کور / اقتصادي / افغان سفارت کارانو او محصلينو هم د هند په سوداګريز کنفرانس کي برخه لرله

افغان سفارت کارانو او محصلينو هم د هند په سوداګريز کنفرانس کي برخه لرله

راپور: ګل احمد ريګوال- هندوستان

د هندوستان د نړیوالي سوداګرۍ ټولني لخوا ن(Global Indian Business Forum) په پونې ښار کي په افغانستان، اتوپیا او اندونیزیا کي د سوداګرۍ او پانګوني تر نامه لاندیي کنفرانس تنظیم کړی وو چي پدې کنفرانس کي په ممبيي کي د افغانستان جنرال کونسل ښاغلي محمد نسیم شریفي ، تجارتي اتشه او په پونه کې میشت افغان محصلینو ته بلنه ور کړل سوې وه.

دغه کنفرانس د هندي سوداګرو او پانګوالو سره په افغانستان کي د تجارت او پانګوني فرصتونه شریکول، د افغاني توکو لپاره بازارموندنه او په پونې ښار کي د افغانستان سوداګريزي څانګي محصلینو ته د هندي سوداګرو سره د ابتکاري طرحو د شریکولو په موخه تنظیم شوی وو.

پدې کنفرانس کي د افغانستان جنرال کونسل ښاغلي نسیم شریفي د افغانستان او هند په تجارتي، اقتصادي او سیاسي اړيکو ټولو ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
په دې ترڅ کي ښاغلي شریفي د چابهار بندر په فعالیدو، د هند او افغانستان د تجارت په وده او په افغانستان کي د تجارت او سرمایه ګذارۍ په موجوده فرصتونو هر اړخیزه معلومات ورکړل.

د دې ترڅنګ په ممبی کي د افغانستان تجارتي آتشې ټولو سوداګرو او پانګوالو ته په افغانستان کي د تجارت او پانګوني د فرصتونو اړوند پریزنټېشن ورکړ. خوشبختانه ډیرو هندي شرکتونو پدې کنفرانس کي خپله علاقمندي په افغانستان کي د پانګوني په برخه کي وښوده او په نږدې راتلونکي کي به هندیي پانګوال د افغانستان څخه لیدنه وکړي.

د یادولو وړ ده چي پدې کنفرانس کي په پونې کي د افغانستان د سوداګرۍ او سیاسي څانګو محصلینو د هندي سوداګرو سره وليدل او د خپلو نوښتګرو طرحو تر څنګ یې د هندي تاجرانو د بریالیتوب د رازونو په اړوند بحث وکړ.