کور / #PTM / کارپوهان: پښتون ژغورني غورځنګ به تر نورو سيمه ايزو ګوندونو ډېر وړاندي ولاړ سي

کارپوهان: پښتون ژغورني غورځنګ به تر نورو سيمه ايزو ګوندونو ډېر وړاندي ولاړ سي

کارپوهان وايي، چي د پښتون ژغورني غورځنګ به تل په همدې بڼه موجود وي او د پښتنو د حقونو لپاره به کار کوي.

د څېړونکو په اند، پي ټي ايم غورځنګ په خيبرپښتونخوا ، کوزه پښتونخوا او بلوچستان سيمو کي د اوسنيو ملتپاله ګوندونو په نسبت خورا مخ پر وړاندي روان دی.

په دې تړاو د پېښور  د  سيمه ايزو څېړنو په مرکز کي غونډه جوړه سوې وه، چي ګڼو کارپوهانو، سياسي شنونکو او مدني فعالانو پکي ونډه اخيستې وه.

په غونډه کي د بېلابېلو برخو کارپوهانو خپلي ويناوي وکړې او د پي ټي ايم په تړاو هم بحثونه وسول او ګڼو څېړونکو وويل، چي دا غورځنګ به په يوه نه يوه بڼه په همدې چوکاټ کي پاتي وي او خپلو پښتنو د حقونو دفاع به کوي او د ترلاسه کولو لپاره به ئې ږغ اوچتوي.

د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي کاشف اعظم په خپله وينا کي وويل، چي د پښتون ژغورني غورځنګ رامنځ ته کېدلو اصلي لامل په پښتني سيمو کي د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه وه، چي ګڼ پښتانه پکي ووژل سول او په زرګونو کسان لادرکه سول او لا هم په لکونو پښتانه له خپلو سيمو کډه سوي دي.

د جنوبي وزيرستان سياسي کار پوهه سميع الله جان وايي، دا لا مالومه نه ده چي پي ټي ايم به په راتلونکي کي په يو سياسي ګوند بدل سي او که به همداسي يواځي د پښتنو د حقونو لپاره اواز پورته کولو پورې  محدود وي؟

د هغه په خبره،  که پي ټي اېم يوه نعره د خپل تحريک لپاره وټاکي نو دا به په راتلونکي کي د دوی په ګټه وي.

پښتون ژغورني غورځنګ وروسته له هغه راپورته سو، چي په کراچي کي د پاکستاني پوليسو او استخباراتو د پښتنو په وژلو لاس پوري کړ.

دا غورځنګ د پښتني سيمو ترڅنګ د پاکستان ځينو مهمو ښارونو، کراچي او اسلام اباد ته هم ورسېدی.

ياد غورځنګ د هغه زرګونو لادرکه پښتنو د موندلو هڅه کوي چي د پاکستان استخباراتو له کورونو بېولي او تراوسه ئې ځای ځايګی مالوم نه دی.

په لادرکه کسانو کي ګڼ کسان پاکستاني استخباراتو وژلي هم دي.

د پي ټي ايم مشر منظور پښتين وايي، چي د خپلو پښتنو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره به تل هڅه کوي.

دا غورځنګ اوس د ملينونو پښتنو د ملاتړ څخه برخمن دی.