کور / راپور / د کندهار خبريالان : والي صاحب؛ د خبريالانو او رسنيو امنيت ته جدي توجه وکړه

د کندهار خبريالان : والي صاحب؛ د خبريالانو او رسنيو امنيت ته جدي توجه وکړه

په کندهار کي د خبريالانو مرکز او په جنوب کي د خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي ، چي په کندهار کي مېشت خبريالان اوس هم له امنيتي ننګونو او معلوماتو ته د نه لاسرسي د ستونزو سره مخ دي، چي په بيړني ډول توجه ورته په کار ده.
د خبريالانود خونديتوب کمېټې ، د مرکز مشرتابه او کندهارمېشتو خبريالانو نن د کندهار والي سره غونډه وکړه او په دې اړه يې خپلي انديښنې ورسره شريکي کړې.
په سهيل کي د خبريالانو د خونديتوب کمېټې سيمه ايز استازي او د خبريالانو د مرکز مشر احمد لودين له والي وغوښتل چي د خبريالانو د خونديتوب له پاره کوټلي ګامونه واخلي، د تهديدونو عوامل يې وڅېړي، معلوماتو ته د هغوی لاسرسی له قانون سره سم تنظيم او تأمين کړي او دغه راز د رسنيو د بې پرې اقتصادي ملاتړ په برخه کي له خپل قانوني مسؤليت سره سم اقدامات وکړي.


نوموړي پر محاکمو نيوکه وکړه چي رسنيو ته د معلوماتو له ورکولو ځان کاږي او د دولتي رئیسان هم په دې برخه کي د خلکو قانوني حق تر پښو لاندي کوي.
لودين والي متوجه کړ، چي په دې برخه کي د ژمنو پر ځای عملي اقدامات وکړي.
په سهيل کي د آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نی) سيمه ييز مشر عبدالسميع غيرتمل هم معلوماتو ته نه لاسرسی، د خبريالانو نه خونديتوب او د امنيتي او کشفي ارګانونو له خوا د قانون خلاف د خبريالانو ور جلبول عمده ستونزي وبللې او له والي يې وغوښتل چي د هواري له پاره يې په جديت کار وکړي.
غيرتمل والي ته په خطاب کي وويل چي دا ډول غونډي ډېري سوي، خو عملي جنبه يې کمه لرلې ده.
ده هيله څرګنده کړه چي دا ځل د غونډي پرېکړي او ژمني عملي بڼه واخلي.
په کندهار کي د ژورناليستانو د ملي اتحاديي استازي او دهيواد تلويزيون مشر صديق الله خليق ، د افغان اوربند اوونيزي مسوول مدير جان محمد صالح ،د امريکا ږغ اشنا راډيو خبريال عزيزالله پوپل او په ورته وخت کي نورو خبريالانو هم د دې ستونزو د حل غوښتنه وکړه او له والي يې وغوښتل چي امنيتي او ملکي دولتي ادارې په دې اړه وپوهوي.
کندهار والي حيات الله حيات وويل ، ژمن دی چي معلوماتو ته د خبريالانو د لاسرسي او د هغوی د امنيت د تأمين له پاره به جدي اقدامات کوي.
حيات الله حيات رسنۍ مهمي وبللې، ويې ويل که دولت هر څومره کار وکړي، خو چي رسنۍ انعکاس ور نه کړي لکه هيڅ چي يې نه وي کړي.
ښاغلي حيات ژمنه وکړه چي لومړی به د کندهار د ادارو تر منځ د عامه اړيکو د تنظيم برخه کي همږغي راولي او وروسته به يې د رسنيو او ولايتي ادارې تر منځ اړيکي له قانون سره سم تنظيموي.
والي د خبريالانو نه خونديتوب ته په اشاره وويل چي هغوی بايد خپله هم خپل خونديتوب ته پاملرنه وکړي.
کندهار والي د رسنيو اقتصادي پياوړتيا د رسنيو د تقويې يوازنۍ لار وبلله، ژمنه يې وکړه چي له ټولو مرسته کوونکو سره به د رسنيو د مالي اړتيا ستونزه شريکوي او مالي ملاتړ به يې راجلبوي.
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې دغه غونډه کي د کندهار د استيناف محکمې استازي وويل، محاکم د قانون د حکمونو مطابق چمتو دي چي د رسنيو استازو ته په علني قضائي ناستو کي د ګډون زمينه برابره کړي او دغه راز هغه معلومات په واک کي ورکړي چي هغوی ورته اړتيا لري.
خو نوموړي وويل، د رسنيو په پروګرامونو کي محلي مسؤلين/ قاضيان د ګډون قانوني اجازه نه لري.
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې غونډه هره مياشت په کندهار کي د دغه ولايت د مرستيال والي عبدالحنان منيب په مشرۍ دائرېږي ،چي پر مهال يې د رسنيو او خبريالانو پر امنيت بحثونه کيږي.

راپور: احمد لودين

.