کور / خبرتیا او پيغامونه / د اراكوزيا افغان اعلاناتو، ندا او ډيلايټ شركتونو ګډ پرېكړه ليك

د اراكوزيا افغان اعلاناتو، ندا او ډيلايټ شركتونو ګډ پرېكړه ليك

اراكوزيا افغان اعلانات، ندا او ډيلايټ، چې د هيواد په كچه د اعلاناتو تر ټولو لوى شركتونه دي د اعلاناتي شركتونو په اړه د كندهار ښاروالۍ شرطپاڼه، چې د هيواد او نړۍ د اعلاناتي اصولو او مقرراتو او د افغانستان د اوس مهاله شرايطو خلاف جوړه شوې ردوي اوتر ډېر غور او فكر كولو وروسته دې پرېكړې ته رسېدلي چې د كندهار ښاروالۍ له خوا د اعلاناتي شركتونو تر منځ د داوطبۍ په پروسه كې به، چې ټاكل شوې په نږدې راتلونكي كې ترسره شي د احتجاج په توګه برخه نه اخلي او په غوڅه توګه خپل پرېكون اعلانوي. موږ ته د كندهار ښاروالۍ له مسوولينو او په خپله له ښاغلي ښاروال سره تر زياتو خبرو اترو او بحثونو وروسته جوته شوه چې دوى نه په دې برخه كې كومه مسلكي پوهه او معلومات لري او نه هم د چا منطق او استدلال مني. موږ داسې انګېرو چې دوى دا كار يوازې او يوازې د شخصي تضاد او د نورو د لمسون پر بنسټ كوي.

زموږ په فكر كومه لايحه چې په دې اړه د اداري مجلس له لوري تصويب شوې هغه د پلي كولو وړ ده او له قانوني پلوه ښاروال حق نه لري چې لاسوهنه پكې وكړي او زياتونه پكې راولي. لكه څنګه چې تاسو خبر ياست كندهار ښاروالۍ پخوا هم په ښار كې د ښاري نظم راوستلو او پاكولو په موخه يو لړ پروګرامونه پلي كړي، موږ دا نه وايو چې ښاروال صاحب دې له كندهار ښاريانو  څخه د اروپايانو او امريكايانو په څېر په ښار كې د ښاري نظم مراعتولو غوښتنه نه كوي، بلكې دا وايو چې كه دا كار كوي نو بيا دې مهرباني وكړي خپل خدمات دې هم د اروپا او امريكا په كچه كړي، تر څو له يوې خوا د دواړو (خلكو او ښاروالۍ) تر منځ وظيفوي  انډول وساتل شي او له بلې خوا د بېوزلو خلكو حقونه ضايع نه شي. ځكه له قانوني پلوه د يوې سيمې او يوه ښار اوسېدونكي حق لري چې په نوموړې سيمه كې له خپل توان سره سم كار وكړي او خپلې كورنۍ ته څه ومومي. خو كه چېرې د هغه كار كول غيرقانوني بڼه ولري بيا نو ښاروالي بېله دې چې هغوى ته په يوه بديله سيمه كې د كار كولو زمينه برابره كړي حق نه لري چې د هغوى د كار مخه ونيسي.

د كندهار نوى ښاروال صاحب زموږ له انده د خلكو د ژوند او نورو چارو د سمولو او پرمختګ لپاره كوم پلان نه لري، بلكې د هغوى د كارونو په وړاندې خنډونه پيدا كوي. ځكه ښاروال صاحب لومړى عام او بې وزله وګړي له پښو وغورځول، په دويم قدم كې يې د اساسي خدماتو لكه:سرك، شفاخانې او نورو امتيازات له خلكو واخيستل او په درېيم هغه كې يې دا دى د يو شمېر خدماتي شركتونو لكه اعلاناتي شركتونو د ځپلو لپاره مټي رانغښتي او د بې ګټې شرطپاڼو په جوړولو سره غواړي چې دوى هم له پښو وغورځوي. موږ پوهېږو چې كه موږ پر ارامه كښېنو، د ښاروالۍ د دا ډول كړنو په وړاندې غبرګون ونه ښيو او د خپلو حقونو غوښتنه ونه كړو نو په راتلونكي كې به نه يوازې راڅخه د كاركولو اجازه واخيستل شي، بلكې ټول هغه امكانات به مو هم له ګواښ سره مخ شي چې دمګړى يې موږ په واك كې لرو او د همدې امكاناتو په وسيله خپلو خلكو او ټولنې ته خدمت كوو. موږ به د خپلو حقونو د ترلاسه كولو او له خپلو حقونو څخه د دفاع په موخه خپلې مبارزې ته دوام وركړو او موږ به د سورغر اوونيزې د راتلونكي ګڼې له لارې د حكومت او ښاروالۍ پر ضد د يوه پراخ او سوله ييز لاريون كولو وخت او ځاى هم اعلان كړو. ځكه موږ اوس لږ تر لږه دومره پوهېدلي يو چې د دا ډول كړنو په وړاندې لاس تر زنه كښېنستل زموږ راتلونكى له زيان سره مخ كوي. زيان په دې معنى چې په دغو شركتونو كې په سلګونو كسان كار كوي، كه چېرې له موږ د كار كولو امتياز واخيستل نو دغه كسان به بېكاره او د ټولنې د اوږو بار شي.

نوټ: ټول هغه کسان چي د کندهار ښاروالۍ په ځينو کړنو نيوکي لري اوله کارونو ئي خوښ نه دي کولاى شي زموږسره په دغه لاريون کي برخه واخلي.

تماس:۰۷۰۰۳۲۱۷۶۶- ۰۳۰۲۰۰۲۳۳۳