مدیریت
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: محمد اکبر پيمان
مکروبونه ډیر خطرناک شوي دي او کله کله د ټولو مکروب ضد درملو (Antibiotics) په وړاندي مقاومت کوي چه دي کار د ځینو ناروغیو له کبله د مړیني خطر زیات کړي دي او ساینسپوهان يي هم وارخطا کړي دي چه په څه ډول دا خطر را کم کړي. ددي مکروبونو څخه د ځان ساتلو یوه طریقه هم د هغوي مخنیوي دي ( Prevention) په دي معنا چه د مکروبونو څخه باید، د حفظ الصحي په مراعات کولو سره ځانونه وساتو. که یو ځل دا مقاوم مکروب بدن ته ننوت نو بیا يي علاج کول ډیر مشکل دي.
کله چه مکروب بدن ته ننوزي نو بیا يي د علاج له پاره دوا اخستل کیږي او دا دواوي د بدن په ننه کي له مکروب سره جنګ کوي. چه ټولي دواوي خپل خپل جانبي عوارض لري او بدن ته زیان هم رسولي شي.
خبره مي تر دي پوري را یاده شوه چه زموږ نظام ( سیستم ) هم د ورته مکروبونو له ګواښ سره مخ دي. خو حکومت ددي پر ځاي چه خپل مخالفین سیستم ته له داخلیدو څخه مخکي له منځه یوسي، له دي مخالفینو سره د سیستم په منځ کي جګړه کوي، چه دا کار نه یوازي د مخالفینو له منځه وړل تر سوال لاندي راولي بلکه سیستم هم کمزوري کوي. په ښارونو کي پراته چیک پاینټونه او هر لوري ته کانکریټي دیوالونه چه اکثره ښارونه يي د ویري او ډار په زندانونو بدل کړي دي، د سیستم په داخل کي د همدي جګړي یوه نمونه ده. دا ګام په ګام تلاشي او بندیزونه د ښارونو اوسیدونکي تر پزي راوستي دي او په ښار کي يي زښت زیات بیروبار جوړ کړي دي. دا بیروبار او تلاشې نه یوازي خلک له رواني نظره زوروي، بلکه د چاپیریال د ککړتیا، د وخت او منابعوو د بي ځایه مصرف سبب هم کیږي. په ښارونو کي چه نه د پلی تګ لاره، نه د بیسکل لاره، نه د موټر لاره او نه د امبولانس او اطفايي لاره معلومه ده، داسي چک پاینټونه او پوستي جوړل د خلکو د ازار او اذیت سبب کیږي. او کله چه امنیتي پیښي رامنځ ته کیږي نو د تلفاتو اندازه لس چنده زیاتیږي او کله کله همدا چک پوستونه د زخمیانو د انتقال په وخت کي د امبولانسونو لاري بندوي او زخیمان په لاره کي مري.
په ښارونو کي له دي بندیزونو او دیوالونو سره سره نه د اختظاف کچه ټیټه شوي ده او نه هم نور امنیتي پیښي کمي شوي دي. نه د خلکو سر په امن دي نه يي مال دا کارپانګوال هم متاثره کوي او په هیواد کي د پانګوني مخه نیسي او د ملک اقتصاد ته یوه لویه ضربه ورکوي. دا کار بیا په خپل وار د نظام او خلکو تر منځ واټن زیاتوي.
د امنیتي اورګانونو د مدیریت او رهبري په سطحه جدي بدلون ته اړتیا ده. ټول هغه لوړ رتبه کسان چه سم ریکارډ او شالید نه لري باید د رهبري له لسته ویستل شي. ټول په نشته روږدي کسان او په خاصه توګه چرسیان باید له امنیتي اورګانونوڅخه پاک شي. دولت باید ددي په ځاي چه په ښارونو کي چک پاینټونه او د تلاشي پوستي واچوي باید د ښارونو دروازي وساتي- هلته سکریننګ ماشینونه ولګوي- او هر څه تر جدي څارني لاندي ونیسي.
ټول څیړنیز کمیسونونه چه تر اوسه جوړ شوي دي او امنیتي پیښي يي څیړلي دي، موندني او د هري موندني په وړاندي اجرات باید له ولس سره شریک شی. په دي ډول به حکومت خلکو ته لږ د باور وړ او ځواب ویوونکي شي.
محمد اکبر پیمان
د اپریل اومه ۲۰۱۹ کابل