کور / راپور / خليلزاد: طالبان بايد د اوربند په هکله خبرو اترو ته حاضر سي

خليلزاد: طالبان بايد د اوربند په هکله خبرو اترو ته حاضر سي

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر طالبانو ږغ کړی دی، چي د اوربند پر سر خبري اتري وکړي.

خليلزاد په خپله ټويټرپاڼه کي ويلي، چي طالب مشران بايد خپلو استازو ته اجازه ورکړي ترڅو د اوربند په هکله خبري اتري وکړي.

د خليلزاد په خبره، امريکا د افغانانو سره د هراخيز اوربند لپاره ددوی ترڅنګ ولاړه ده او دهر هغه اقدام په عملي کولو کي به کوښښ وکړي چي اوربند ته لار هواروي.

نوموړي په خپل يوه تازه ټويټ کي ويلي دي: “تر ټولو چټکه لار چي د تلفاتو مخنیوی وکړي پر اوربند باندې موافقه ده، د طالبانو لوړپوړي چارواکي باید خپلو استازو ته اجازه ورکړي چې د خبرو مېز ته راسي او په اړه ئې خبرې وکړي، زه به دې هدف لپاره خپل هڅو ته دوام ورکړم.”

زلمي خلیلزاد د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان ته په اشارې ویلي، په داسې حال کي چي امریکا په افغانستان کي د تاوتریخوالې د کمېدو هڅه کوي، خو طالبان په دې اړه نه همکارۍ سره د وژنو لړۍ اوږده وي.

دوې ورځي وړاندی هم خليلزاد پر پاکستان او قطر ږغ وکړ چي د طالبانو لخوا اعلان سوي پسرلني عمليات بايد وغندي.

طالبانو تېره جمعې ورځ د الفتح په نوم عمليات اعلان کړل، چي د افغان دولت ترڅنګ ګڼو سياسي څهرو دا عمليات وغندل.