کور / تازه خبرونه / د پاكستان او افغانستان ترمنځ متقابل بريدونه وسول

د پاكستان او افغانستان ترمنځ متقابل بريدونه وسول


د راپورونه له مخي په افغانستان كي مېشتو ايتلافي ځواكونو هغه وخت تر ډيورنډ ها خوا د پاكستان پر تر لاس لاندي سيمو بريد وكړ، چي د خوست ولايت د شينكۍ پر امنيتي پوسته وسله والو طالبانو يرغل وكړ او پاكستان ته پر شا سول.
ويل كېږي په جوابي بريد كي ايتلافي ځواكونو له افغانستان څخه ۳۰ توغندۍ پر شمالي وزيرستان ور توغولي، چي د مرګ ژوبلي په اړه يې تر اوسه معلومات نسته.
ويل كېږي د ايتلافي ځواكونو د توغنديو ږغونه په كرمه ايجنسي او ځينو نورو سيمو كي هم اورېدل سوي او په سيمه كي جاسوسي طيارو پروازونه هم پيل كړي دي.