وجدان / لنډه کيسه
Aziz Rahman Hazim
لیکوال: نورالله غازي
سړي په وچو شونډو وویل:
شینیه! بیګا دې رادیو نیولې وه؟
ـ نیولې مې وه، خو ولاکه په پوی شوی وم، په خیټه سور وم…
ـ اکومت یو قصاب نیولی و، ویل یې د سپیو او خرو غوښه یې خرڅوله….
شینی چې د توت ونې ته یې وتلي ولې لګولي وو، په تعجب وویل:
دا څه وایې!!؟
ـ هو په خدای! اخېر وخت دی، په دا روژه کې پر بسلمانانو د سپیو او خرو غوښه خرڅوي!
شیني څادر ولو ته سم کړ او زیاته یې کړه:
ـ دا اوغانستان دی، ولاکه هیچا هم سرپه کړي وی، هر سړي ته چې موقه په لاس ورغلې، خپل کار یې کړی.
د سړي پر ببره ږیره کې خزنده وخوځيده، ږیره یې پسې وخوځوله، په داسې حال کې چې ځمکې ته یې کتل وویل:
ـ دا څنګه یې وجدان مني، ته سپی رانیسه، پوسته کوه یې او بیا یې غوښه په خلکو خرڅوه، خدایه په توبو مې دې توبه وي.
شیني پورته د توت ونې ته وکتل، د پاڼو له منځه د لمر تيزه شغله د ده په سترګو ولګيده، لږ یې ځان سیورې ته وواهه، مړه غوندې یې وویل:
ـ لرې که، په دا روژه کې دې زړه راخراب کړ، رشتیا منګي ته دې لور په څو ورکړه، چې رښتیا ووایې؟
سړي شاته لکې تیږې ته تکیه وکړه، د غنمو شنه فصل ته یې په تنګو سترګو ولیدل:
ـ له تا یې څه پټه، په اوه لکه اوغانۍ!
ـ ولا اوس ام کمې دي، په بن دې ورکړې، بايد لس خو وای!
سړي وړه شګه د غنمو شنه ګڼ پټي ته وار کړه، مانا داره یې د څنګ سړي ته وروکتل:
طلا مې هم پر ده ایښې، لسو ته رسېږي!
پای