کور / راپور / يوناما د فراه په بريدونو کي د ملکي وګړو د مرګژوبلي ارزونه کوي

يوناما د فراه په بريدونو کي د ملکي وګړو د مرګژوبلي ارزونه کوي

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ (يوناما) وايي، چي په فراه کي د تېري اونۍ د بريدونو پلټنه کوي، چي ايا ملکي وګړي پکي وژل سوي دي که يا.

افغان چارواکي وايي، چي په دغه هوايي بريدونو کي د نشه اي توکو هغه کارخانې له منځه وړل سوي دي، چي طالبانو کارولې او په دغه بريدونو کي شا وخوا ۱۵۰ طالب وسلوال وژل سوي  او ۴۰ نور ژوبل دي.

خو طالبان وايي، چي په بريدونو کي ملکي وګړي وژل سوي دي.

دا بريدونه تېره اونۍ د فراه په بکوا ولسوالي کي وسول.

نړيواله ټولنه په افغانستان کي د ملکي وګړو د مرګژوبلي پر زياتېدلو اندېښنه ښودلې ده.

تېره میاشت  یوناما وويل،  چي د روان ۲۰۱۹م په لومړیو درې میاشتو کي د تاوتریخوالي په پېښو کي  ۵۸۱ ملکیان وژل سوي او ۱۱۹۲ نور ټپيان  دي. یوناما وايي چۍ ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله په وسله والو نښتو، د سړک غاړې ماینونو، د هاوان ګولیو توغولو، هوايي بریدونو، هدفي وژنو او د ناچاوده بمونو د چاودنو له امله اوښتې ده.