کور / راپور / په جنوبي وزيرستان کي سيلابي اوبو ښځي او ماشومان وژلي دي

په جنوبي وزيرستان کي سيلابي اوبو ښځي او ماشومان وژلي دي

د جنوبي وزيرستان په زارملن سيمه کي يو ګاډۍ د سيلابونو له امله اوبو ته لوېدلی چي پکي شپږو مېرمنو او دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پېښه تېره شپه د جنوبي وزيرستان په دتوی تحصيل (ولسوالي) کي رامنځ ته سوې ده.

دعيني شاهدانو په وينا، چي دغه موټر د سيلاب په اوبو کي لاهو سو چي مرګژوبله ئې واړول.

په دغه پېښه کي موټرچلونکی او درې نور ماشومان ژوندي پاتي سوي دي.

د ځايي اوسېدونکو په خبره، ژغورونکي کسان د پيښي ځای ته پر وخت نه راورسېدل او همداراز د هغوی سره د ژغورلو د پوره امکاناتو نه لرلو مرګژوبله ډېره کړه.

په دې وروستيو کي د پښتونخوا په ډېرو سيمو کي اورښتونو او سيلابونو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي، چي په تېره اونۍ کي تېزو بارانونو ۶ تنه ووژل او ګڼ شمېر کورونه او هټۍ ئې له منځه يووړې.