کور / راپور / ننګرهار: د خان عبدالغفار خان مقبره بيا ترمېميږي

ننګرهار: د خان عبدالغفار خان مقبره بيا ترمېميږي

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کي د خدايي خدمتګار د غورځنګ د مشر او د عدم تشدد فلسفې د مخکښ مشر خان عبدالغفار خان پر مزار د بيا رغوني کار پيلېږي.

د خان عبدالغفار خان پر مزار د بيا رغوني کار شاوخوا پنځه کاله وړاندي پيل سوی وو، خو له د رغوني چاري د اوږده ځنډ وروسته تېره ورځ د اپريل پر ۵ نېټه بيا پيل سوې

د ننګرهار چارواکي وايي چي د مقبرې د رغوني لپاره افغان ولسمشر اشرف غني نېژدې څلور پنځوس ميليونه افغانۍ ځانګړي کړي دي چي د بنايي دولتي شرکت په مرسته به ئې د يوه کال په دوران کي د رغوني چاري بشپړي سي.

 د دې کمپلکس د جوړېدو چارې دا ځل د افغان ولسمشر په ځانګړې سپارښتنه د بنايي ساختماني شرکت په نامه حکومتي کمپنۍ ته ورکړل سوي دي.

د چارواکو په وینا په دې کمپلکس کې پر مزار د ګنبدې او منارو تر څنګ جومات، کتابتون، هاسټل، پارکینګ او موزیم جوړول هم شامل دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په دې اړه رسنیو ته وویل ، “ د جلالتماب جمهور رييس محمد اشرف غني نه خاصه مننه کوو چې دې مقبرې ته يې توجه وکړله او د خپلې ځانګړې بودیجې نه يې درې پنځوس اعشاریه اته ميلیونه افغانۍ تخصیص کړې.”

د شاه محمود میاخېل په وینا“دا به یو ګنبند او څلور منارونه ولري چې هر منار به څلوېښت مټره جګوالی ولري.”

د ننګرهار ولایتي شورا استازي ډاکټر ناصر کامه وال د افغان حکومت له خوا د دې کار بیا پیل نیک ګام وباله.

نوموړي په يوې مرکه کي وويل: “د باچا خان د مزار د جوړېدو هيله او غوښتنه موږ د تېرو حکومتونو نه هم کړې وه اوس چې يې دې حکومت چارې پیل کړې، هيله، ارزو او غوښتنه مو ترې دا ده چې دا په هغه شان جوړ کړي لکه څنګه چې لازمه وي.”
خان عبدالغفار خان (باچا خان) په ۱۸۹۰م کال کې د چارسدې په اتمانزو کي زېږېدلی وو او په ۱۹۸۸ م کال کې د جنورۍ پر ۲۰مه مړ سوی وو.

نوموړی د هغه له وصیت سره سم د ننګرهار په مرکز جلال اباد کي د خپل کور په انګړ کي خاورو ته سپارل شوی و.

د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال يې د مزار د جوړېدو چارې پیل سوي وې، چي بیا له اوږده ځنډه وروسته د حامد کرزي د واکمنۍ په لومړي او دوهم پړاو کي پرې هم کارونه پیل سوي وه خو بیا د نامالومه دلائلو له امله ځنډېدلي وه.