کور / راپور / افغان دولت خپل سفير بېرته پاکستان ته ولېږی

افغان دولت خپل سفير بېرته پاکستان ته ولېږی

افغانستان پریکړه وکړه چي خپل سفیر بیرته پاکستان ته ولیږی.
افغان حکومت خپل سفیر له اسلام آباده وروسته له هغه راوغوښت کله چي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان په اړه په یو غیر مسوولانه بیان کي وویل چي په دغه هیواد کي دي موقت حکومت رامینځ ته سی.

په پاکستان کي افغان سفير عاطف مشعل

سره له دې چي د عمران خان دا څرګندونی په افغانستان او نړۍ کي له کلکو غبرګونو سره مخ سوې، خو دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت په یو بیان کي وویل چي د صدر اعظم له خبرو ناسم برداشت سوی دی خو بیائې هم د افغان سفیر غوښتل له اسلام آباد څخه ناسم کار وباله