور داسی سپي شته چه هغه سپي یي لکي ته هم نه شي رسیداي.

 زه د خلکو په بلوغ او تعقل ځکه شک لرم چه زموږ خلک یا په سر کي ماغزه نه لري او که ماغزه هم ولري کار به نه کوي. ټول عمر يي په افسانو کي تیریږي، د مړیو په شان په ابدي خوب ویده دي اوزما په خیال به هیڅکله له دي خوبه رابیدار نه شي . نو اوس ته ووایه چه له دي خلکو عقل او بلوغ څه غواړي.  زموږ خلک د څلور پنځه کلن ماشوم په شان په داسي شیانو باورکوي چه هغه حتي دنن زماني ( البته د نوري دونیا ) ماشومان هم ورباندي باور نه کوي.  ددوي په نظر تر اوسه مځکه د غوایه په ښکر ولاړ ده او ددوي ښه او بد ، مرګ او ژوند خیر شر ټول د همدي غوايي په لاس کي دي، ځکه که غويي سر وښوري او زلزله وکړي نو هر څه به له خاورو سره خاوري کړي. ته او انصاف دا ډول خلکو ته عاقلین او بالغین ویلاي شي.

ته خو يي لیوني زه دي هم لیوني کړم، ستا سره کښیناستل هسی خوسي وخت ضایع کول دي. ددي په ځاي چه دا سي چټیات ووایي ولاړ شه دوه رکعته نفل وکړه او یا یوه سیپاره قران شریف تلاوت کړه چه په دونیا او اخرت دي په درد وخوري او ځکدن دي اسانه شي.

هو ته هم ښه وایي- کله چه ما مکتب خلاص کړ- نو خپل ټول کتابونه مي په بوجۍ (ګونۍ) کي واچول او په بس کي له ښاره خپل کلي ته راوان شوم. د هغه وخت د حکومت له پوستو (د تلاشي ځايونه) څخه راتیر شو د مجاهدینو  پوستي چه را ورسیدي نو یو مجاهد بس ته را وخت او د خلکو بکسونه، بوجۍ او غوتي یي یو په یو وکتلي.  کله چه زما دکتابونو په بوجي سترګي ولګیدي او کتابونه يي ولیدل پوښتنه يي وکړه چه دا د چا کتابونه دي؟

په عاجزه خوله مي ورته وویل چه زما دي.

چيري یي وړي؟

کورته يي وړم مکتب مي خلاص کړ.

بد دي کول چه مکتب دي خلاص کړ، اوس دي دا د کفر کتابونه دلته هم راوړي.

ما څه بد کار نه دي کړي کتابونه دي او زه سبق وايم

ولي قران شریف نه وايي چه داکتابونه وايي، سړي ګمراه کوي اوس هم ګمراه راته ښکاري.

په بس کي نورو سپرو خلکو مداخله وکړه او مجاهد ته زاري وکړي چه خیر دي پریږده یو بد یي کړي چه مکتب يي لوستي دي ته بخشش ورته وکړه.

خرباش که این جامعه از فرط خري

هرکه او نه خر است کافرش میخواند

له هغه وخته څخه تر ننه کلونه تیر شول او د شرم خبره خو لا داده چه تر نن هم خلک ښوونځي سوزوي، هغه مجاهد چي ماته يي په بس کي سپکي سپوري وویلي نن په پارلمان کي دي ناست اود قانع خبره له ښځو سره ګډ کوه غمبر په پارلمان کي. اوس بیا نور مجاهدین پیدا شوي او پخواني مجاهدین کفار بولي.

ته څه فکر کوي چه عاقل او بالغ ملت څلویښت کاله جګړه کوي؟ ایا انسان څلویښت کاله جنګیږي زه خو فکر نه کوم.

دا خو لا پریږده چه  ټولي طبعیي پیښي (باد، باران، واوره، ژلي، زلزله طوفان، یخني ګرمي، لوږه تنده او قحطي) ټول د انسانانو د عمل زیږنده ګني. هر خبره لکه ماشومان په مافوق طبعیت پوري تړي او ځان د ټول طبیت له پاره محور ګني. که دوي ښه کارونه وکړي طبعیت ارام او خوشحاله وي او که دي بد کارونه وکړي طبعیت قهریدلي او ناارامه وي او د طبعیت دا نا ارامي انسانانو ته د جزا په معنا ده.

زموږ نابالغه خلک داسي فکر کوي چه په ټوله  نړي کي ددین ساتل یوازي او یوازي ددوي مسولیت دي، زموږ خلکو د نړي د ټولو مسلمانانو  جنت ته د بیولو ضمانت کړي دي او قسم يي کړي دي چه تر څو چه دوي ژوندي دي هیڅوک به دوزخ ته لاړنه شي. حال دا چه ددی غیر معقولو او نابالغو خلکو لاسونه همیشه یو دبل  په وینو سره دي. دا وینه بهول او وژل دوي ته ثواب ښکاري او د جنت ته دتللو یوازیني وسیله همدا وژل او وینه تویول ګڼي

د ا ماشوم ملت دا وژني او وینه بهول ټول په خداي تاوانوي ځکه ددوي د خداي په خاطر دي جهاد ته ادامه ورکوي او قسم يي کړیدي تر څو چه ژوندي وي وژلو او کړولو ته به دوام ورکوي. دا لړي به نسلونه نسلونه دوام کوي او تر څو چه زموږ خلک بلوغ ته رسیږي:

څو چه دا مځکه اسمان وي

تل به دا افغانستان وي

اکبر پیمان

د مارچ ۲۰ کال ۲۰۱۹

کابل، افغانستان

.