کور / تازه خبرونه / هستي ګل عابد : د کرکټ سیالۍ مو ښې روانې دي.

هستي ګل عابد : د کرکټ سیالۍ مو ښې روانې دي.

دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې اتل ستوري هستي ګل عابد له مالیزیا نه لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې په کوالالمپور کې د دوه زره او لسم کال د اسیايي لوبو د غوراوي پړوا ته په روان ټورنمنټ کې دافغانستان لوبډله ښه روانه ده ، هغه هیله وښوده چې سبا به له بحرین سره هم ښه لوبه وکړي.
هستي ګل عابد چې نن د سعودي عربستان په وړاندې غوره لوبه وکړه او دهغه د تېز بال له امله دری تکړه بېټسمینان یا دسعودي توپ وهونکي وسوځېدل دافغانستان لوبډلې ته یې بریا ور خپله کړه.
هستي ګل عابد وايي چې دی او دده لوبډله تمه لري چې یو ځل بیا د جرسي د لوبو په څیر خپل هیواد ته بری راوړي او بېرغ یې هسک سرلوړی ورپوي.
له سعودي عربستان سره په ننۍ لوبه کې کپټان نوروز منګل غوره لوبه وکړه ، دلوبډلې اتل محمد نبي عیسی خیل وو هغه ډېره عالي لوبه وکړه د سعودي پنځه لوبغاړي یې په یوازی سره وسوځول.
پخوانی کپټان ریس احمدزي بیا له نورعلي نوري سره په لوبه کې ونه سوځېدل دوی دواړو ښه لوبه وکړه نوري ۷۰ منډی وکړې او ریس احمدزي بیا په پنځو بالونو ۷ منډی جوړی کړی.
تر اوسه پوری پدغه ټورنمنټ کې ټول افغان لوبغاړي ښه ځلېدلي ، دولت احمدزی ، کریم خان صادق، حمید حسن ، او اصغر غوری لوبې کړي.
ډیری کرکټ مینه وال د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د روزونکي یا کوچ تاج ملک علم په خپله شتون ډېر با ارزښته بولي.