کور / راپور / د کعبې امام پاکستاني ملايانو ته: د علماوو فتوا بایدرښتونې وي

د کعبې امام پاکستاني ملايانو ته: د علماوو فتوا بایدرښتونې وي

د مکي حرم امام عبدالله عواد الجهني تېره ورځ په اسلام اباد کي يوې غونډي ته په وينا کي وويل، چي د اسلامي نړۍ د علماوو فتواوي بايد رښتوني او د زړه له اخلاصه وي.

عواد الجهني چي د پاکستان په سفر راوتلی دی، هلته ئې په ځينو غونډو کي د ديني علماوو پر فتواوو او د جګړې په هکله د دينپوهانو پر نظرونو د غور کولو څرګندوني وکړې.

نوموړي وويل، چي اسلام د ورورولۍ او امن دين دی، بايد په اسلامي نړۍ کي ديني علماء د رواني جګړې په مخنيوي کي خپله وجيبه ادا کړي.

الجهني غونډي ته په وينا کي وويل، چي د علماوو کار د الله د بندګانو سره رانژدې کول دي او همېشه بايد پر همدې ټينګار وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کي پاکستاني ملايانو ته په اشارې سره وويل، چي د علماوو فتوا يواځي په خوله نه وي، بايد په عمل کي ثابتي سي

همداراز په پاکستان کي د سعودي سفير نواف سعيد المالکي په کوټه کي پر هزاره وګړو وروستی بريد وغندی او وئې ويل، چی ترهګري ته بايد له ديني اړخه هيڅ توجيه ورنه کړل سي.

پاکستان په نړۍ کي د ترهګرو په روزلو او مرسته کولو مشهور دی، په همدې اساس اسلامي نړۍ غواړي چي له ديني اړخه د پاکستان ترهګريز سياست مهار کړي.