کور / تازه خبرونه / احمدي نژاد: اټومي پروګرام غربيانو ته يوه بهانه ده

احمدي نژاد: اټومي پروګرام غربيانو ته يوه بهانه ده

محمود احمدي نژاد وايي كه پر اېران بريد وسي هيواد به يې په خپل مټ ورسره وجنګېږي.
جمهور رئيس احمدي نژاد د نړيوالي ټولني هغه اخطار ته چي وايي اېران دي په دوو اونيو كي د اټومي پروګرام هڅي ودروي، ته په جواب كي وويل: غربيانواېران ته اټومي پروګرام هسي يوه بهانه پيدا كړې ده، اصلاً هغوى د اېران د اسلامي جمهوريت دېرش كلن، سياسي، اقتصادي او صناعتي برياليتوبونه نسي زغملاى.
احمدي نژاد وويل غربيان له هغه راهيسي د اېران سره په ټكر كي راغلي چي په هيواد كي يې اسلامي انقلاب برياليتوب ته ورسېد.